ورونه ولې یوبل سره سخته سیالي کوي؟!

ورونو سیالي

په ټولنه کې زیاتره لیدل کیږي چې ځینې ورونه یو بل سره ټینګه سیالي کوي چې په کلیوالي ژبه کې یې تربورتوب ګڼي، خو کم شمیر ورونه بیا داسې وي چې خپل منځ کې هیڅ سیالي نه لري، بلکې یو د بل ملګري او ملاتړي وي.

همداراز، خو په لږ شمیر کې خویندې هم سره سیالي کوي، دا ولې؟ آیا دغه ناوړه سیالي د پلار مور له وجې؟

پوهان وایي چې کیدای شي د نرتوب او ښځې توب لامل د داسې حالت یو لامل وي، یعني نران په فطرت کې سیالي کوي، او ښځینه یې نه کوي.

د یوې نوې څیړنې له مخې، زیاتره سړیو منلي چې د ماشومتوب مهال د سکه ورونو ترمنځ د نجونو په نسبت سیالي زیاته وي. خو بیا هم، د څیړونکو په وینا، کیدای شي بلوغ ته رسیدو او عقل پیدا کولو سره دا اختلافات بیخي هیر او ختم شي.

ددې څیړنې مولفې هیلري مردوک، – چا چې د پینسلووینیا په اولبرایټ پوهنځي کې د ارواپوهنې د زده کړې مهال  دا څیړنه کړې وه- دا موندلې چې وړکتوب کې هلکان خپل منځ کې د نجونو په نسبت زیاته سیالي کوي. مردوک دا نتیجه د امریکا د ارواپوهنې کلني کنفرانس ته وړاندې کړلې.

په دې څیړنه کې ۱۲۰ کسانو څخه چې عمرونه یې د ۲۰ او ۷۸ترمنځ او وړکتوب خپلو ورونو سره یوځای تیر کړی وه، او د امریکا له ۱۸ مختلفو ایالتونو څخه ول، پوښتنې کړې وې.

د څیړنې مهال، ترې پوښتل شوي وه چې وړکتوب کې خپلو سکه ورونو سره د خپلې ورورولۍ باره کې حالت ته له یو څخه تر ۱۰ پورې نومرې ورکړي چې څومره ډیر سره سیال او منسجم ول.

ښځو کمه سیالي کوله

د ښځو په نسبت، سړیو ویلي وه چې وړکتوب کې خپلو ورونه سره یې اړیکې زیاتره وخت له سیالۍ ډکې وې. په اوسط ډول، سړیو خپلو ورونو سره اړیکو ته ۵.۲ نومرې ورکړې وې، خو ښځو ۴.۸ نومرې ورکړې وې. مردوک وایي چې د ښځو او نرانو ترمنځ د دغه لوی فرق هیڅ واضح سبب ونه موندل شو.

پدې برخه کې، داسې ښکاري چې پلرونه د ورونو ترمنځ نزدې والي کې تاثیر لري. مثلا، ځینې برخوالو، چا چې ورونو سره نزدې اړیکې لرلې، ویل چې پلرونو به د ټولو ځامنو یوه اندازه صفت کوه، او ترمنځ به یې سیالي نه ګرموله. خو د پلرونو لخوا د سیالۍ کرمولو لپاره یو ورور په بل ورور لمسول، یا ترمنځ پرتله کول، ددوی ترمنځ لا زیاته سیالي زیږوي.

له بلوغ وروسته

علاوه له پورتنۍ پوښتنې، له ګډونوالو پوښتنه وشوه چې د بلوغ مهال خپلو ورونو سره د خپلو اړیکو حال ووایي. نو نرانو او ښځو په یوه اندازه وویل چې خپلو سکنیو سره نزدې اړیکې لري. یو لوی شمیر ګډونوالو وویل چې هرڅومره یې عمر زیاتیږي هغومره یې ورونو سره د نزدې والي احساس غښتلی کیږي. او ځینې وختونو کې د پلار یا مور مرګ هم ددې سبب شوی چې ماشومتوب کې ورونه سره ښه وخت تیر کړي.

د خوږې ورورولۍ بل سبب

څیړنه کې له خلکو پوښتنه شوې وه چې د وړکتوب خپله هغه تجربه بیان کړي چې له امله یې دوی سره لا خواږه شوي وي، مثلا د پلرونو طلاق، یا د هغوی لخوا بد چلند. څیړونکي دې نتیجې ته ورسیدل چې داسی حالات زیاتره وخت ورونه نور هم سره نزدې کوي.

ددې مقابل کې، مردوک وایي چې ځینې ورونو څیړنه کې برخه نه اخیستله، ځکه خپلو ورونو سره یې خاص ډول سیالي لرله، او همدا وجه وه چې که هغوی سیی حال نه وو ویلی نو بیا د څیړنې نتیجې سمې نه راتللې. مردوک وایي چې ځینې خلکو سوالونو ته له دې ویرې هم جواب نه ورکوه چې هسې سخت جذباتي شي.

ژباړه: عبدالله «ویښ»

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب