اسلام مشاهیر

عمر التلمساني او له اخوان سره يې اړيکې

سید عمر تلمساني په ۱۹۰۴م کال د قاهرې په غوريه کلي کې زېږيدلی دی، د تلمساني کورنۍ اصلاٌ د الجزاير د تلمساني کلي اوسيدونکي وه، خو کله چې فرانسويانو په الجزاير باندې حمله وکړه، نو د تلمسان قبيلې تر پای پورې د هغوي سره مبارزه وکړه، وروستې قبيله همدا وه چې ماتې يې وخوړه. په ۱۸۳۰م کال کې د عمر تلمساني نيکه د خپلو بچيانو او کورنۍ سره مصر ته هجرت وکړ.

عمر تلمساني خپلې لومړنې زده کړې د خپل کلي په يوه مدرسه کې چې مدرسه سيدي علي نوميده پيل کړې،په دې اړه عمر تلمساني خپله وايي: ((د علم سره مې له وړکتوب نه ډيره مينه وه،ددې مينې لامل داوو چې ما علم سره د علم لپاره مينه کوله.

سيد زياتوي: زه چې کله د عمر لس کلنې ته ورسيدم، نو ما د (المقطم) په نامه اخبار مطالعه کاوه، د لومړۍ نړيوالې جګړې خبرونه به مې په ډيره مينه لوستل،هيله مې دا وه چې انګريز په دې جګړه کې ماتې وخوري او زما ګران وطن (مصر) د هغوي د پنجو نه خلاص او خپلواکي ترلاسه کړي، ما خپلې ثانوي زده کړې د (الجمعيت الخيريه الاسلاميه) مدرسې نه پيل کړې، وروسته د الرشاد الثانويه مدرسې ته تبديل شوم او بلاخره د الهاميه الثانويه له مدرسې نه فارغ شوم او خپل تعليم مې مکمل کړ.

په ۱۹۲۴م کال کې مې د قانون په پوهنځي کې داخله واخيسته لامل يې دا وو چې د وکالت سره مې ډيره مينه وه، کله به چې ما د وکيل دلايل ليدل او بيا به يې په دلايلو سره يو شخص ته برائت ورکاوه، نو ما به ترې ډير خوند اخيسته او همدا د دې لامل شو چې وکالت او حقوقي چارو ته مې مخه کړه.

زه لا د پوهنتون محصل وم چې د سياست سره مې مينه پيداشوه او په سياست کې مې دلچسپي واخيسته، زه د پوهنتون په دوران کې د وفد د ګوند ملاتړی وم او د وفد د ګوند نه مې تل دفاع کوله، که څه هم هغه وخت ځينو خلکو دې ګوند پسې بد ويلې، خو ما په دې ګوند کې ځينې ځانګړنې ليدلې وې چې د همغې له املهمې ورسره مينه وه، د پوهنتون د فراغت نه وروسته مې په عتبه حضرا کې د يو وکيل سره کار پيل کړ، د وکالت يو څه تجربه مې له همدې ځايه ترلاسه کړه. له يو څه وخت وروسته مې په شبين القناطير کې خپل جلا دفتر پرانېسته او د وکالت دنده مې پر مخ يوړه.))

د اخوان المسلمين سره اړيکې
السيد عمر تلمساني د اخوان سره د يوځای کېدو کيسه داسې کوي:
((په شبين القانطير کې د وکالت له دندې پيل کېدو وروسته مې استوګنه هم هملته شوه، دفتر مې له کور څخه نږدې ۱۱ کيلو متره لرې وو.

په کور کې مې د چورګوړو يو فارم درلوده او په هغې کې به مې چورګوړي روزل، په ۱۹۳۳م کال کې د جمعې مبارکه ورځ وه د خپل کور په فارم کې ناست ووم چې د فارم ساتونکی راغی او راته يې وويل: يوه دوه زلميان غواړي له تاسره وګوري، ما هم ورته وويل: ورشه ورته غږ کړه چې راشي، يو شېبه وروسته دواړه زلميان راننوتل او زما مخ ته په ډير ادب سره ودريدل او خپل تعارف يې پيل کړ، يو عزت محمد حسن نومېده او بل محمد عبدالعال،ساتونکي ته مې امر وکړ چې ميلمنو ته چای راوړي، کله چې چای وڅښل شو، نو عزت محمد حسن خاموشي ماته کړه او ماته يې وويل: دلته څه کار کوې؟ دا پوښتنه ماته عجيبه غوندې ښکاره شوه، ما هم په ګپ واخيسته او ورته مې وويل:زه دلته د چورګوړو روزنه کوم، زما دېځواب په ميلمنو هيڅ بد اثر ونکړ او په ډيره نرمه لهجه عزت محمد حسن وويل: تاسې ته د چورګوړو روزلو نه يو بل اهم کار منتظر دی، که ستا غوندې تعليم يافته خلک د چورګوړو په روزلو بوخت شي، نو د انسانانو روزنه به څوک کوي؟

د عزت محمد حسن دې خبرې زه د ټوکو نه راوويستم او د هغه خبرو ته متوجې شوم، هغه هماغسې خپلو خبرو ته ادامه ورکړې وه او وويل يې:زموږ ملت روزنې ته اړتيا لري، ملت مو له اسلام نه په لرې کېدو دی، په خپل وطن کې د بل چا د امر لاندې ژوند کوو، په خپل وطن کې غلامان يو، که چيرې موږ اسلام ته کار ونکړو خپل ملت د اسلام سره بلدنه کړو، نو هيڅکله به موږ د پرديو د استعمار نه خلاص نه شو.

په ډير خفګان سره مې ورته ځواب ورکړ، نو زه په يواځې توګه څه کولای شم؟ ميلمنو راته ځواب راکړ: ته په دې ميدان کې يواځې نه يې، بلکې ستا غوندې د ځوانانو يو تنظيم شته چې يو عظيم شخصيت سيد حسن البناء د هغې مشري کوي، ماته يې بلنه راکړه چې زه د امام حسن البناء سره وګورم، لنډه دا چې د حسن البناء ادرس يې راکړ او زه هم په هماغه ادرس وروان شوم، کله چې ټاکل شوي ځای ته ورسيدم، نو يو کور مخې ته راغی، دروازه مې ټک ټک کړه چې دننه نه يو اواز راغی، څوک يې؟ ما ورته ځواب ورکړ د شبين القناطير وکيل عمر تلمساني يم، دروازه يې خلاصه کړه، روغبړ مو سره وکړ، هغه مخکې شو او زه ورپسې روان شوم، يوې کوټې ته ننوتلو چې د تيارې له امله هيڅ هم نه ښکاره کيدل، حسن البناء د کړکۍ پرده کش کړه، نو له بهر نه يو څه رڼا کوټې ته راننوته، کله چې مې کوټې کې شا او خوا وکتل، نو يو څو څوکۍ او يو ميز په کې پروت وو، چې دفتري شکل يې اختيار کړی وو، حسن البناء راته اشاره وکړه چې په څوکۍ کينم، خو چې کله مې څوکۍ ته وکتل له خاورو ډکه وه، نو ما له جيب نه دسمال راوويسته او په څوکۍ مې واچاوه، کله چې حسن البناء راته وکتل، نو موسکی شو.

له يو څه ابتداييخبرو وروسته حسن البناء خپل پيغام راته داسې وړاندې کړ:((په نړۍ کې هر څوک د دې ادعا لري چې بايد اسلام ته کار وشي، خو دا چې په کوم منهج او برنامه د اسلام له پاره کار پيل شي، څه ډول تنظيم شي او څه ډول راتلونکي اوږدمهال ا و لنډمهاله پلانونه پلي شي، دا هر څه موږ ستاسې په مرسته او د دې لارې د نورو لارويانو په مرسته ترسره کوو، اسلام حاکمول غواړي او دا د الله تعالی امر دی، يواځې په لمونځونو، زکاتونو، روژو او کلمه ويلو سره زموږ غاړه او مسؤليت نه خلاصيږي، بلکې اسلام ته هر اړخيز او په هر ميدان کې کار کولو ته اړتيا ده او موږ هغه ډله يو چې د همدې کار لپاره سره راټول شوي يو، چې د اسلامي نظام د حاکميت لپاره د يوې منظمې برنامې او منهج له لارې کار وکړو، د ځان له روزنې يې پيل کړو او بيا د نورو انسانانو له روزنې وروسته په ټولنه کې بنسټيز تغيرات راولو.)) لنډه دا چې د حسن البناء په ټول پيغام او خبره کې ما ته دعوت پروت وو، او د ټول دعوت لنډيز يې داوو چې اسلامي شريعت نافذول غواړي او د هغې لپاره تنظيمي کار ته اړتيا ده او تنظيمي کار د افرادو له يوځای کېدو څخه قوي کېږي.

کله يې چې خپل پيغام او دعوت پای ته ورساوو، نو ماته يې وويل: زما پر خبرو دې سر خلاص شو او که نه؟ زړه دې څه وايي په دې خبرو مطمين شو او که نه؟ ايا له موږ سره په دې لاره تللی شې او که نه؟ او بيا يې راته وويل: خير دی اوس ځواب مه راکوه، يوه اونۍ پرې ښه فکر وکړه او بيا ځواب راکړه.

زه خو په هماغه وخت کې بيعت کولو ته اماده ووم، خو دا چې د امير امر وو، نو ځکه مې يوه اونۍ وخت ونيو، له يوې اونۍ وروسته راغلم او له امام حسن البناء سره مې بيعت وکړ او داخوان المسلمين د دعوت او تنظيم غړی شوم.))

السيد عمر تلمساني بياد اخوان المسلمين په دعوت کې دومره مخکې لاړ چې په ۱۹۷۳م کال کې د اخوان المسلمين مرشد عام او امير وټاکل شو او تر ۱۹۸۶م کال پورې يې دې امارت ته اوږه ورکړې وه.
د السيد عمر تلمساني ليکنې
۱ـ ذکريات لا مذکرات ( خاطرې نه يادښتونه).
۲ـ شهيد المحراب ( د محراب شهيد ).
۳ـ حسن البناء الملهم الموهب ( حسن البناء الهام شوې تحفه).
۴ـ بعض ما علمني الاخوان ( ځينې هغه څه چې اخوانيانو را زده کړل).
۵ـ في رياض التوحيد ( د توحيد په باغچه کې ).
۶ـ المخرج الاسلامي من المازق السياسي ( د سياسي مشکل اسلامي حل لاره ).
۷ـ الاسلام والحکومة الدينية ( اسلام او ديني حکومت).
۸ـ الاسلام و نظرته السامية للمراة ( اسلام او ميرمنو ته غوره لرليد).
۹ـ قال الناس ولم اقل في عهد عبدالناصر ( د عبدالناصر په اړه خلک وايې زه نه وايم ).
۱۰ـ من صفات العابدين ( د عابدانو له بيلګو څخه ).
۱۱ـ يا حکام المسلمين …. الا تخافون الله ؟ (اې مسلمانو واکمنو … ايا له خدايه نه ويريږې؟).
۱۲ـ لا نخاف السلام ولکن (له سولې نه ويريږو خو ).
۱۳ـ الاسلام و الحاية ( اسلام او ژوند ).
۱۴ـ حول رسالة نحو النور ( د نور د رسالې اړوند ).
۱۵ـ من فقه الاعلام الاسلامي ( د اسلام له نشراتي پوهې څخه).
۱۶ـ ايام مع السادات ( څو وروځې له سادات سره ).
۱۷ـ اراء في الدين والسياسة (په دين او سياست کې نظرونه).

ليکوال: حافظ محمد ادريس

ژباړن: څيړنيار عبدالصبور مبارز

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: