عصمت څه ته وايي؟ د انبیاو عصمت یا معصومیت
د عصمت تعريف:
عصمت په لغت کي منعه کولو ته وايي په عربي ژبه کي عرب څو ځايه د عصمت لفظ استعمالوي دمثال په ډول دوى وايي : (عصمته من الطعام ) يعني دى مي د خوراک کولو څخه منعه کړئ او يا وايي: (عصمته من الکذب) يعني دى مي د درواغ ويلو څخه منعه کړى . د الله جل جلاله په سپېڅلي کلام کي هم دعصمت لفظ د منعي په معنا استعمال سوى دئ لکه چي الله جل جلاله فرمايي :
قَالَ سَآوِي إِلَى جَبَلٍ يَعْصِمُنِي مِنَ الْمَاءِ . (سورة هود الاية ٤٣)
ژباړه : (د نوح علیه السلام زوى وويل:) زه به غره ته پناه يوسم چي د اوبو څخه منعه سم يعني غرق نه سم.
په بل ځاى کي الله جل جلاله فرمايي :
وَلَقَدْ رَاوَدْتُهُ عَنْ نَفْسِهِ فَاسْتَعْصَمَ . (سورة يوسف الاية ٣٢)
ژباړه : بېشکه ما دده ځان طلب کړى دئ نو ده ځان زما څخه منعه کړى دئ.
۲۴ – حَدَّثَنَا عَبْدُ اللَّهِ بْنُ مُحَمَّدٍ الْمُسْنَدِيُّ قَالَ حَدَّثَنَا أَبُو رَوْحٍ الْحَرَمِيُّ بْنُ عُمَارَةَ قَالَ حَدَّثَنَا شُعْبَةُ عَنْ وَاقِدِ بْنِ مُحَمَّدٍ قَالَ سَمِعْتُ أَبِي يُحَدِّثُ عَنْ ابْنِ عُمَرَ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ أُمِرْتُ أَنْ أُقَاتِلَ النَّاسَ حَتَّى يَشْهَدُوا أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَأَنَّ مُحَمَّدًا رَسُولُ اللَّهِ وَيُقِيمُوا الصَّلَاةَ وَيُؤْتُوا الزَّكَاةَ فَإِذَا فَعَلُوا ذَلِكَ عَصَمُوا مِنِّي دِمَاءَهُمْ وَأَمْوَالَهُمْ إِلَّا بِحَقِّ الْإِسْلَامِ وَحِسَابُهُمْ عَلَى اللَّهِ. ( بخاري ومسلم)
ژباړه : رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي : زه امر سوى يم چي دخلګو سره جنګ وکړم تر هغه وخته پوري چي دوى کلمة طيبه وايي ، لمونځونه کوي ، زکاتونه ورکوي ، کله چي يې دغه کار وکړئ نو دوى زما څخه خپلي ويني او مالونه وساتل مګر د اسلام په حق کي او حساب يې پر الله جل جلاله دئ.
قرطبي رحمة الله علیه فرمايي : عصمت ته له دې امله عصمت وايي چي انسان د ګناه څخه منعه سي.
په اصطلاح کي: په شريعت کي عصمت عبارت دئ دالهي ساتني څخه چي دغه ساتنه د انبياؤ اورسولانو په اړه وي.
دهمدې خبري پر بنسټ باندي عصمت انبياؤ علیهم السلام ته ثابت دئ او ددوى دصفتونو دجملې څخه دئ او ددوى مبارکانو دهغه ځانګړتياو څخه دي چي څښتن تعالى جل جلاله دوى دټول بشريت څخه په ممتاز کړي دي نو په د ې لحاظ سره عصمت دانبياؤ علیهم السلام جز ګڼل کيږي او الله جل جلاله دوى ددې لوى نعمت څخه برخمن کړي دي چي دوى يې دهر ډول ګناه څخه صغيره وي او که کبېره وي په خپلي مهربانۍ سره ساتلي دي ، بل هيڅ داسي انسان نه سي پيدا کېدلاى چي دهرډول ګناه څخه پاک او معصوم وي پرته دانبياؤ علیهم السلام څخه چي امکان نه لري چي ددوى څخه دي ګناه وسي او دوى دي دالهي احکامو څخه مخالفت وکړي خو نور انسانان داسي نه دي.
د عصمت یو حکمت
دا چي الله جل جلاله ټول انبياء علیهم السلام دهر ډول ګناه څخه ساتلي دي حکمت پکښي دادئ چي دوى دنورو انسانانو لپاره مقتدايان او لارښوونکي دي پر نورو انسانانو باندي لازمه ده چي ددوى پيروي وکړي او ددوى پر لاره باندي ولاړ سي نو که خداى مه کړه ددوى څخه ګناه ترسره سي نو ګناه کول به يو مشروع عمل سي او پرموږ باندي به يې بيا اتباع لازمه نه سي او حال داچي دوى دستورو په څېر سپېڅلي مقتدايان دي هيڅ ډول خيره او نيمګړتيا ورسره مناسبه نه ده او نه موږ ته جائزه ده چي ددوى مخالفت وکړو په داسي صورت کي نو ددوى ګناه کول يو ناشونى کار دئ .
همدا ډول رسولان علیهم السلام دبشريت لپاره مقتدايان او لارښوونکي دي نو دابه څنګه وسي چي دوى دي خلګ نېکو لارو ته رابولي او دناروا کارونو څخه دي يې منعه کوي دبلي خوا دي بيا دوى خپله ناروا او فاحش کارونه ترسره کوي؟
لنډه داچي ناروا کارونه او ګناهونه مرداري او بدبويي ده دهغه بدبويۍ او مردارۍ سره تشبيه کيږي چي په سترګو ليدل کيږي په داسي صورت کي چي دغه مرداري او بدبويي داسي سپېڅلو انسانانو ته ثابته سي هيڅ مناسبه نه ده.
په حديث شريف کي دې خبري ته اشاره سوې ده چي ګناه کول باطني نجاست دئ لکه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي :
۱۲۹۹ -….. مَنْ أَصَابَ مِنْ هَذِهِ الْقَاذُورَاتِ شَيْئًا فَلْيَسْتَتِرْ بِسِتْرِ اللَّهِ فَإِنَّهُ مَنْ يُبْدِي لَنَا صَفْحَتَهُ نُقِمْ عَلَيْهِ كِتَابَ اللَّهِ (موطا مالک)
ژباړه :چا که ددغه مرداريو څخه يوعمل ترسره کړئ نو ځان دي دالله جل جلاله په پټېدو سره پټ کړي ځکه څوک چي ځان ښکاره کوي يعني ګناه په ښکاره ترسره کوي الهي حد پر جاري کيږي.
آخر دا چي عقل او شريعت دواړه پرېکړه کوي چي پيغمبر بايد دهر ډول ګناه څخه پاک وي يا په بل عبارت دا به کله وسي چي يو کس دي پيغمبر وي او غل ، يازناکاره ، يا شراب څيښونکى او يا لاره نيونکى دي هم وي او بيا دي يې پيروي هم لازم وي؟ ايا دابه شوني وي چي پيغمبر دي ناوړه ژوند کونکى وي او يا دي په ځينو کړغېړنو خويونو ملوث وي او دى دي په خلګو کي نفوذ وکړي؟ او خلګ دي دځان تابع جوړ کړي ؟ (عاصمهم الله)
دپورتنيو خبرو په نظر کي نيولو سره ويلاى سو چي پيغمبر بايد ديوه پاک ژوند لرونکى وي ، دسپېڅلتيا او پاک لمنۍ څښتن وي ، دهر ډول نيمګړتياو او کرغېړنو خويونو څخه پاک وي ، ودغه کړنو ته عصمت ويل کيږي او انبياء علیهم السلام دعصمت څښتنان دي.
په (عقيده اسلامي ) نومي کتاب دعصمت د تعريف په باب کي داسي ليکل سوي دي :
څرنګه چي ثابته سوه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم دخپل امت دمنځ څخه يو بې مثاله څوک و نو په اعتقاداتو ، افعالو ، اقوالو او اخلاقو کي دده پيروي کول واجب ده ځکه چي الله جل جلاله پردې شاهدي ورکوي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم ستاسو لپاره يونېک مقتدا دئ په همدې لحاظ لازمي ده چي درسول الله صلی الله علیه وسلم ټول هغه افعال ، اقوال او اخلاق چي تررسالت وروسته دده څخه څرګند سوي دي دالهي احکامو سره به موافق وي او هيڅ ډول مخالفت به دالهي احکامو سره نه لري ځکه چي الله جل جلاله ټول انبياء علیهم السلام مقتدايان ښودلي دي يعني خلګ يې په دې امر کړي دي چي بايد ددوى پيروي وسي نو که خداى مه کړه انبياء علیهم السلام دګناه څخه معصوم نه سي، معصيت ددوى جز وګرځي او ددوى اطاعت لازمي سي نو دا به په حقيقت کي د معصيت په اطاعت سره امر وي دا خو ډېره ليري خبره ده چي الله جل جلاله دي خپل بندګان په معصيت سره امر کړي او يا دي خپلو بندګانو ته امر وکړي چي تاسو دګناه ګاره خلګو پيروي کوئ هغوى چي هر څه کول تاسو يې هم کوئ ، هيڅکله داسي نه سي کېدلاى . په داسي صورت کي به تناقض رامنځته سي
الله تعالی خپل پيغمبر صلی الله علیه وسلم د ماشومتوب څخه سپېڅلى ساتلى دئ
الله جل جلاله زموږ ګران پيغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم دماشومتوب څخه سپېڅلى ساتلى دئ او کوچني والي او ځوانۍ څخه يې منعه کړى و چي دکافرانو جاهلانه کړني ترسره نه کړي تر هغه بريده چي ده مبارک ته د پيغمبرۍ وياړ او نعمت ور په برخه سو او درسالت او نبوت مسؤليت په کامله توګه ور دغاړي سو.
ابن هشام په خپل سيرت کي ليکي:
حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په داسي حالت کي ځوان سو چي الله جل جلاله دهر ډول کرغېړنو خويونو څخه ژغورلى و ځکه الله جل جلاله ده ته درسالت دستر وياړ ورپه برخه کولو اراده درلوده تر داسي بريده چي دى مبارک تر خپلو ټولو قومونو په سپېڅلتيا ، امانت دارۍ ، ښه همسايه توب ، حلم ، رښتينولۍ کي وړاندي و يعني دى تر ټولو ښه ريشتياويونکى ، تر ټولو پاک لمنى ، ترټولو دبدو اخلاقو څخه ليري و . داچي الله جل جلاله په ده کي ټول ښه خويونه جمعه کړي وه نو ځکه دى په خپل قوم کي د (امين) په نوم ياد سوى و.
ابن هشام ليکي : يو حديث چي ماته بيان سوى دئ هغه دادئ چي رسول الله صلی الله علیه وسلم دخپل ماشومتوب دوخت يوه قصه بيانوي چي يوه ورځ زه دقريشو دماشومانو په منځ کي ما د نورو ماشومانو سره د بازۍ لپاره ډبري راوړلې په داسي حالت کي چي زه لوڅ وم ناببره يو کس راغلى زه يې په يوه دردونکي سوک باندي ووهلم او راته وې ويل چي لنګ وتړه ما هم دستي لنګ وتړئ . په دغه ماشومانو کي يوازي زه وم چي لنګ مي تړلى و نورو نه و تړلى.( سيرة ابن هشام ج :١ ص : ١٩٤)
سهيلي په خپل تعليق کي ددغه قصې په اړه کښلي دي :کله چي قريشو دکعبې دجوړولو لپاره ډبري راوړلې نو رسول الله صلی الله علیه وسلم هم ددوى سره يوځاى دکعبې دجوړولو لپاره ډبري راوړلې قريشو دډبرو راوړلو لپاره خپل لنګونه خلاص کړي وه څوپه ډبرو راوړلو کي ورته ستونزي پيښي نه سي حضرت عباس رضي الله عنه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وويل : اې وراره! لنګ خلاص کړه ددې لپاره چي په اسانۍ سره ډبري راوړې کله چي حضرت محمد صلی الله علیه وسلم لنګ خلاص کړى دستي بېهوښه سو کله چي راپورته سو نو وې ويل : زما لنګ ، زما لنګ دستي يې لنګ وتړئ او ډبري راوړل يې شروع کړه .
دابن اسحاق که دغه حديث صحيح ثابت سي نو کېدلاى سي چي دغه قصه دي دوه ځلي پېښه سوې وي يو ځلي دي د نبي صلی الله علیه وسلم په ماشتوب کي دا قصه رامنځته سوې وي او يو ځلي دي په ځوانۍ کي رامنځته سوې وي.
ايا عصمت تر نبوت وړاندي وي او که وروسته؟
ځيني علماء په دې آند دي چي انبياء علیهم السلام تر نبوت وړاندي او وروسته دهر ډول ګناه څخه معصوم دي ځکه که دوى تر نبوت وړاندي معصوم نه سي نو ددوى مبارکانو ترنبوت وړاندي نه معصوميت ددوى دنبوت پر مهال باندي اغېز اچوي نو بايد دوى مبارکانو تر نبوت وړاندي هم حتما معصوم سي څو ددوى درسالت پر مهال باندي پر دوى باندي دچا نيوکه او طعن پاته نسي.