د فطر د اختر په ورځ سنت د طريقى ځينې لار ښونې

1- د اختر له لومړۍ شپې نه د اختر تر  لمونځ پورې د تكبير ويل . نارينه دا تكبير  په جوماتونو ، كورونو ، بازارونو كښې د خداى پاك د تعظيم او دهغه د شكر د په خاى كولو په خاطر …… او د خوشحالۍ د اظهار لپاره  په لوړ آواز سره كوي .

او  ښځينه بايد تكبير  په ټيټ آواز سره وكړي ( په فردي صورت ، نه په ډله ايز ډول )   د اختر د لمانځه تكبير ( الله أكبر .. ألله اكبر .. الله أكبر.. لا إله إلا الله .. الله أكبر .. ألله اكبر … و لله الحمد )
2- د اختر د لمونځ   اداكول  ، يعنى د اختر لمونځ بايد په هيڅ صورت هير نه شي .
3- غسل كول ( د اختر لمونځ ته له تللو د مخه ) او ” نارينه بايد عطر استعمال كړي.”
او د ښكلو او پاكو جامو اغوستل .
4- د اختر له لمونځ له ادا كولو نه مخه يو څه خوړل . بهترين شى خرما ده.
5-  د لمونځ لپاره د تكبير ويل .
6- په عيدګاه كښې د لمونځ ادا كول – د نارينه ؤ ، ښځينه ؤ او اطفالو لپاره-،  ( هغه ښځې چې په حيض كښې دي يعنى مياشتنۍ دوره كښې دي هغوي خطبې ته حاضريداى  او خطبه  اوريداى شي اما لمونځ نه شي كولاى).
7-  عيدګاه ته په خپلو پښو يعنى پياده تك او په بله لار بيرته راتك . ( البته كه عيدګاه يا جومات لرې وي نوسړى  په موټر يا بله ترانسپورتي وسيله تلاى شي)
8-       په عيدګاه كښې د اختر له لمونځ نه د مخه نفل لمونځ نه كيږي.
9- د اختر لمونځ دوه ركعته دى ، لومړی ركعت له اوو تكبيرونو ( الله أكبر ) سره پيل كيږي او دوهم ركعت له پنځو تكبيرونو سره پيل كيړي .
كله چې ملا إمام دوه ركعته لمونځ پا ى ته ورسوي او مخ وكرځوي نو د خطبې په  ويلو پيل كوي چى لمونځ كوونكي بايد خطبه واوري .
10-  يوبل ته د اختر د مباركۍ وركول.

يادونه :

1- مسلمان ته ښايي چې د ( فطر زكات) د اختر له لمانځه د مخه وركړي . د فطر زكات وركول د روژې په وروستيو دوو ورځو كښې وركول كيداى شي. خو كه څوك يى  د لمانځه د ادا كولو نه پس وركړي  څه فايده  نه لري . ( دا بيا ګناه ګڼل كيږي )
2- د شوال په مياشت كښې شپږ ورځې روژه نيول مه هيروۍ ، خپلو خپلوانو، دوستانو او آشنايانو ته هم توصيه وكړۍ چې د شوال په مباركه مياشت كښې هم شپږ ورځې روژه ونيسي . رسول اكرم (ص) فرمايي :
( من صام رمضان ثم أتبعه ستاً من شوال كان كصيام الدهر ) مسلم
چا چې د روژې د مياشتې روژه ونيوله او بيا يى د شوال شپږ ورځې  روژې ونيوى دا يو عصر يا يو عمر  روژو په شان دي.
په اختر كښې خلك خوشحالي كوي او د خداى شكر په ځاى كوي . د يو مسلمان لپاره دا د شكر اختر دى ځكه چې دى ديرش ورځې روژه نيسي او د خداى امر په ځاى كوي او په اختر كښې ځكه خوشحالي كوي او شكر باسي چې خداى ورته  د روژې په مياشت كښې چې د رحمت او مغفرت مياشت ده، په هغه باندى د رحمت باران وروي او مغفرت ورته كوي
طاعتونه او عبادتونه مو خداى قبول كړه

الحاج فضل الله رشتين.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب