شهيد دکتور عبد العزيز الرنتيسي

زوکړه:

عبدالعزيز علی عبدالحفيظ الرنتيسی د ۱۹۴۷م کال د اکتوبر په ۲۳مه نيټه د عسقلان او يافا تر مينځ پراته کلي، يبنا، کې د فلسطين له وېش څه کم څلوېښت ورځې وړاندې نړۍ ته سترګې وغړولې. په ۱۹۴۸م کال کې يې کورنۍ د فلسطين له سترې غميزې وروسته غزې ته پناه يووړه او هلته د خان يونس په پناغالي کې ميشته شوه. د ده کورنۍ د هاغانا نومي صهيونيستي ترهګرو وسله والو ډلو د ترهګرۍ له کبله په داسې حال کې هجرت وکړ چې دی يوازې د شپږو مياشتو وو. دی د پلار له ۱۱ بچيانو څخه يو وو چې نهه يې هلکان او دوه يې نجونې وې.

(۱۹۴۷ – ۲۰۰۴م)

زده کړه:

د فلسطيني پنا وړونکو له پاره جوړ شوي يوه ښوونځي کې د شپږو کلونو په عمر شامل شو. د کورنۍ بيوزلۍ او د مهاجرت تنګسو اړ کړ چې د لومړي ټولګي پر وخت د کورنۍ د اړتياوو د پوره کولو په موخه له زده کړې سره هم مهاله خواري غريبي هم وکړي. په ۱۹۶۵م کال کې له دويمي ښوونځي څخه په مخکښه درجه بريالی راووت. د خپلې وړتيا له کبله ور ته په مصر کې د لوړو زده کړو فُرصت په لاس ورغی او د سکندريې پوهنتون د طب پوهنځي کې شامل شو. اووه کاله وروسته په ۱۹۷۲م کې له طب پوهنځي څخه فارغ شو او بيا يې د کوچنيانو په طب کې ماسټري تر لاسه کړه او د خان يونس د پناغالي په ناصر روغتون کې د ډاکټر په توګه وګومارل شو(۱۹۷۶م).

کورنی ژوند او سياسي فعاليت:

عبدالعزيز الرنتيسي له (رشا رنتيسي) سره واده وکړ چې څښتن تعالی ور ته شپږ بچيان (دوه زامن او څلور لوڼې) په برخه کړل.

رنتيسي ټولنيز او ديني ژوند په لوړ همت سره تير کړ. د غزې په مجمع الاسلامي، د عربي ډاکټرانو ټولنې او فلسطيني سرې مياشتې په ټولنې کې يې د اداري هيئت د غړي په توګه دندې سر ته ورسولې.
په ۱۹۷۸م کال کې د غزې د اسلامي پوهنتون له بنسټ ايښودنې سره سم يې د وراثت، پرازيتولوژي او نورو علومو په تدريس پيل وکړ.
په ۱۹۸۳م کې صهيونيستي اشغالګرو ځواکونو ته د ماليو له ورکړې څخه د انکار له کبله ونيول شو. په ۱۹۸۸/۱/۵م کې يو وار بيا ۲۱ ورځې بندي کړل شو.
په ۱۹۸۷م کال کې يې د حرکة المقاومة الاسلامية (حماس) په بنسټ ايښودنې کې فعاله ونډه واخيسته او د حماس له بنسټګرو څخه وګرځيد.
مجاهد عبدالعزيز الرنتيسي درېيم وار د ۱۹۸۸م کال د فرورۍ په څلورمه نيټه د اشغال پر ضد د اسلامي پاڅون د هڅونې او د صهيونيستي ادارې پر ضد د ګواښ جوړيدنې په تور دوه نيم کاله بندي کړل شو او د ۱۹۹۰م کال د سپټمبر په ۴مه له خوشې کيدو وروسته د همدغه کال د ډيسمبر په ۱۴مه بيا يو کال بندي کړل شو.
د حماس او اسلامي جهاد د ۴۱۸ تنو لوړپوړو د تبعيد په لړ کې د ۱۹۹۲م کال د دسمبر په ۱۷مه د لبنان جنوب ته تبعيد کړل شو. هلته يې د تبعيد شويو د رسمي وياندۍ مسؤليت په غاړه واخيست او د دغه حالت د ختمونې په موخه يې خپلو هڅو ته ادامه ورکړه. له کال څخه په کمه موده کې يې د بيرته ستنيدنې هدف تر لاسه کړ.
د مرج الزهور د تبعيد شويو له پناغالي څخه له راستنيدو سره سم صهيونيستي نيواکګرو ځواکونو بيا ونيو او عسکري محکمې پرې د بند حکم صادر کړ داسې او د ۱۹۹۷م کال تر نيمايي پورې د سياسي بندي په بڼه بندي وساتل شو.

د نوموړي ژوند له يوه مخه له سرښندنو او قربانيو ډک دی چې پورته يادې شوې په وار وار نيول کيدنې يې ډاګيز ثبوت دی. دی نه يوازې د اسرائيلي ښکيلاک له لاسه ځوريدلی بلکې د فتح ګوند له خوا هم ربړول شوی. د ۱۹۹۸م کال د اپريل په لسمه د فتح امنيتي ځواکونو ونيو او ۱۵ مياشتې وروسته يې هغه وخت خوشې کړ چې مور يې د ده د زندان پر وخت پور پرې کړ. تر دې وروسته هم درې وارې ونيول شو او هغه وخت ازاد شو چې له ډوډۍ خوړلو يې لاس ونيو او اسرائيلي الوتکو پر هغه زندان بمونه واورول چې دی پکې په يوه بنده کوټه کې د فتح د ګوند د امنيتي ځواکونو له خوا بندي وو. نوموړي د فتح په زندانونو کې ټول ۲۷ مياشتې زندان تير کړ.
له دې وروسته هم د فتح ګوند دوه وارې د ده د نيولو هڅه وکړه خو د حماس د زرګونو پلويانو د ملاتړ له برکته دواړه هڅې له ناکامۍ سره مخ شوې.
ويل کيږي چې رنتيسي په ۱۹۹۰م کال کې هغه وخت قران مجيد حفظ کړ چې له شيخ احمد ياسين سره يې د زندان په يوه توره کوټه کې يو ځای شپې او ورځې تيرولې.
رنتيسي د فلسطيني خاورې په هکله ګڼې قصيدې ويلي چې د دغه ځمکې سپيڅلتيا يې پکې ستايلې. سربيره پر دې يې لسګونه سياسي ليکنې په لسګونو خپرونو کې خپرې شوي.
د دغه ستر مجاهد په دې ټينګ ايمان وو چې فلسطين له فی سبيل الله جهاد پرته په بله لاره نه شي ازاديدای.
څو وارې پرې مرګوني بريدونه وشول چې له دې ډلې څخه يې يو د ۲۰۰۳م کال د جون د لسمې نيټې بريد وو چې اسرائيلي جنګي الوتکو يې پر موټر وکړ. د دې بريد په پايله کې يې يو سپور ملګری، او د يوې کوچنۍ ماشومې په ګډون څو لارويان شهيدان شول مګر الله جل جلاله دی په خپل ستر قدرت سره وژغوره.
د حماس مشرتوب او د شهادت مقام
د ۲۰۰۴م کال د مارچ په ۲۲مه د حماس د بنسټګر او مشر، شيخ احمد ياسين، له شهادت څخه دوه ورځې وروسته د مارچ په ۲۴مه په غزه کې د حماس عمومي مشر وټاکل شو. مياشت لا نه وه پوره چې د ۲۰۰۴م کال د اپريل په ۱۷مه نيټه له خپلو دوو نورو ملګرو سره د غزې په ښار کې د ده پر موټر د صهيونيستي اپاچي الوتکو د بريد له کبله په شهادت ورسيد او په دې توګه هغه عبدالعزيز رنتيسي چې څه کم ۵۷ کاله وړاندې د يوه کوچني په توګه نړۍ ته راغلی وو، د يوه طبيب، دعوتګر، د پوهنتون استاذ او مجاهد په توګه له ژوند کولو وروسته يې د شهيد په توګه له نړيوالو سره مخه ښه وکړه، تر څو د شهيدانو له نه ختميدونکې قافلې سره ځان يو ځای او خپل هغه ارمان پوره کړي چې د يوه خبريال د پوښتنې په ځواب کې يې ويلي وو:
يا به د زړه له حملې څخه مرم، او يا په اپاچي، زه غواړم د اپاچي له لاسه مړ شم!!!
روح يې ښاد، او لاره يې له لارويو ډکه
—————–

ليکنه: د. كمال علاونه
د سياسي علومو استاذ، فلسطين
ژباړه: ډاکټر غنچه ګل ارمان
سرچينه: شبکة الاسراء و المعراج، اسراج
http://www.israj.net/vb/t2761/
په لږ بدلون سره

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب