احکام او مسایلګناهونه

شراب څه شی دی؟

د خمر (شرابو) لغوي معنى :

خمر يا شراب عبارت د هر هغه شي څخه دي چې د انسان اراده او عمل ګډوډ او مختل کړي لکه په عربي ژبه کې لاندني کلمات :

خمر الشى-يو شى يې په پرده کې پټ کړ.
خمر الشهاده، شهادت او ګواهي يې پټه کړه .
خمر وجهه-مخ يې پټ کړ.
توارى و خامرالشى – يو شى ښه مخلوطول او ګډول .
خامره الداء – مرض په هغې کې داخل شو .
المخامره – مخلوط صورتحال .

پس خمر يا شراب د هر هغه شي او څيز څخه عبارت دى چې په عقل کې ګډوډي پيدا کړي ، په هغه باندې مسلط او د نيشې کيفيت او حالت مينځ ته راوړي .

په اسللامي فقه کې د خمر (شرابو) تعريف:

خمر هغه شي ته وايي چې نشه کوونکى وي که هغه د ميوو څخه جوړ شوى وي لکه انګور، خرما يا له غلودانو څخه جوړ شوى وي لکه غنم، وربشې او جوار يا له خوږو موادو څخه جوړ شوى وي لکه شهد که په خام ډول جوړ شوى وي او که هغه په اور باندې پخ شوى وي که په اوسنۍ نامه باندې ياد شوى وي او که په پخواني نوم رسول اللهﷺ فرمايي: ١ – ترجمه: له حضرت نعمان بن بشيررضی الله عنه څخه روايت دى چې رسول اللهﷺ وفرمايل:
خمر (شراب ) د انګورو د شيرې څخه ، د خرما، د وربشو، جوارو او غنمو څخه حاصليږي او زه تاسې د هر نشه کوونکي شي د استعمال څخه منع کوم . (ترمذي ١- ج- ٦٧٨ص)

٢ – ترجمه: له حضرت ابو مالک اشعريرضی الله عنه څخه روايت دى چې رسول اللهﷺ وفرمايل :
زما په امت کې به ځينې خلک شراب څښي خو په هغې به بل نوم کيږدي . (ابو داؤد)

٣ – ترجمه: له حضرت عبدالله بن عمررضی الله عنه څخه روايت دى چې رسول اللهﷺ وفرمايل :
هر نشه کوونکى څيز خمري دى او هر خمر (شراب) حرام دي. (ترمذي باب ماجاء فى شرب الخمر، ابو داؤد ١ج-٦٧٣ص، مسلم)

٤ – ترجمه: حضرت عمر فاروق رضی الله عنه د رسول اللهﷺ د منبر د پاسه دا خبره وکړه چې : خمر (شراب) هغه دي چې عقل پټ کړي ، يعنې هغه تر خپل اثر لاندې راولي. په خمر يعنې شرابو کې ټول هغه نشه کوونکي شيان شامل دي لکه د غنمو نبيذ ALE ، د وربشو نبيذ BEER ، د شاتو نبيذ MEED ،د جوارو نبيذ MAIZF LIQUOR ، د ګني نبيذ RUM . (الحلال و الحرام فى الاسلام -٩٢ص).

٥ – ترجمه: حضرت بي بي عايشه صديقه رضی الله عنها فرمايي چې د رسول اللهﷺ څخه د شهدو د شرابو په برخه کې پوښتنه وشوه هغهﷺ ورته و فرمايل کوم شى چې نشه کوونکى وي هغه حرام دى (ترمذي ١ج-٦٧٥ص)

٦ – ترجمه: حضرت عبدالله بن عمررضی الله عنه وايي چې ما د رسول اللهﷺ څخه واورېدل چې فرمايل يي : هر نشه کوونکى شى حرام دى. (ترمذي ١ج-٦٧٥ص)

د شرابو په وسيله تداوي کول :

آيا شراب خمر دوا (دارو) دي او که زهر؟ په دې هکله رسول اللهﷺ دارنګه فرمايې:

١ – ترجمه: له حضرت وايلرضی الله عنه څخه روايت دى چې طارق بن سوبد رضی الله عنه د رسول اللهﷺ څخه پوښتنه وکړه د شرابو په هکله هغهﷺ ورته وفېمايل : شراب دواء نه ده بلکې ناروغي او مرض دى . (ترمذي ٢٠٤٧ حديث، مسلم ١٩٨٤ حديث، ابو داؤد ٣٨٧٣ حديث) .

٢ – ترجمه: له حضرت ابو هريره رضی الله عنه څخه روايت دى چې رسول اللهﷺ منع کړې له خبيثې (نجسې) او بدې دوا څخه يعنې د زهري دواء څخه . (ابو داؤد ٣٨٧٠حديث، ترمذي ٢٠٤٦حديث، ابن ماجه ٣٤٥٩حديث).

٣ – له حضرت ابو درداء رضی الله عنه څخه روايت دى چې رسول اللهﷺ وفرمايل: اللهﷻ هم مرض او هم دواء پيدا کړې او د هر مرض لپاره يي دواء پيدا کړې پس تاسې د خپلو ناروغيو تداوي او علاج وکړئ او په حرامو شيانو خپل علاج مه کوئ. (ابو داؤد)

٤ – ترجمه: له رسول اللهﷺ څخه روايت شوې چې هغهﷺ وفرمايل:
اللهﷻ چې کله شراب (خمر) حرام کړل نو د هغې څخه يي ګټه او نفع سلب کړه . ( ثعلبي ٢ج-٣٦ص).

٥ – ترجمه: اى د ايمان خاوندانو! شراب، جواري (قمار) بتان او د بوتانو غشي نجس او د شيطان عمل دى تاسې د هغې څخه ځان وساتئ نو تاسې به کامياب شئ. (المائده -٩٠).

٦ – ترجمه: له حضرت عبدالله بن مسعود رضی الله عنه څخه روايت دى چې رسول اللهﷺ وفرمايل:
اللهﷻ ستاسې لپاره په حرامو شيانو کې شفاء نه ده ايښې (په حرامو شيانو کې شفاء نشته)(بخاري کتاب الطب)

٧ – علامه ابن القيم په خپل کتاب طب نبوي دارنګه فرمايي .
((په حرامو شيانو باندې علاج کول د عقل او شريعت له نظره بد کار دى ، شرعي لحاظ مونږ د رسول اللهﷺ احاديث وړاندې کړل او په عقلي لحاظ دا دلايل وړاندې کيږي :

کوم شيان چې د انسان لپاره ګټور او مفيد نه وي نو په مضر او زيان رسوونکي شي باندې علاج هم نه کيږي ، په محمدي امت باندې چې کوم شيان حرام شوي هغه شيان تاواني او مضر دي او دحراموالي علت يې د مسلمانانو ساتنه او حفاظت د مضرو شيانو څخه دى . خو له بلې خواڅخه ناروغي ورسره پيداکيږي چې هغه به د دې څخه خطرناکې وي ، هره دوا په طبيعت کې يو اثر پيداکوي او حرام شى د دواء په حيث استعمالول هم په انساني طبيعت کې خباثت پيداکوي. څرنګه چې شراب دواء نه ده بلکې ناروغي ده نو بيا په شرابو باندې علاج کول غلط دي ، بله دا چې د مسلمان کرکه او نفرت د حرامو سره وي او کله چې د يو شي سره د انسان نفرت او کرکه وي نوبيا په هغې باندې علاج کول هم اثر نه کوي . (طب نبوي-٣٠٠ص)

د شرابو حرامولى د اسلامي شريعت له نظره :

د شرابو حرامولى په قطعي دليل سره ثابت دى، په قرآنکريم او نبوي احاديثو کې د هغې په هکله قطعي احکام ورکړل شوي ، هيڅ شک او ترديد په هغې کې وجود نه لري او نه څوک پکې د ځانه څه ترميم کولاى شي.
اللهﷻ د شرابو د حراموالي په هکله دارنګه فرمايي:

١ – ترجمه : شراب، قمار، بتان او غشي ټول نجس، پليت، مردار او د شيطان کارونه دي. د هغې څخه ځان وساتئ تاسې به کامياب او بريالي شئ ، شيطان غواړي د قمار او شرابو په وسيله ستاسې په مينځ کې عداوت، دښمني او اختلاف پيدا کړي او تاسې د اللهﷻ د يادولو او لمانځه څخه منع او بې غمه کړي نو پس آيا تاسې د دې شيانو څخه نه منع کيږئ ؟ (المائده-٩٠-١٩).
په دې آيت شريف کې د شرابو اجتماعي، اخلاقي او معنوي زيانونه هم ذکر شوي چې د دې په وسيله شيطان غواړي ستاسې په مينځ کې عداوت، دښمني، اختلاف، بې اتفاقي، حسد، کينه او بد اخلاقي پيداکړي او همدارنګه تاسې د خپل خداىﷻ د عبادت او يادولو څخه غافل کړي.
رښتيا هم شراب داسې مستي راولي چې بيا ټول ساخلاقي حدود او چوکاټونه ماتيږي، د عبادت لپاره هيڅ موقع او وخت نه پيدا کيږي ځکه چې مستي عقل هم له مينځه وړي .
٢ – ترجمه: له حضرت عبدالله بن عمر رضی الله عنه څخه روايت دى چې رسول اللهﷺ وفرمايل: چا چې شراب وڅښل څلويښت ورځې د هغه لمونځونه نه قبليږي. (ترمذي-١ج-٦٧٤ص).

٣ – ترجمه: له حضرت بي بي عايشې صديقې رضی الله عنها او حضرت عبدالله بن عمر رضی الله عنه څخه روايت دى چې رسول اللهﷺ وفرمايل : څښوونکى شى چې نشه کوونکى وي هغه حرام دى او هر نشه کوونکى حرام دى . (ترمذي١ج-٦٧٥ص)

٤ – ترجمه: له حضرت انس بن مالک رضی الله عنه څخه روايت دى چې رسول اللهﷺ د شرابو په برخه کې په لسو کسانو لعنت وېلى دى. (ترمذي١ج-٤٧٤ص)

١ د شرابو په جوړونکي. ٢ – په څښونکي.
٣ – په نقلونکي. ٤ – حکم کونکي.
٥ – چاته چې وړل کيږي. ٦ – په بل چا باندې په څښونکي (ساقي)
٧ – په خرڅونکي. ٨ – د هغې په قيمت خوړونکي.
٩ – په اخيستونکي. ١٠ – د چا لپاره چې اخيستل کيږي.

٥ – حضرت عمر فاروق رضی الله عنه په منبر خطبه ويله او دارنګه يي وفرمايل :
ترجمه: اى خلکو اللهﷻ د شرابو حرامولى نازل کړى او دا په پنځه ډوله دى:
د انګورو، د خرماؤ، د شاتو(عسل) ، د غنمو، د وربشو او شراب (خمر) هغه شي ته وايي چې عقل او حواس مخمور ( مدهوش) کړي. (کتاب الخمر -٥٤ص).

٦ – ترجمه: له حضرت ابو سعيد خدري رضی الله عنه څخه روايت دى چې رسول اللهﷺ وفرمايل:
په تحقيق سره اللهﷻ شراب حرام کړي، پس چاته چې دا آيت ورسيده او د هغه سره د شراب، څه برخه پاتې وي نو هغه دې نه څښي، نه دې يې خرڅوي او نه دې ورڅخه ګټه پورته کوي. (سلم)

٧ – ترجمه: له حضرت جابر بن عبدالله رضی الله عنه څخه روايت دى چې رسول اللهﷺ وفرمايل: کوم شى چې ډېر نشه کونکى وي د هغې لږ هم حرام دى . (ترمذي١ج-٦٧٥ص)
او حضرت عايشه صديقه رضی الله عنها فرمايي چې رسول اللهﷺ وفرمايل:
کوم شى چې يو جام يې نشه کونکى وي د هغې يو غړپ هم حرام دى (ترمذي ١ج-٦٧٦ص)

٨ – ترجمه: له حضرت عبدالله بن عمر رضی الله عنه څخه روايت دى چې رسول اللهﷺ فرمايي:
هر نشه کوونکى خمر دى او هر نشه کوونکى حرام دى چا چې په دنياکې شراب وڅښل په داسې حال کې چې د هغې څخه يي ځان منع کړى نه و نو هغه ته به د اخرت شراب نه ورکول کيږي . ( بخاري او مسلم باب الخمر)

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: