صحابه کرامو سیرت

سعد بن ابي وقاص (رض) ژوندلیک

نوم او نسب يې:

د پېغمبر د ماما سعد بن أبي وقاص رضي الله نسب په دې توګه دی: سعد بن أبي وقاص بن مالک بن اهيب بن عبد مناف، چې دی د رسول الله صلی الله علیه وسلم د مور بي بي آمنې تره کېږي، له هجرته ۲۳ کاله مخکې په مکه کې وزېږېد.

مور يې حمنة بنت سفيان بن أميه بن عبد شمس بن عبد مناف وه.

اسلام يې:

سعد رضي الله عنه د هغو مسلمانانو له ډلې څخه دی، چې څنګه د الله د نازولي پېغمبر محمد صلی الله علیه وسلم په پېغمبرۍ خبر شول، پرته له ځنډه يې هغه رښتونی وګاڼه او اسلام يې قبول کړ، ابوبکر، بي بي خديجه، علي او زيد رضي الله عنه له هغه مخکې وو، سعد په دې اړه وايي: (زه خبر شوم چې محمد صلی الله علیه وسلم خلک په پټه اسلام ته رابولي، پوی شوم چې الله راته د خير اراده کړې ده او خوښه يې ده چې د محمد صلی الله علیه وسلم په وسيله مې له تيارو څخه ايمان ته راوباسي، چټک ورغلم، په جياد دره کې مې وموند او د مازديګر لمونځ يې کړی و، مسلمان شوم او له ما يوازې ابوبکر، علي او زيد رضي الله عنهم مخکې شوي وو، د مسلمانېدو پر مهال يې عمر ۱۷ کاله و، دی وايي، زه په داسې حال کې مسلمان شوم، چې الله لا لمونځونه نه و فرض کړي.

د مسلمانۍ په اړه يې د مور دريځ:

سعد رضي الله عنه په دې اړه هم په خپله غږېدلی دی، دی وايي: (مور راباندې سخته ګرانه وه او ډېره نېکي مې ورسره کوله، کله مې چې له اسلامه خبره شوه، خپل ضد يې پيل کړ، ما ته راغله، راته يې وويل: ای سعده! دا دې کوم دين منلی چې د خپل مور او پلار له دينه يې واړولې، په الله قسم يا به ته دا نوی دين پرېږدې او يا به زه تر مرګه خوراک او څښاک ونه کړم، چې بيا دې په ما پسې زړه له غمه وچوي، په خپل دغه کار به سخت پښېمانه شې او ټول عمر به د خلکو له پېغور سره مخ يې). خو سعد چې په پوره عقل او اخلاص يې ايمان لرلی و، د خپلې ګرانې مور دومره کلک دريځ يې ايمان ته ذره زيان هم ونه دراوه، په دې اړه يې لږ سوچ هم ونه کړ، بلکې لکه له پخوا چې دې هر څه ته تيار وي، مور ته يې داسې ځواب ورکړ: (مورجانې، داسې ونه کړې، زه د هيڅ شي په بدل کې له خپله دينه نه اوړم)، مور يې له همدې سره خوراک څښاک پرېښودل او چې يو څو ورځې يې همداسې تېرې کړې، بدن يې ډنګر شو او له زوره ولوېده، کله چې سعد وليده، د خپل دين په اړه يې له تېر وار سختې خبرې ورته وکړې، (مورجانې، سره له دې چې له تا سره کلکه مينه لرم، خو له تا ډېر له الله او رسول سره مينه لرم، په الله قسم، که ستا زر ساګانې وي او يوه په بله پسې وځي، زه به دا خپل دين پرېنږدم)، مور يې چې کله د سعد دغه ثابت قدمي وليده، سره له دې چې زړه يې نه غوښتل، خوراک څښاک يې پيل کړ، او وروسته يې په اړه د لقمان سورت ۱۴م او ۱۵م آيتونه نازل شو.

ژباړه يې داسې ده: (موږ انسان ته له خپل مور او پلار سره د نېکۍ کولو امر کړی، مور ګرځاوه ده لره په سستۍ سره د بلې سستۍ له پاسه، او جلا کول د ده (له تي نه) په دوه کلونو کې دي، -او ويلي دي موږ انسان ته- چې شکر کوه زما او د خپل مور او پلار، يوازې ما ته د انسانانو راګرځېدل دي، او که دا مور او پلار په تا کوښښ وکړي، چې تا له ما سره د هغه څه شرک کوونکی وګرځوي، چې ته په هغې علم نه لرې، نو د دوی اطاعت مه کوه، او په دنيا کې ورسره غوره معامله وکړه، او په دين کې د هغه چا لاره ونيسه چې ما ته راګرځېدلي دي، بيا يوازې ما ته ستاسو راتګ دی، نو په هغه څه به مو خبر کړم، چې تاسو کول).

هجرت يې:

کله چې په مکه مکرمه کې پر مسلمانانو د مشرکينو ظلمونه ډېر شول، هغوی له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه وغوښتل، د هجرت اجازه ورته وکړي، په دې معنی چې اوس مکه پرېږدي، ځکه د قتال اجازه نه شته، مسلمانان کمزوري دي او مشرکان بې حده ظالم دي، له خپل دينه د مسلمانانو د اړولو لپاره هغوی ته سخت عذابونه ورکوي، خو دا چې مسلمانان خپل دين نه پرېږدي، نو له ظلمه د بچ کېدو په خاطر مکه پرېږدي، څو بل داسې ځای کې واوسېږي چې هلته بېرته له يوه زورور موقفه راستانه شي او د الله دين خپور کړي.

په همدې لړ کې سعد رضي الله عنه هم د نورو مسلمانانو په څېر مدينې ته ولاړ، مسلم په دې اړه په خپل صحيح کې له براء رضي الله عنه روايت کړی دی.

د عشره مبشره له ډلې څخه و: د ګران پېغمبر صلی الله علیه وسلم په ملګرو کې لس تنه په عشره مبشره مشهور دي، دا هغه صحابه دي، چې په خپل ژوند کې پرې د الله د رسول له لوري د جنتي کېدو زېری شوی دی، په دوی کې څلور نبوي خليفه ګان وو، او له دې ډلې يو هم سعد رضي الله عنه دی، امام احمد بن حنبل رحمه الله په خپل مسند کې په دې اړه يو حديث روايت کړی، چې د الله رسول صلی الله علیه وسلم وفرمايل: څوک چې له دې دروازې څخه لومړی داخل شو، هغه جنتي سړی دی، دغه لومړی کس سعد بن أبي وقاص و.

د سعد دعا قبلېدونکې وه:

د سعد په اړه کتابونه ليکي، چې د هغه ويشتل خطا نه تلل، کله به يې چې د جهاد پر مهال پر کفارو غشي وورول، بچ يې نه خوړ، همدا راز چې له الله جل جلاله به يې کومه دعا وکړه، الله به قبولوله، صحابه وايي، دا ځکه چې د دواړو جهانو سردار صلی الله علیه وسلم ورته دعا کړې وه، «ای الله! نښه يې سمه کړې او دعا يې قبوله کړې». ابن عساکر د تاريخ دمشق په ۲۰م جلد ۳۴۶م مخ کې ليکي: (سعد يوه ورځ يو تن وليد، چې طلحه، علي او زبير رضي الله عنهم ته شکنځل کول، سعد هغه منع کړ، خو دی غلی نه شو، سعد ورته وويل، ښېرې درته کوم!، هغه کس وويل: (ته خو داسې ګواښ کوې لکه پېغمبر چې يې)، سعد ولاړ، اودس يې وکړ او دوره رکعته لمونځ يې ادا کړ، وروسته يې لاسونه پورته کړل او دعا يې وکړه، چې الله! دغه تن داسې خلکو ته شکنځل وکړې، چې تا ته يې حال مالوم دی، الله دی د خلکو لپاره پند او نښه وګرځوه، لږ وخت نه و تېر، چې له يوه کوره اوښه راووته، هيڅ شي يې مخه نه شوه نيوی، د خلکو په منځ کې يې لار وکړه او تر دغه سړي ورسېده، له پښو يې ونيو او تر هغه يې راښکوده او واهه، تر څو يې چې ساه ووته.

سعد د اسلام په خاطر له هر چا مخکې وينه توی کړه:

د اسلام په راتګ سره د مکې د مسلمانانو او مشرکينو رشته وشکېده، مسلمانانو لکه څنګه چې د قران کريم حکم دی، هغه خلک پردي بلل، چې اسلام يې نه مانه او د پېغمبر صلی الله علیه وسلم دښمني يې کوله، چا دا نه ويل چې دا مې ورور، يا پلار يا هم بل څه خپلوان دی، نو بايد په اړه يې دريځ نرم او اساني وشي، بلکې د مسلمانانو يوه ورورولي او يو دښمن و، خو له دې امله چې لا جهاد نه و فرض او د جګړې اجازه نه وه شوې، مسلمانانو پر مشرکينو ستر يا کوچنی بريد نه کاوه، کله چې لمونځ فرض شو، مسلمانانو د مکې د مشرکينو له وېرې په لرې لرې ځايو کې په پټه ادا کاوه، سعد رضي الله عنه يوه ورځ له څو نورو ملګرو سره د مکې يوې درې ته ووت، هلته په لمانځه ولاړ وو، چې مشرکين پرې راغلل، هغوی د مسلمانانو دغه کار بد وګاڼه او بريد يې پرې وکړ، سعد رضي الله عنه چې په دغه وخت کې ښه ځوان هم و، غصه يې راوپارېده، خوا ته د اوښ د ژامې هډ پروت و، هغه يې راپورته کړ او يو مشرک يې په سر پرې وواهه، د مشرک له سره وينې روانې شوې او دا لومړۍ وينه وه چې له اسلامه په دفاع کې توی کړل شوه.

په اسلام کې لومړی غشی سعد وورولی:

د الله محبوب پېغمبر حجاز ته د عبيده بن الحارث رضي الله عنه په سريه کې سعد هم واستاوه، دوی هلته له مشرکينو سره مخ شو، نښته ونه شوه، خو سعد د کفارو پر لور يو غشی وورولی و، چې همدا په اسلام کې لومړی وار شوی غشی دی.

د پېغمبر پهره دار:

بي بي عائشه رضي الله عنها فرمايي، نبي عليه السلام يوه شپه ويښ پاتې شو، کله چې مدينې ته ورسېد، ويې ويل، کاش چې نن شپه مې له ملګرو يو نېک سړی څوکۍ وکړي، په دې وخت کې موږ د سلام ږغ واورېد، د الله رسول وفرمايل، څوک يې؟ ځواب وشو، زه يم سعد بن ابي وقاص، راغلم چې ساتنه دې وکړم ای د الله رسوله!، او پېغمبر ويده شو. بخاري ۲۸۸۵ او مسلم ۴/ ۱۸۷۵

د سعد غزاګانې:

سعد رضي الله عنه په ګڼو غزاګونو کې ګډون کړی، بخاري په ۷/ ۳۲۶ او ۲۷ کې په هغو صحابه و کې ياد کړی، چې په بدر کې يې ګډون کړی و، ابن الجوزي په تلقيح فهوم أهل البصر ۱۱۸ مخ کې ليکي، چې سعد په ټولو غزاګانو کې ګډون کړی، ابن الأثير د أسد الغابة په ۲/ ۲۹۰ مخ کې ليکي، چې سعد په بدر، احد، خندق او ټولو غزاګانو کې ګډ و او د احد په ورځ يې ستر ازميښت ورکړ.

د احد په غزا کې يې څه وکړل:

غيرتي او نه ماتېدونکي سعد د احد په غزا کې هم خپله کارنامه وښوده، کله چې جګړه ونښته، په لومړي وخت کې صحابه رضي الله عنهم تيت پرک شول، د پېغمبر صلی الله علیه وسلم په شاوخوا کې لږ کسان پاتې شو، سعد کلک ولاړ و او جنګېده، کله چې يې نبي کريم صلی الله علیه وسلم غشي وورول وليدل، ورته يې وويل: (ای سعده! وله، مور او پلار مې درنه قربان شه). سعد د ژوند په اوږدو کې په دې جمله وياړېده او ويل يې: (رسول الله صلی الله علیه وسلم هيچا ته زما په څېر دعا نه ده کړې)، دا چې مور او پلار دواړه يې ترې قربانول.

سعد د پېغمبر صلی الله علیه وسلم له وفات وروسته د نبوي خليفه ګانو په وخت کې هم په سترو جنګونو کې برخه اخستې ده، چې په هغو کې يو د قادسيې فتح وه.

د لښکر مشري:

د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم او لومړي خليفه ابوبکر له وفات وروسته د حضرت عمر د خلافت پر مهال کله چې فتوحات ډېر شول، له فارسيانو سره د مسلمانانو جنګونه راغلل، د رستم پهلوان نوم تر ننه يادېږی، دی له همغه وخت د کتابونو په ليکو کې پاتې دی، له دوی سره په جګړه کې امير المومنين عمر رضي الله عنه وغوښتل چې د لښکر مشري په خپله وکړي، خو د نورو اصحابو دا رايه وه، چې دا مشري بل چا ته ورکړي، عبد الرحمن بن عوف رضي الله عنه د سعد مشوره ورکړه، په همده سلا وشوه او سعد د مسلمانانو د هغه لښکر مشري په غاړه واخسته، چې فارسيان يې د قادسيې په ميدان مات کړل او بريا الله مسلمانانو ته ورکړه، په دې نښته کې بې شمېره کفار او د فارسيانو يو لوی پهلوان رستم ووژل شول، مسلمانان له دجلې تېر شول، مداين ته ورسېدل او هغه يې ونيو، سعد د کسری ماڼۍ ته ننوت، هلته يې د شکرانې په توګه الله جل جلاله  ته ۸ رکعته لمونځ ادا کړ، په دغې فتح سره الله جل جلاله د خپل ګران استازي يوه بله معجزه هم د هغه له مرګ وروسته ثابته کړه، د الله رسول د خپل ژوند پر مهال دا وړاندوینه کړې وه، چې د مسلمانانو لښکر به د کسری ماڼۍ هم فتح کوي، سعد کسری فتح کړه.

سعد په دې جګړه کې د جګړې د ډګر په توګه د قادسيې ميدان غوره کول يوه ستره کارنامه وکړه، په دې پرېکړې پورې څو مهمې خبرې تړلې وې، يوه دا چې قادسيه د يوه ستر خندق او يو غره تر منځ و، چې دې کار يې لښکر تر ډېره ساته، بل دا چې په دې ځای کې داسې طبيعي خنډ نن و، چې د بېرته راټولېدو په موخه د ده لښکريانو د راستنېدو پر وخت د هغوی مخه ونيسي او بل دا چې فارسيان يې له يوه طبيعي خنډ سره مخ کړي وو، چې هغه د فرات سيند و.

په جګړه کې هغه نورې غوره پرېکړې هم وکړې، د جګړې د پيل وخت يې ماسپخين مهال کړ، چې لمر د جنګيالو له سترګو اوښتی و، د جګړې په اوږدو کې يې خپل ټول ځواکونه څارل او چې به چېرته اړتيا وليدل شوه، تازه دمه جنګيالي به يې واستول، بل لور ته يې د شپې د عملياتو لپاره نظم نيولی و، چې همدې کار جګړه يوه پرېکنده پړاو ته داخله کړه.

سعد وروسته د عمر رضي الله د خلافت پر مهال د عراق امير هم پاتې شو، هغه هلته ډېر کار پيل کړ او ودانۍ يې وکړې، خو د کوفې خلک چې په بغاوت مشهور و، امير المومنين ته يې ګيله وکړه، چې سعد لمونځ ښه نه کوي، خو سعد خندل، چې زه د اسلام د پېغمبر په څېر لمونځ ورته کوم، لومړي دوه رکعته اوږده او وروستي دوه لنډ کوم، عمر رضي الله عنه دی مدينې ته وروغوښت، سعد ژر ورغی، کله يې چې بېرته کوفې ته لېږه، سعد وويل: (ايا داسې خلکو ته د ورګرځېدو امر راته کوې، چې هغوی ګمان کوي، زه لمونځ ښه نه کوم؟)، سعد غوښتل په مدينه کې پاتې شي.

سعد د عمر رضي الله عنه د شوری غړی و: کله چې د اسلام د دوهم خليفه عمر رضي الله عنه د وفات وخت شو، د نوي خليفه د ټاکلو لپاره يې شپږ تنو ته خبره پرېښوده،  په دوی کې يو سعد و، عمر د وفات پر وخت وويل، که سعد دا مسؤوليت پر غاړه واخست خو ښه ده، که بل چا واخست، له سعده دې مرسته وغواړي.

وفات يې:

سعد رضي الله عنه په ۵۵ هجري کال له مدينې منورې څخه نږدې ۵ ميله لرې په العقيق نومې سيمه کې په خپل کور کې وفات شو او عمر يې له ۸۰ کلو اوښتی و، په مهاجرينو کې دی وروستی سړی و، چې وفات شو، جنازه يې په جنت البقيع هديره کې خاورو ته وسپارل شوه. انا لله وانا اليه راجعون

ذبيح الله مسلم

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: