سره مورچک د پروستات سرطان علاج

په سرو مورچکو کې د کاپسیسین په نامه مواد ډېرې روغتیايي او طبي ګټې لري، چې د یوې نوې څېړنې له مخې دغه ماده د پروستات سرطان په علاج کې مرسته کوي، خو څرنګه؟

وايي سره مورچک ځکه ترخه وي، چې کاپسیسین مواد پکې موجود دي.

د امریکا کلیفورنیا پوهنتون او لاس انجلس سینای ېبي مرکز یوه څېړنیز پلاوي پر موږکانو د تجربې له لارې د پروستات سرطان پر غدې د کاپسیسین د اغېز په اړه یوه څېړنه ترسره کړې ده.

د پورستات غدې په اړه لومړۍ څېړنه پر حیواناتو شوې، چې بیا وروسته یې پر انسانانو هم عملي کېدل کره شي.

ددغې څېړنې پایلې ډېرې حیرانوونکې دي، ځکه چې په حیواناتو کې پړسوب پکې کم شوی او آن د سرو مورچکو په خوړو یې وزن پنځه ځلې کم شوی دی.

په څېړنه کې یوه ګډونوال زورن لیمان ویلي، کاپسیسین د پروستات غدې د سرطان د پړسوب او سرایت مخه نیسي.

دوی وايي، دغه مواد سرطاني غدې پخپله دې ته هڅوي چې یوه او بله له منځه یوسي.

خو پوښتنه دا ده چې آیا انسان څومره اندازه کاپسیسین ته اړتیا لري، چې له کبله یې د پروستات سرطان له منځه یووړل شي؟ دلته په دې څېړنه کې دې پوښتنې ته دقیق ځواب نه دی ویل شوی، خو که چېرې پر موږکانو ددغې څېړنې پایلو ته ځیر شو، هر ۹۰ کیلوګرامه وزن لرونکی انسان باید لس دانې ښه تریخ سره مورچک وخوري، خو ډېر کم خلک د لسو سرو مورچکو تاب لرلی شي.

په څېړنه کې یو بل پروفیسر فیلیپ کویفر سپارښتنه کوي، هغه کسان چې له ترخو مورچکو سره یې نه ده جوړه، باید د کاپسیسین له موادو جوړ شوي کپسول وخوري.

نوموړی وايي، د سرطان د مخنیوي په مخوه دغه کپسول باید د یوه مسلکي ډاکټر له مشورې پرته ونه خوري.
بي بي سي

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب