سرطان Cancer

سرطان Cancer:

یو ژوندی موجود هغه وخت خپل ژوند ته په ښه توګه ادامه ورکولی شي کله چې د ده د بدن ټولې حجرې له طبیعي قانون او مقرراتو سره سم خپل فعالیتونه لکه وده، تکثر او داسې نور سرته رسوي. بعضې وخت د بدن ځینې حجرې دغه قوانین ماتي او په خپل سره توګه ډیرښت کوي، آن تر دې چې په کوم جسم کې دا حجرې شتون لري د هغه د لمنځه وړو او مړینې المل کېږي. کله چې په حجرو کې د تکثر عمل ډیر چټک شي او د کنترول وړ نه وي.

دا کار د سرطانې حجرو د منځته راتګ سبب کېږي. د حجرو دغه غیر منظم او چټک وېش کیدای شي چې په ارثي توګه اخستل شوی وي او یا هم خارجي عوامل لکه اکسری او التراوایلټ شعاع ګانې، تمباکو، کیمیاوي مواد او ویروس ددې د رامنځته کیدو المل شوي وي. ډیری شواهد دا ښایي چې یواځي یو فکتور د سرطان رامنځته کیدو المل نه کېږي بلکې څو فکتورونه یوځای د یو حجرې د غیر منظم او چټک وېش المل ګرځي، چې د سرطاني حجرو د رامنځته کیدو المل کېږي.کله چې په هغه جینونو کې میوټیشن رامنځته شي کوم چې د حجروي وېش لپاره پروتین کوډ کوي نو دغه حجري بیا په نورمال ډول وېش نه شي کولی او د سرطان سبب ګرځي.سرطان د چنګاښ معنا لري. سرطانې حجرې کولی شي د وینې جریان او لمفاوي سیستم له الرې د یاد بدن نورو برخو ته داخل شي او حیاتي فعالیتونه مختل کړي.

په عادي ډول سرطاني حجرې د T حجرو په واسطه له منځه ځي، خو په ځینو وختونو کې د T حجرات نشي کولی هغه له منځه یوسي. نو له دې کبله د سرطان د ناروغۍ المل کېږي. د سرطان د ناروغۍ د درملنې لپاره زیات کوښښ شوی دی او اوس هم روان دي، مثال په دې وختونو ک ېد سرطان په ناروغۍ اخته یو شمېر خلک د جراحۍ د عمل یا د وړانګو او ځانګړو درملونو په واسطه تداوي کېږي. وړانګې او درمل د سرطاني حجرو وده ورو کوي.

 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب