منرالونه

منرالونه

د انسان بدن د ژوند د فعاليتونو د سرته رسولو لپاره منرالونو او عناصرو ته اړتيا لري. اوس اوس څڅنو ښودلې ده، يو شمېر منرالونو ته بدن ډېره اړتيا لري، چې کموالی يې په بدن کې د نامطلوبو اثرونو د منځته راتلو لامل کېږي. ځينې معدني توکي يا عناصر شته چې بدن ورته په لږه اندازه اړتيا لري. عناصر د اړتياوو له مخې په دوه ډلو ويشل شوي دي:

ډېر مصرفي عناصر:

هغه عناصر دي چې د بدن اړتيا ورته په ورځ کې له 100 ملي ګرامو څخه زياته وي؛ لکه: کلسيم، سوډيم، اوسپنه او فاسفورس.

لږ مصرفي عناصر:

هغه عناصر دي چې د بدن اړتيا ورته په ورځ کې له 100 ملي ګرامو څخه کمه وي؛ لکه: أيوډين او فلورين. کلسيم په څو بېلابېلو فزيولوژيکي عمليو کې برخه اخلي. د کلسيم لومړی رول د اعصابو پر فعاليت دی چې په دې اساس بايد په وينه کې د کلسيم د غلظت اندازه ثابته پاتې شي. ددې لپاره چې د اعصابو د ارامېدو د پوتانسيل اندازه خوندي پاتې شي او د عصبي جريان انتقال صورت ونيسي، لازمه ده چې د حجرې د چاپېريال په مايعاتو کې د کلسيم (2 +C a) د ايون د غلظت کچه يو ډول پاتې شي.

کله چې دا غلظت په زياته کچه کم شي په اعصابو کې په طبيعي ډول د فعاليت پوتانسيل منځته راځي. که چېرې دغه اعصاب د حرکي (لاس) اعصابو څخه وي د انقباض خرابوالی د هغې په عضلاتو کې منځته راځي. د لاس او م＀ عضلات داسې منقبض کېږي چې ګوتې يې کږې او شخې پاتې کېږي. که چېرې دغه عارضه د اوږد وخت لپاره ادامه وکړي د حنجرې عضلات منقبض کېږي، تنفسي مجرا بندېږي او وګړي د ساه د بندېدلو له کبله مري.

په عضلاتو کې د کلسيم شتون د هغې د انقباض د فعاليت د تحريک سبب ګرځي. په نورو حجرو کې هم کلسيم د ثانويه خبر رسوونکي په ډول عمل کوي. د کلسيم د ايون شتون د ځينو هورمونونو د عمل کولو په څرنګوالي کې اهميت لري.

همدارنګه ځينې انزايمونه او پروټينونه شته چې د کلسيم په موجوديت کې په سم ډول عمل کوي. کلسيم د هډوکو يو جزء دی، نو له همدې کبله په بدن کې يو مهم رول سرته رسوي. هډوکي په بدن کې د کلسيم مخزن دی او د حجرې د شاوخوا د کلسيم د اندازې په تنظيم کې مهم رول سرته رسوي.

په هډوکي کې د پام وړ فاسفورس هم شته. په بدن کې موجوده فاسفورس د فاسفېټ (PO4)  د ايون په بڼه وي. د انسان د وينې د فاسفورس طبيعي اندازه په 100 سانتيمترمکعب کې د 3 څخه تر 4/5 ملي ګرامو ترمنځ حسابېږي. زمونږ په بدن کې د کلسيم او فاسفورس اصلي سرچينې هغه خواړه جوړوي چې کلسيم او فاسفورس ولري. کله چې ددې توکو ايونونه بدن ته داخل شي کولمې، پ+تورګي او هډوکي په لومړۍ درجه د هغې غلظت د وينې په پلازما کې تنظيموي .

د نباتي حجرو په ترکيب کې غير عضوي مواد په ځانګړې توګه د معدني مالګو ايونونه موجود دي. غير عضوي ايونونه د اوبو د نفوذ او د ازموتيک فشار د منځته راتلو لپاره په حجره کې مهم رول لري، ځينې ددې ايونونو انزايمي فعاليتونه پوره کوي.‎⁨بدن

صافی

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب