سرطانطب

سرطان ناروغي څه ته وايي؟

سرطان د بدن د حجراتو نه کنټرولیدونکې ودې یا تکثر ته ویل کیږي. د بدن ساختماني واحد د حجرې پنامه یادیږي. د انسان د بدن حجرات د اړتیا سره سم تکثر کوي او د اړتیا د نه موجودیت په صورت کې په منظم ډول له منځه ځي، چې دا دواړه (د حجراتو تکثر او له منځه تلل) په منظم ډول او د انسان د بدن د اعضاوو د اړتیا سره سم تر سره کیږي. کله چې په دې دواړو حالتونو کې (د حجراتو تکثر او له منځه تلل) د بیلابیلو عواملو پر اثر بې نظمي حاکمه شي او په نتیجه کې د بدن حجرات له کنترول پرته تکثر وکړي او یا په منظم ډول له منځه لاړې نشي، دې حالت ته د بدن د همغه اړونده غړي سرطان ویل کیږي.

اوسمهال د سرطاني ناروغيو پيښې له غربي، شتمنو او صنعتي هيوادونه څخه د بيوزلو هيوادونو په لور د خپریدو په حال کې دي. په بيوزلو هيوادونو کې سرطاني ناروغۍ د ایچ آی وي، ملاریا او نري رنځ په پرتله د ډیری کسانو ژوند له ګواښ سره مخ کړی.

د سرطاني ناروغیو پیښې په نړیواله کچه د شلمی پیړۍ په وروستیو دیرشو کلونو کې دوه چنده شوې او داسی پتیل کیږي چې دا شمیره به تر 2020 کال پورې یوځل بیا دوه چنده شي او تر 2030 کال پورې به دری چنده شي. په څیړنو کې وړاندوینه شوې چې تر 2030 کال پورې به د سرطاني ناروغیو تشخیص شوې پیښې کابو 26.4 میلیونه ته ورسیږي چې له دې جملې څخه به 17 میلیونه کسان خپل خواږه ژوندونه له لاسه وکړي.

دې ناروغۍ ته ولې سرطان (کنسر) وايي؟

کله چې د لومړي ځل لپاره هیپوکرات (بقراط) چې یو یونانی طبیب وو او د طب د پلار پنامه یادیږي د یوه خبیثه تومور یوې غوڅې شوې سطحې ته متوجه شو چې ځنګاښ ته ورته شکل ېې درلود، له هغې وروسته ېې په دې ناروغۍ د کنسر چې یوه لاتینه کلمه ده او په عربي ژبه کې ورته سرطان وايي نوم کیښود.

د سرطان ناروغي ډولونه:

سرطان بیلابیل ډولونه لري او د انسان په هر غړي لکه سږي، مرۍ، معدې، کولمو، سینې، پوستکي، هډوکو، اعصابو،  پروستات، مثانې او داسې نورو کې کولای شي را منځته شي او پرمختګ وکړي.
د سرطان ځینې نور ډولونه په لاندې ډول دي:
• د مغزو سرطان،
• د رحم د غاړې سرطان،
• د پښتورګو سرطان،
• د وینې سرطان،
• د ینې سرطان،
• د تخمدانونو سرطان،
• د پوستګي سرطان،
• د خصیو سرطان،
• د رحم سرطان،
• د تایروید د غدې سرطان.

د سرطان عوامل:

د انسان د بدن په غړیو کې د سرطان را منځته کیدل بیلابیل عوامل لري چې ځینې ېې په لاندې ډول ذکر کیږي:
• کیمیاوي مواد،
• د الکولو زیات استعمال،
• محیطي زهري مواد لکه زهري مرخیړي او یو ډول نور زهري مواد چې د الفا توکسین پنامه یادیږي،
• د لمر تر وړانګو لاندې د ډیر وخت لپاره پاتې کیدل،
• ارثي ستونزې،
• چاغتوب،
• ډول ډول وړانکې،
• وایروسونه.

د دې ټولو عواملو سره سره تر اوسه پورې د ډیری سرطانونو کره علتونه نه دي پیژندل شوي. په نړۍ کې تر ټولو وژونکی سرطان د سږیو سرطان پیژندل شوی چې تر ډیره پورې ېې علت د تنباکو یا سګرټو استعمال په ګوته شوی دی.

د سرطان نښې نښانې:

د سرطان نښې نښانې د سرطان په ډول او موقعیت پورې اړه لري. د مثال په ډول، د سږیو د سرطان عمده نښې نښانې د ټوخي، سالنډۍ او د سینې د درد څخه عبارت دي. د کولمو په سرطان کې اسهال، قبضیت او په غایطه موادو کې د وینې موجودیت ډیر لیدل کیږي. د مرۍ په سرطان کې مریض د غذا د تیرولو په وخت کې مشکلات لري او په زیاتو حالتونو کې د درد سره یو ځای وي.

د سرطان ځینې ډولونه هیڅ نښې نښانې له ځانه سره نلري او په ځینو ډولونو کې لکه د پانقراض سرطان تر هغه په ناروغ کې د سرطان نښې نښانې نه لیدل کیږي تر څو ېې ښه ډیر پرمختک نه وي کړی.

لاندې نښې نښانې تقریبا د سرطان په ټولو ډولونو کې موجودې وي:
• د ساړو په اثر ريږدېدنه،
• د خستګۍ احساس،
• تبه،
• بې اشتهايي،
• ناراحتي،
• د شپې لخوا خولې کیدل، او
• د وزن بایلل.
تشخصیه معاینات:
د سرطان د تشخیص لپاره لاندې معاینات ډیر معمول دي:
• د سرطاني غړي د نمونې اخیستنه او معاینه،
• د وینې معاینات،
• د هډوکو د مغز د نمونې اخیستنه او معاینه،
• د وینې د حجراتو معاینات،
• سټي سکن، او
• ام آر آی.
د سرطان د ډول، موقعیت او اندازې تشخیص ډیر آسانه نه بریښي خو د دې سره سره د سرطان ډیری ډولونه د سرطاني غړي یا برخې د نمونې د اخستنې او معاینې پواسطه چې ورته په طبي اصطلاح کې بایوپسي ویل کیږي تشخصیږي. د سرطان د اساسي موقعیت او اندازې لپاره د سټي سکن معاینات ډیر اساسي رول لوبوي.

د سرطان تداوي:

د سرطان تداوي د سرطان په ډول او د هغه د پرمختګ یا انکشاف تر کچې پورې اړه لري. د سرطان د پرمختګ یا انکشاف کچه په دې معنی ده چې سرطان څومره وده کړې او آیا د بدن نورو اعضاوو ته هم خپور شوی او که نه. د دې فکتورونو په نظر کې نیولو سره د تداوۍ لاندې ډولونه ډیر معمول دي:
• جراحي عملیات او د سرطاني برخې لرې کول،
• سرطاني غړي یا برخې ته د شعاع ورکول،
• د سرطان ضد داروګانو استعمالول.

له دې سره سره، د سرطان بشپړه تداوي د سرطان په ډول او پر وخت تشخیص پورې اړه لري. کچیرې یو سرطان د هغه په ابتدايي مراحلو کې تشخیص شي کیدای شي ډیرې ښې پایلې ولرې او ناروغ ترې په بشپړه توګه شفا پیدا کړي.

د سرطان مخنیوی:

لکه څرنګه چې مخکې وویل شول، د ډیری سرطانونو اساسي علتونه تر اوسه پورې نه دي پیژندل شوي، خو د تنباکو پر استعمال کنترول، د الکولو په څښاک کې کمښت، د بدني فعالیتونو زیاتوالی، د صحي خوراکونو څخه استفاده کول، د کیمیاوی زهرجنو موادو او وړانګو څخه د ځان ساتل، د تور زیړي (چې په اوږده موده کې د ینې د سرطان سبب ګرځي) او انساني پاپیلوما ویروس (چې د رحم د غاړې د سرطان سبب ګرځي)  په وړاندې واکسین، منظم معاینات، د لمر د وړانګو په مقابل کې د بدن د پوستګي ساتل، او د سرطاني ناروغۍ په وړاندې د عامه پوهاوي رغنده ګامونه تر ډیره بریده د دې وژونکې ناروغۍ پیښې کمولی شي.

په کال کې یو ځلې یا دوه ځلې د بدن د عمومي معایناتو ترسره کول ډیر اړین بریښي چې په دې سره کولای شو سرطان په خپلو ابتدايي حالتونو کې کشف او په درملنه ېې لاس پورې کړو.

ډاکټر جاوید حبیبی

Tags

wasiweb Team

لیکوونکي : د وسیع ویب لیکوالي ټیم

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error:
Close
Close