یورانوس

د سپوږميو شمير:21 (د زیاتيدو په حال کې دي)
کتله: د ځمکې د کتلې 14.5 چنده
قطر: 31,763 ميله
کال:‌ د ځمکې 83.8کاله
ورځ: 17.2ساعته
د حرارت درجه: د فارنهایټ-280 درجې
له لمر څخه فاصله:‌ له لمر څخه7مه سیاره ده،1.8ميليارده ميله لريوالی لري.

يورانوس څه ډول سياره ده؟

يورانوس له لمر څخه اوومه سياره ده. دا سياره له لمر څخه د زحل دوه هومره فاصله لري. يورانوس هم د زحل او مشتري په څير يوه ګازي سياره ده خو د خپلې ګاونډۍ سيارې، نيپتون، په څير ځينې وخت له کنګل جوړه سياره بلل کیږي. دا ځکه چې د دې سیارې زياتره برخه له کنګل موادو څخه جوړه شوې ده. له دې کبله یورانوس د شمسي نظام د ټولو سيارو په پرتله سوړ اتموسفیر لري. د يورانوس سطحه زیاتره له هایدروجن ګاز څخه جوړه شوې ده خو يو څه هيلیوم هم لري. ګازي اتموسفیر د سيارې 25٪ برخه جوړوي. دا اتموسفیر طوفاني دی خو د زحل او مشتري هومره طوفانونه نه لري. له دې کبله د يورانوس سطحه دومره طبيعي جوړښتونه نه لري او يو نواخت ده.

هيښنده چورلیدنه

د يورانوس يوه ځانګړنه دا ده چې په څنګ چورلي. که تاسې لمر او د هغه چاپیره سيارې پر يوه جدول انځور کړئ و به وينئ چې ټولې سیارې د يوه چورلندي په څیر څرخيږي. خو يورانوس د تشلې په څیر رغړي. زیاتره ساينسپوهان په دې متفق دي چې د یورانوس ځانګړې چورلیدنه له دې سیارې سره د يوه بل سیاره – ډولي جسم د ټکر له کبله رامنځته شوې ده، چې د دې سيارې د مسیر د بدلون لپاره يې کافي ځواک درلود.

له ځمکې سره د يورانوس مقايسه

يورانوس له ځمکې سره ډیر توپير لري. دا یوه ګازي سياره ده او سطحه يې له ګاز څخه جوړه ده. په دې معنی چې پر سطحه يې دريدل نه کیږي. څرنګه چې يورانوس له لمر څخه ډیر لرې پروت دی، نو د ځمکې په پرتله ډیر زیات سوړ دی. له بله پلوه د لمر چاپیره د يورانوس د هيښنده چورليدنې له کبله د دې سیارې موسومي فصلونه له نورو سره يو مخ توپير لري. لمر د 42 کلونو لپاره د يورانوس پر يوه مخ ځليږي خو د 42 نورو کلونو لپاره بيا دا مخ تياره وي.

د يورانوس په اړه مو څه ډول معلومات ترلاسه کړي دي؟

یورانوس د لومړي ځل لپاره د يوه برطانوي ستورپوه ويليم هرشل William Herschel له خوا وموندل شو. هرشل يورانوس د يوه ټليسکوب په مرسته کشف کړ. له هرشل وړاندې فکر کیده چې یورانوس به کوم ستوری وي. له هغې وروسته چې بيا يورانوس ته لومړنی فضايي تحقیق وليږل شو په 1986 کال کې د ووياجر 2 فضايی آله وه. ووياجر 2 پخپله د يورانوس، د هغې د سپوږميو او د کړيو تفصيلی انځورونه راوړل.

your ads

د يورانوس سيارې په اړه په زړه پورې معلومات

يورانوس لومړنۍ سیاره ده چې د رومیانو د معبود پر ځای د يونانيانو د يوه معبود پسې نومول شوې ده. د يونانیانو په عقيده يورانوس د آسمان تر ټولو لوی خدای وو او له ځمکې مور سره يې واده کړی وو. دا سياره روښانه آبي وزمه شین رنګ لري چې دا رنګ په اتموسفیر کې له موجود ميتان څخه اخلي. يورانوس په سترګو لیدل کیږي. يورانوس هم د زحل په څیر کړۍ لري خو دا کړۍ نازکې او تيره دي. دا لومړنۍ سياره ده چې په معاصر وخت کې د ټليسکوب په مرسته کشف شوې ده.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب