د انسان د پیدايښت مراحل| د اسلام او قرآن اعجاز

د انسان پیدایښت:

پرالله (ج) باندې ایمان دانسان پام په قرآن کې دخلقت بیلابېلو بېلګو ته راګرځوی لکه آسمانونه، ژوی ، نباتات، انسان اونور اوله انسان نه غوښتل شوی چې په دې هکله ځیرنه  وکړی.

موږتاسو پیداکړۍ بیا ولی تصدیق نه کوی؟ (الواقعه ۵۷)
دقرآن اعجاز په بېلابېلو آیتونو کې ښکاره دی ځینو آیتونو داسې شیان یاد کړی چې په اوومه میلادی پېړۍ کې ناممکن ووڅو چې انسان پرهغو پوه شی. لکه :انسان له ټولې منی څخه نه بلکه له یوې برخې نه یې جوړشوی.

۱ـ دنرنطفه دماشوم دجنسیت ټاکونکی دی.
۲- دماشوم رشیم دیوې غواږۍ (حلزون) په څېر دمور پررحم نښلی.
۳-جنين په رحم کې دننه په درې تیاروکې وده کوی.

د منى څاڅکی Semen :

منى د مور دوجود په دننه کې خوځښت لری څو تخمې ته ورسېږی. ددوسووپنځوس میلیونو سپرمونو له ډلی څخه چې په منی کې شته یواځی  یوزریی دښځې تخمې ته چې دنېمی مالګې په کچه  وی ځان رسوی. دغه موضوع دقیامت په سورې کې یاده شوې ده.

آیا یوه نطفه له انزال شوی منی څخه نه وه (القيامه ۳۷).
په دې ځای کې وینو چې  الله (ج) روښانوی چې انسان له ټولې منی څخه نه بلکې دمنی له یوې لږې برخی نه جوړشوی. اودا هغه موضوع ده چې په شلمه پېړۍ کې روښانه شوې.

your ads

د مني مخلوط:

دمنی مایع یواځې دسپرمو درلودونکی نه وی بلکې دبېلابېلو مایعاتو یو مخلوط وی چې په خصیو اودپروستات دغدې په منوی کیسواودبولی مجرا په نورغدو کې موجود وی. چې تجزیه یی جوتوی چی هغو کې سپرم ، ویتامین سی ، کلسټرول، فلاوین، شکر ، دلیموجوهر، پروستاګلادین، فاسفولیپید فاسفيت، جست، هيالورنيديز اونورې اجزاوی وی.  دغه مایع بیلابېلې دندې لکه سپرموته دانرژۍ جوړول، درحم دخولې دسیمې دتیزابی چاپیریال خنثی کول ، دسپرم دحرکت لپاره دیوه ښویدونکې تګلوری جوړول اونورې لری.چې دغه موضوع په سلګونه کاله مخکې قرآن یاده کړې.

موږ انسان دمختلطې نطفې له اوبو نه خلق کړ (الانسان ۲).
اوپه یوه بل آیت کې دمخلوط جوهر نه دانسان پرخلقت ټینګار کوی:
هغه وخت مو دهغه نسل د یوې بیقدرې مایع له لنډیز یا جوهر څخه جوړکړ (السجده ۸).
دسلالې کلمه یعنې دیوه شی اساسی اومهمه برخه یعنی دهغه جوهر.

د ماشوم جنسیت:

تردې نژدی وختو پوری خلکو فکر کاوه چې دماشوم جنس دښځې له لوری ټاکل کېږی ( اوزموږیوشمېرخلک اوس هم په همدې باوردی) اوکله هم فکر کیده چې دواړه هم مور هم پلار دماشوم په جنسیت اغېزه لری. خو قرآن مجید روښانه کړې چې جنسیت دنارینه دمنی له څاڅکی نه نشأت کوی.

اوهغه دنارینه اوښځینه جفتونه پیداکړل دنارینه له نطفې نه چې توېږی. (النجم ۴۵-۴۶).
آیا په لومړی سر کې یوه نطفه دمنی له جنسه نه وه . بیا هغه نطفه تړلې وینه شوه اوپه پای کې یی جوړه اوپیداکړه اوله هغه نه یی دوه جنسه نر اوښځه مېنځته راوړل (القيامه ۳۷-۳۹).

دمالیکولیر بیولوژی اوجنتیک علم پرمختګ ددغو معلوماتو پرریښتینوالی داعتراف جوګه شوی دی . په شمله پېړۍ کې دا پوهه لاسته راغله چې دماشوم جنسیت دنر دسپرمو د حجرو له مخې ټاکل کېږی . دجنسیت دټاکلو عامل کروزمونه وی . شپږ څلویښت کروزومونه دانسان دجوړښت ټاکونکی وی چې له هغو ډلې نه یی دوه عدده دجنسی کروزومونو په نامه یادېږی. دغه جنسی کروموزمونه په نارینه وو کې Yو X او  په ښځوکې Xاو X دی (چې دشکل دورته والی په خاطر په دې حرفونو نومول شوی )  د X کروموزوم ښځېنه او د Y کروموزم دنارینه ځانګړتیاوې لېږدوی.

دیوه انسان یا یوه ماشوم نوی جوړیدل ددغو کروموزمونو ددوو دانو له یوځای کیدو نه چې په نارینه اوښځوکې دجوړې په توګه وجود لری صورت نیسی .دښځې جنسی حجره په دوو حجرو ویشل شوې چې هریوه   یی یواځې ښځینه ځانګړنې لری. په داسې حال کې چې د نارینه جنسی حجره کله چې ویشل کېږی دوه لوله بېلابېل سپرمونه جوړوی چې یو یی    د X کروموزوم اوبل یی د  Y کروموزم لری.کله چې دښځې هګې چې د   X  کروموزوم لری   د  X کروموزم درلودونکی سپرم سره یوځای شی ماشوم د  XX  کروموزومونه لری یعنې چې نجلی به وی . اوکله چې دښځې تخمه چې یواځې د X  کروموزوم لری کولای شی د  Y کروموزم درلودونکی سپرم سره یوځای شی چې ماشوم په دې توګه  YX  کروموزومونه وی یعنی هلک به وی.
نو دماشوم جنسیت دنارینه دسپرموله لارې ټاکل کېږی. په داسې حال کې چې په زیاتو ټولنو کې فکر کېده چې دجنسیت ټاکل دښځېه  له لوری وی .اوښځې دنجونو په زېږولو ملامتېدلې.
څوارلس سوه کاله مخکې قرآن دغه ناوړه دود  رد کړی اوداسې موضوع یی بیان کړه  چې موږ یی ایله اوس په حقیقت باندې پوه شوی یو.

هغه عقله چې په رحم پورې نښلی:

که هغو موضوعاتو ته چې په قرآن کې یادشوی ښه ځیر شو ډیرو مهمو موضوګانو باندې به پوه شو. کله چې دنارینه سپرم دښځې له تخمې سره یوځای شی دیوه ماشوم دجوړیدو بنسټ ایښودل کېږی . دغه واحده حجره دزايگوټ Zygote  په نامه یادېږی چې په دوام داره توګه تکثر کوی اودغوښې په یوه ټوټه چې درشيم Embryo په نامه یادېږی بدلېږی چې دغه پړاوونه دمایکروسکوپ له لارې لیدل کېږی.  دغه  رشيم آزاده نه پاتې کېږی بلکې ځان درحم پردیوال نښلوی اوپه هغه کې رېښې ځغلوی چې ښه کلک شی. اودهمدغو ریښوله لارې خوراکې مواد چې د ودې لپاره ډیراړین وی دمور له وینی نه اخلی.

بیا نو دا دقرآن یوه بله معجزه ده چې په رحم باندې د رشیم سریښېدوته اشاره کوی.

خلق الانسان من علق.
انسان یی له علق (تړل شوې وینې )نه جوړکړ. (العلق ۲).
د”علق” کلمه کله چې یو شی په بل شی ونښلی مانا لری دغه کلمه غواګی یا حلزون چې په نورو ژوو ځان نښلوی اودهغو وینه زبېښی په  مانا هم راغلې.
په ډاډمنه توګه د مور د رحم دتوضیح لپاره ددې کلمې کارونه یواځې دالله کلام کیدلای شی چې خالق دټولو کلمو دی.

پر هډوکو د عضلو پوښونه:

هغه مهم معلومات چې قرآن برابر کړی ، دمورپه رحم کې دودې پړاوونه دی.

بیا مو نطفه علقه کړه اوله علقې نه مو شلېدلې غوښه جوړه کړه اوله هغې شلېدلې غوښې مو هډوکی اوبیا مو پرهډوکو عضلی وپوښلې اوبیا مو یو بل خلقت رامېنځ ته کړ(المؤمنون ۱۴).
ام بريولوژى Embryology  داسې علم دی چې دمورپه رحم کې دماشوم دودې پړاوونه ترڅېړنې لاندې نیسی. تردې نږدې وختو پورې دامبریولوژی پوهانو فکر کاوه چې هډوکی اوعضلې یوځای جوړېږی ، په داسې حال کې چې میکروسکوپیکوڅېړنو وښودله  چې په قرآن کې شرح شوی پړاوونه بشپړدقیق اوسم ویل شوی اووروسته له ډېرې مودې پوهه وتوانیده چې دقرآن دا ویل شوی حقیقت درک کړی.لومړی له غوښې نه چې دټولو نسجونو یو مخلوط وی یو غضروف جوړېږی چې وروسته بیا په هډوکې بدلېږی ، بیا وروسته دعضلو حجرې جوړېږی اوپه هډوکو خورېږی اوهغه پوښوی.

یوه پوهنېزه خپرونه دانسان دتکامل په نامه داسې وایی:
“درشیم عمومی اسکلیت په اوومه اوونۍ کې دهډوکو په جوړښت سره څېره مومې اوبیا وروسته ډېر ژر دعضلو جوړښت پیلېږی .عضلې  بیا خپل سم حالت غوره کوی . دعضلو جوړیدل په اتمه اوونۍ کې واقع کېږی  ” . لنډه داچې دانسان د ودې پړاوونه څه ډول چې په قرآن کې روښانه شوی د ننی امبریولوژی موندنو باندی دتایید مهر ږدی.

د مور په رحم کې پړاوونه اوتیارې:

قرآن وایی چې ماشوم ددرې ګونو تیارو په پړاوونوکې پیداکېږی.
تاسو یی پړاوپه پړاو دمور په رحم کې پیداکړی په درې ګونو تیاروکې (الزمر 6).
درې ګونې تیارې یا(ظلمات ثلث) درشیم دودې په بهیر کې عبارت دی له : دبطن یا نس په جوف کې تیاره

درحم دننه تیاره
دماشوم دغشا په مېنځ کې تیاره
ننۍبيولوژى ښکاره کړه چې درشیم اوماشوم وده څه ډول چې په مبارک آیت کې یاد ه شوې په درې پوښونو کې کېږی. برسېره پردې پوهې جوته کړې چې هریو له هغو نه له درې پوړونو پوښونو نه جوړشوی.د بطن یا نس پوښ دپوستکی ، دپوستکی لاندې اوعضلو پوښونه  دی .

درحم پوښ دبهرنۍ برخې دعضلاتی برخې اودرحم دکورنۍ برخی چې رشیم په کې ځای په ځای کېږی جوړشوی دی. هغه پوښ چې ماشوم درحم په مېنځ کې په کې ځای په ځای شوی هم درې پوړه لری چې د  Amnion، Chorion و Decidua په نوم ونو سره یادېږی.

برسېره پردې پورتنی آیت کولای شی درحم په مېنځ کې دژوندانه درې پړاونوته اشاره ولری. چې دغه درې پړاوونه عبارت دی له : دوه نیمی لومړنۍ اونۍ یا درشیم دجوړیدو نه مخکینی پړاو، تراتو اوونیوپوری درشیم پړاو اوبیا تر زېږیدنې پورې جنینی پړاو.

۱- درشیم نه مخکې پړاو Pre-embryonic : چې دزایګوت په لومړی پړاو کې ترسیمېږی اودحجروپه یوه څانګه بدلېږی چې ځان درحم دیوال باندې نښلوی چې داحجرې په تدریجی توګه درې پوړه جوړوی.

۲- رشيمى پړاو Embryonic:  دغه پړاو پېنځه نیمی اوونۍ وی چې انساج اودعضویت بېلابېل غړی په مېنځته راتلو پیل کوی.

۳- جنینی پړاوFoetal: وروسته له اتمې اوونۍ نه وی چې په بشپړه توګه دیوه انسان له شکل سره ورته وی په داسې حال کې چې لومړی سر کې یواځې درې سانتی متره اوږدوالی لری دغه پړاو تر درې اوونیو پوری او دولادت تروخته پورې دوام م ومی.

دمورپه نس کې دماشوم دودې په اړوند معلومات یواځې دمدرنو وسایلو له لاری په څېړونو امکان وموند خو قرآن لکه نورې په سلګونه موضوع ګانې دغه معلومات ډیروړاندې روښانه کړی.

د نطفې د صدور لومړنی موقیعت:

اوپه بل آیت کې دنطفې دجوړیدو په هلکه فرمایی: له خوځېدونکواوبو څخه خلق شوی چې دملاتیراوپوښتیو له مېنځ نه راوځی(الطارق ۶-۷).
+++++++++

څوارلس پېړۍ مخکې دامبریولوژی علم نه وو اوددغو آیتونو په هدف سم څ وک نه پوهېدل . کله چې ماشوم دمورپه رحم کې وی خصیې دهلک په جنین کې اوتخمدان دنجلۍ په جنین کې هلته چې پښتورګې موقیعت لری ځای پرځای وی یعنی د ملا د تیر اود پوښتیو په تقاطع کې چې وروسته بیا خپل اصلی موقیعت ته یعنې لږڅه لاندې راځی .

خصیی د ملا د تیر اوپوښتیو له مېنځ نه درحم په مینځ کې په دریمه میاشت لاندې خواته خوځښت کوی اوپه ح وصله کی ځای نیسی. بیا له اوومې میاشتې وروسته لاندې راځی اودنس لاندینی جدار ته رسېږی اوپه نهمه میاشت دزېږېدنې وخت ته نږدې له نس نه دباندې په خپل اصلی ځای کی ځای نیسی. دقرآن دغه حکمت بله یوه معجزه ده.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب