اخلاقاسلام او ساینس

ساینس: «ناروا ګټه» برکت نه لري ځکه…

 

«حرام مال برکت نه کوي» دا خبره اوس ساینس هم له هغه وروسته ثابته کړه چې د انسان مغزو کې یې یوه برخه وموندله چې له کبله یې سړی حرام مال ته نارامي او غمګیني محسوسوي.

په دې موندنې سره، نزدې دی چې پوهان هغه تلپاتې پوښتنې ته جواب ورکړي چې:«آیا پیسې خوشالي اخیستلی شي؟» د پوهانو په وینا، ددې سوال جواب په هغه طریقه پورې تړلی چې ته یې ترې خپله دارایي ګټې؛ آیا روا طریقه ده که اخوادیخوا.

ګارډین اخبار کې خپره شوې څیړنه وایي: ددې نوې څیړنې له مخې چې څو پوهانو موندلې ده، هغه مال چې په نامشروعه لارو چارو ګټل کیږي، لږ رضایت سړي ته بښي، او همدا وجه ده چې زیاتره خلک پیسو ګټلو لپاره د نورو له استعمالولو کرکه کوي.

ددې څیړنې مشري د لندن پوهنتون د اعصابو متخصصې مولي کروکیټ کړې ده، او آخر کې یې دا موندلې چې نتیجې پخلی کوي چې «مال په دغسې حالت کې هغومره جذاب نه وي».

خو تجربې عین حال کې داسې پایله وموندله چې د ټولنې د خلکو ترمنځ اخلاقي سموالي کې تفاوت/توپیر ښیي، او هغه داسې چې ځینې خلکو هغه مالونه چې د مجهول شریک د زیار بدل کې ګټلی، همغومره خوند ورکوي لکه چې هیڅ چې یې نه وي ګټلي.

د نیچر نیوورساینس Nature Neuroscience مجلې دا تجربه چې په ۵۶ جوړو ترسره شوې ده، خپهر کړې او د تجربې سوال دا وه چې: «آیا غوره ګڼې چې تاته د بریښنایي شارتونو درکولو بدل کې پیسې درکړل شي، او که دا غوره ګڼې چې ستا په ځای بل څوک دغه درد وګالي؟».

تجربه وایي چې جوړو(ښځې او میړه) ته د ټاکونکي واک په غیرمرتب شکل ورکړل شو، داسې چې د اولني دنده دا وه چې په دوه وو کې یوه غوره کړي: یا د ۱۰ ټکانونو بدل کې ۱۰ ډالره، یا د ۲۰ ټکانونو بدل کې ۱۱ ډالره؟

ډاکتره مولي شرحه کوي چې« مونږ کولی شو هغه مال قیاس/اندازه کړو چې دوی یې د برق ټکانونو ته د بل د بدن ورمخته کولو مقابل کې ترلاسه کول غواړي، او د هغه مال قیمت چې دوی د برق ټکانونو ته د خپل بدن ورمخته کولو مقابل کې ترلاسه کول غواړي، او بیا د دواړو قیمتونو ترمنځ فرق حساب کړو».

په اوسط کې خلکو ناپيژانده شریک ته د جزا ورکولو لپاره د یوه ټکان بدل کې ۱۷ ډالره وغوښتل، خو دوه په درې برخه ګډون کوونکو د قربانۍ له جذبې لاس واخیست او د ځان په ژغورلو یې زیاته توجه وکوله.

ټاکونکو به د غوراویو ترمنځ غوره کول کړل حال دا چې دوی د مقناطیسي زنګ په واسطه د عکاسۍ ماشین کې دننه ملاست ول، او له دې څخه ددوی مغزو کې داسې شبکه کشف شوه چې د پلان جوړلو په زړي مشتمله وه، او دا برخه د مغزو دننه ده چې د قیمتونو د حسابولو په عملیو کې «بنسټیزه پرزه» پیژندل شوې ده.

د مغزونو عکاسۍ عملیاتو داخلي ارزښتونه کشف کړل چې هر کس له ټکانونو د ځان ساتنې او د جوړې ژغورنې لپاره تخصیص کړې وه، او د مغزو دا فعالیت هغه غوراویو سره بیخي زیات ورته والی لره کوم چې په تجربه کې غوره کړل شوي ول.

او دا ښکاره شوه چې مغزونو کې بله برخه چې « د ټندې نیم څنګ پوښ» بلل کیږي، هغه مهال د ګناه احساس غښتلی کوي چې کله د پیسو ګټلو لپاره بل کس ته د ضرر رسولو پریکړه کوي، چې نتیجه کې یې د ګټې د قیمت احساس کموي؛ ځکه دا کار اخلاقي احساساتو سره ټکر لري. او د مغزونو دا برخه په داسې آزموینو کې چې کوم کس د لږ کټې لپاره دردونو ګاللو ته ورمخ کیږي زیاته فعاله وه.

د آکسفورډ پوهنتون اوسنۍ موظفه ډاکتره مولي وایي« داسې مالومیده چې ترټولو بد انتخاب/غوراوی دا وه چې سړی د لږ ګټې لپاره بل کس ډیر درد ګاللو ته ور وړاندې کړي».

هغې زیاته کړه« په هره طریقه چې وي، دا مالومه شوه چې د ۱۰ ډالرو بدل کې ۲۰ ټکانونه ورکول له هغه ډیر بد وه چې ۲۰ ډالره د ۲۰ ټکانونو مقابل کې ورکړي».

خو څیړونکي نن سبا حقیقي ژوندانه ته په نزدې سیاق کې د «اخلاقي پریکړې جوړیدلو» د څیړنې هیله لري؛ ځکه وروستۍ څیړنه کې په ښکاره ډول د تور او سپین ترمنځ د غوره کولو انتخاب/غوراوی ایښودل شوی وه.»

د اعصابو د متخصصې مولي په وینا، زمونږ ورځنی ژوندون «په هغه مسائلو کې چې زمونږ ګټو مقابل کې یې د نوروخلکو  ګاللو پورې تړاو لري ډیره زیاته خړه برخه لري. او په دغه خړه برخه کې، زیات اخلاقي ټیټوالی پیښیږي. له دې کبله غواړو پوه شو چې دغه پولې چیره دي».

ژباړونکی: روښان «سباوون»

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: