د قرآنکريم په اړه هېښنده حسابي واقعيتونه

ډاکټر طريق السوادان په قرآنکريم کې داسې آيتونه موندلي چې ښيي يوه موضوع له بلې سره برابره ده، مثلاً سړى برابر دى له ښځې سره.

که څه هم دغه مسئله د صرف او نحوې له اړخه ستونزه نه لري خو هېښنده رښتياتوب دا دى چې د هغو وارونو شمېر چې د سړي کلمه په قرآنکريم کې ليدل کېږي ٢٤ ځله او د هغو وارونو شمېر چې د ښځې کلمه په قرآنکريم کې ليدل کېږي  هم ٢٤ ځله دى، په پايله کې، دغه عبارت نه يواځې له ګرامري اړخه سم دى، بلکه د رياضي له اړخه هم په بشپړ ډول بې ستونزې دى، يعنې ٢٤=٢٤.

د بېلابېلو آيتونو په ډېر لوستلو سره، هغه موندلې چې دا مسئله د ټولو هغو څيزونو په اړه چې په قرآنکريم کې ذکر شوي، دغه له هغه سره برابر دى، صدق کوي. هغو ټکو ته چې په قرآنکريم کې يې د کارېدو وارونه ذکر شوي، وګورئ:

دنيا 115\ آخرت 115
پرښتې 88\ شيطان 88
ژوند 145\ مړينه 145
ګټه 50\ زيان 50
ملت (خلک) 50\ پيغمبران 50
شيطان11\ د شيطان له شر څخه پناه غوښتل 11
مصيبت 75\ شکر 75
صدقه 73\ رضايت 73
غولېدلي (ګمراه شوي) 17\ مړي (مړه خلک) 17
مسلمين 41\ جهاد 41
سره زر 8\ هوسا ژوند 8
جادو 60\ فتنه 60
زکات 32\ برکت 32
ذهن 49\ نور 49
ژبه 25\ موعظه (خبرې، خطاب) 25
هيله 8\ ډار 8
روښانه خبرې کړل (وينا) 18\ تبليغ کړل 18
سختي 114\ صبر 114
محمد (ص) 4\ شريعت (د حضرت محمد (ص) لوست) 4
سړى 24\ ښځه 24

همدارنګه هېښنده ده چې په قرآنکريم کې د لاندينيو ټکو د تکرار وارونو ته وګورو:
لمونځ 5، مياشت 12، ورځ 365
سمندر 32، ځمکه (وچه) 13
سمندر+ وچه = 45=13+32
سمندر=%71.111111=100 × 45/ 32
وچه =%28.888889=100×45/13
سمندر+ وچه = %100

بشري پوهې په وروستيو کې ثابته کړې چې د ځمکې د کرې 71.111% اوبه  او 28.889% وچه ده.
آيا دا ټول ناڅاپي دي؟
پوښتنه دلته ده چې چا حضرت محمد (ص) ته دا ښوولي دي؟ قرآنکريم هم دقيقاً همدا بيانوي.

انبيا ژمن

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب