آیا سپوږمۍ د ځمکې مدار څخه وتونکې ده؟

څیړنه: د ځمکې پر مخ ژوند له ګواښ سره مخ دی

مونږ تل دا پتیلې ده چې سپوږمۍ د ځمکې په مدار کې ده خو دا حالت به تر کله دوام وکړﺉ ؟ د میخانيکي انجنیري د څیړنو مرکز مشر جینادي رایکونوف وايي چې سپوږمۍ به تدریجي ډول د ځمکې مدار پریږدﺉ او یوه خپلواکه سیاره به شي چې په پایله کې به د ځمکې چاپیریال د ژوندکولو له وړتیا څخه ووځي. رایکونوف وايي چې ځمکه به د عطارد په شان چې یو وخت د زهرې په مدار پورې تړلې وه د ژوندانه کولو له وړتیا ووځي.

نوموړي دا خبره په لیبورګت کې د هوايي تماشو په ترځ کې د دې سوال په مطرح کولو سره چې آیا دا شونې ده چې ځمکه د عطارد په په شان یوه بې خونده اتومسفیر او ډیر فشار ولري ؟ وویل، ده زیاته کړه چې “سپوږمۍ هر کال د ځمکې له مدار څخه لري کیږي او که چیرې د دې عملیې معکوس حالت چې مدار ته نږدېوالی دی رامینځ ته نشي نو سپوږمۍ به د ځمکې له مدار څخه ووځي”. په دې هکله څیړنې رواني دي چې آیا ځمکه به خپل نورمال حالت له لاسه ورکړي او که دا شوني وي نو د مخنیوي لپاره یې څه باید وشي. اوسمهال سپوږمۍ د ځمکې په مدار کې د یوه بیضوي په محیط د ساعت د عقربې پر خلاف د 1.02 کیلومتره په ثانیه کې چټکتیا سره را څرخيږﺉ. د مسکو دولتی پوهنتون پروفیسور سرګي پوپوف هم دا خبره منلې ده چې سپوږمۍ د ځمکې له مدار څخه د لري کیدو په حال کې ده او دا لرې والی ۳۸ متره په یوه کال کې ده، خو دی داخبره هم کوي چې دا لرې والی ډیر کم دی او همدارنګه سپوږمۍ نشي کولای چې په بشپړه توګه د ځمکې مدار پریږدﺉ ځکه چې بله د انرژي چینه نه لری.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب