روژه کې د تندې لپاره د سبزیجاتو او میوو ګټې

له یوې خوا ګرمې او له بله پلوه روژه خلک ورخطا کوي. خو د تندې د مخنیوي لپاره موږ اړ یوو چې له یو شمیر خاصو میوجاتو او سبزیجاتو څخه استفاده وکړو.

هر هغه میوې او سبزي چې په زیاته اندازه اوبه ولري، هومره د تندې مخه نیول کیدای شي.

۱ـ هندواڼه: هندواڼه شاو خوا ۹۰ سلنه اوبه لري. که په پیشنمي کې هندواڼه وخوړل شي، نو باور دادی، چې سبا ورځ به انسان ډیر تږی نه وي. هندواڼه د وجود اوبه پوره کوي.

همدارنګه هندواڼه ویټامین ای او ویټامین سي لري، چې د سرطان او د زړه د ناروغیو د رامنځ ته کیدو مخه نیسي.

۲ـ خربوزه یا خټکی: خټکی د وینې لوړ فشار کنټرولوي او د انسان وزن کموي.

مالټا، انګور، او لیمو د خولې خوند برابروي او انسان ځوان او سالم ساتي.

بادرنګ، ګازرې، سلاد او نعناع په شمول یو شمیر نورې سبزیانې هم د انسان د وجود اوبه زیاتوي او د بدن د تودوخې درجه زیاتیدو ته نه پریږدي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب