د تورو او شنو چایو څښل څه ګټه لري؟

 چای  د انسانانو په ژوند کي هغه ټاکلې د څښلومایعوی ماده ده،چه په نړۍ کي د څښلو        لپاره ډیره کارول کیږي.په افغانستان کي هم شین اوتور چای په زیاته پیمانه سره څښل کیږی او د څښلو طرفداران یئ هم خورا ډیر دي. زمونږ په هیواد کي په سلو کي ۹۹٪ فیصده وګړي دتورو او شنو چا یو د څښلو څخه کا ر اخلي. د چایو اصلی نوم دچینای ژبی څخه اخیستل شوی دی، او د چایو دتولید هیواد هم جنوبی چین دی. چه همدغه نوم زمونږ دهیواد د خلکو په منځ کي هم د چای په نوم سره یادیږی او دا نوم یی ځانته غوره او خپل کړی دی .      

دا ځکه چي په افغانستان کي چای د یوې پیژندل شوی عنعنوي او دودیزي وسیلي په تو ګه له پخوانیو وختونو نه مونږ ته را پا ته دي او په هر کور کي د تور او شیننې چای څښل یوه عامه عادی هراړ خیزه سپارښتنه او ضرورت دی ،کوم چه د هیواد په هر ګوټ او ځای کي د میلمه پالنې ښکاره او څرګنده پیرزوینه بلل کیږی.    

ما ددي ګټور بوټی په باره کي د نړۍ دانسانانو داوسیدونکو د چاپیریال په مختلفو برخوکي د مسلکي پوهانو او   متخصیصینو دنظریوپه ملتیا سره خپل څیړه نیز مالومات پیل کړه چه دادی اوس یی ستاسو سره په ګډه ګورو او ور باندی ږغیږو. چه چای څه شی او دانسان بدن ته څه ګټه رسوی. 
د څیړونیزو مالوماتو له مخي په ټوله نړۍ کي د اوبو نه وروسته چای د څښلو دوهمه وسیله ده چه ډیر خلک یی د څښلو څخه خوند اخلې.هر کال په نړۍ کي دری میلیارده کیلو ګرامه چای تولیدیږی د ټولی نړۍ دهیوادونو په پرتله دجاپان وګړۍ په سلو کی ۸۰٪ فیصده د شنو چایو د څښلو څخه کار اخلي. د چایو څښل بدن ته ډیره ګټه لری او د ډیرو خطرناکومرضونو د مخنیوي لپاره ددرملنې او تداوی په زړه پوری دارو اودرمل بلل کیږی.      

چای دتورواو شنو په نا مه سره پیژندل کیږي او دواړه دیوه شنه بوټی پواسطه د ځمکی پرسر کرل کیږی او بیا د تولیدی انکشاف د پرمخ تللي مرحلې د تیریدو نه وروسته د څښلو لړۍ ته وړاندی کیږی.دتورو او شنو چایو

بیلوالی په دی کی دي چي د شنو چایو پاڼو ته لمړی جوش ورکول کیږی او بیا وچیږی ولي د تورو چایو پاڼی بیله جوشه وچیږی او کله کله د شیمیایی موادو رنګ ور ګډیږي او بیا د څښلو لپاره تیاریږي. دچایو د تولید هیوادونه چین، جاپان، هند ، تر کیه او داسی نور دی چه لویه برخه یی په چین کي کرل کیږي.                              

your ads

چای په دوه ډوله دي : تور چای او شين چا

شین چای :                                                             

شینې چای د څښلو هغه ټاکلې ماده ده، چه د اړ تیا وړ کسان یی ورځ په ورځ زیاتیږی او د ښي روغتیا زیری پکښی نغښتي دی. ددي چای د څښلو وړ کسان د شنو چایو په څښلو کي ډیری ځانګړۍ ګټې ویني. د شنوچایو

څښل کله د عسلو سره کله د بوری او کله هم د نورو شیرنیو سره څښل کیږی.د ځینو مسلکي پو هانو په اند شینې چای دخطر ناکو مریضو لکه دسرطان د ناوړی مریضی د کمولو لپاره ددرملنې یوه په زړه پوری ښه نسخه ده او هم دارنګه د کولوسترول په را کښتکولو کي هم د پام وړ مرسته کوی. او دزړه د حجراتو د ویجاړولو او خرابولو په مخنیوی کي هم ښه مرسته کوی. شینې چای سړی ځوان ساتي او د اوږده عمر د ضمانت یوه ښه هیله او نښه هم ده.د شنو چایو په څښلو کي لاندی ګټی مو جودی دی :

   ۱:شین چای د وزن د کمولو لپاره په زړه پوری در مل دي .                                                                    

۲ : دزړه د ناروغي او کولوسترول د کمولو لپاره ښه دارو دي .                                                        

 ۳: شین چای د چاغوالي د مخنیوی لپاره ډیره ښه وسیله ده چي د سرطان او دزړه د حجراتو او دماغی سلسلو د مختلفو ناروغيودمخنیوي لپاره په زړه پوری مرسته کوي.                                                      

 ې شین چای د بدن د پوستکي او دبندونو د پاړسوب او روماتیزم په مخنیوی کي هم اغیزمن تما میږي او دنفس تنګي او ساه کښلو په ستونځه کي هم مرسته کوی چي د غوږونو د عفونیت ستونځه را کموی او د اوریدو لوسلسلی تقویه کوي.فکری او مغزی ګډوډتیا ورکوی او دغاښو دمکروبونو په ویجاړولو کي مرسته کوی.        

 ۵ : شین چای د ډیرو مضرو او خطر ناکو مکروبو او باکتریاوو سره ښه مقابله کوي کوم چي د خولی له لاری د التهاب او دغاښونو د خرابیدو لامل ګرځي .                                                                               

   ۶ : شین چای دفکری خرابی عصبی ا حساس د کمولو لپاره ډیر اغیز من تمامیږی او د ارامیت روغه فضا منځ ته را ولي او همدارنګه د هډوکو د تقویوی غښتلیا او پیا وړیتوب د ساتلو لپاره ښه مرسته کوی .                    

 ۷ :  شین چای دغوړو اووازګینو حجراتو د ګلو ګوز خوځښت په ټپه دروی او دشکری د ناروغي لپاره د وینی جریان د کنترولولواو دمغزی حافظی په پیاوړتیا کی ګټور او اغیز ناکه رول لوبوی او دروغتیا یو مهم اړخ دی.

تور چای :

تور چای زیاتره په غربی هیواد کی ډیر څښل کیږی چي په خپل ترکیب کي داسي مواد لری چه د انسان په بدن کی د غذایې موادو د هضمولوپه برخه کی مرسته کوی. تور چای د احتراق عمل ته تیزوالی ور بخښي او د چاغي خنډ ګرځي. علمی تحقیقاتو ثابته کړیده چه تور چای د هډوکو د پاړسوب حالت کموی او دهغه مخنیوی کوی. تور چای د خولی د ساری ناروغي د مخنیوی لپاره هم ګټوری او اغیز مني ښیګڼی لری.                            

د څیړنیزو مالو ماتو له مخي تور چای زړه ته قوت ور کوي او د بدن دغوړتیا او چربیو مخنیوی کوی. دمغزی سلسلي آرامتیا تسکینوی او مختلف وایروسونه او مکروبونه له منځه وړي.                                       

تور چای دشنو چایو په نسبت په نړۍ کي ډیر څښل کیږي. په تورو چایو کي بیلابیل تر کیبی مواد ګډیږی چه د ډول ډول میوو اوبه د چایو سره تر کبیږی او بیا یوځای د څښلو لپاره آماده ګیږی. دڅیړونیزو تحقیقاتو پلټنی دا په ډاګه ثابته کړی ده چه چای د انسان بدن ته دیر ګټی رسوی. ستومانی او ستړیا له منځه وړي د روانی او عصبی احساساتو دکهالت د نا منظم حالت انګیزه ورکوی،او دیوی سالمي روغتیا زیری پکښي نغښتی دي. چای دمجلس او دوستانو دخبرو اترو پر محال یوه ځآنګړۍ وسیله ده چي د میلمه پالني او کورودانې یوه په زړه پوری ډالۍ ده چه دخوند او لذت نه پرته فکری سالمتیا هم ور سره ملګری ده. ددي ټولو مالوماتو له مخي شین او تور چای دروغتیا او آرامتیا لپاره یوه ډیره په زړه پوری وسیله ده چه انسان ته دهوساینې سالمتیا زیری ور کوی. چه خوند او لذت پکښی پروت دی. نو ځکه ددی کټور بوټی څخه مونږ ته د چایو په نا مه دغه نوم را پا ته دی او مونږ یی وڅښلو ته تیاریوو. تاسو ته هم دشنو اوتورو چایو د څښلو په هیله.                                                       

اخځونه  :  بهرنې رسني او بیلابیل نشرات

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب