د کچالو زیات استعمال مو په دغې مهلکې ناروغۍ اخته کولی شي

د انسان بدن له یوې ځانګړې موازنې سره خلق شوی چې له همدې امله د هر ډول حتی ګټورو موادو له اندازې زیاتیدل یا لږوالی انسان په مختلفو ناروغیو اخته کوي.

کچالو یو له هغو خوړو څخه دی چې ډیر خلک يي خوښوي خو په جاپان کې ترسره شوې نوې څیړنې ثابته کړې چې د دغې خواړه له اندازې زیات استعمالول انسان د شکر په ناروغۍ اخته کوي.

د اوساکا ښار د سرطان او زړه د ناروغیو څخه مخنیوی په څیړنې کې ثابته شوې چې د کچالو زیات استعمال او خوړل انسان په دوهم ډول شکر اخته کولی شي.

په دغې څیړنې کې ویل شوی چې په اونۍ کې اوه ځلي او یا له هغې څخه زیات د کچالو استعمال د انسان په بدن کې د شکر د ناروغۍ خطر تر ۳۳ سلنې زیاتولی شي.

څیړوونکي وايي چې کچالو باید په اونۍ کې څلور ځلي هم استعمال نشي ځکه چې دغه اندازه استعمال يي هم ۶ سلنه د شکر د ناروغۍ خطر زیاتوي.

د څیړوونکو په وینا د دغې څیړنې په پایله کې ثابته شوه چې چپس او فرنچ فرایز د کچالو څخه د لاسته راغلو خوړو هغه ډولونه دي چې تر ټولو زیات د شکر د ناروغۍ خطر زیاتوي.

د څیړوونکو په وینا په اونۍ کې درې ځلي د کچالو پر ځای وریجې، غنم یا جوارو له استعمال سره د دوهم ډول شکر خطر تر ۱۲ سلنې کمولی شئ.

د روغتیايي کارپوهانو په وینا په کچالو کې نشایسته ډیره زیاته او فایبر، ویټامینونه او منرالونه په لږه اندازه شتون لري چې له همدې امله د شکر د ناروغۍ لامل ګرځي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب