مرۍ ته د معدې تېزاب راپورته کېدل

مري له معدې څخه د یوه وره (sphincter) په وسیله جلا شوې ده. دغه ور له مرۍ څخه مواد پرېږدي چې معدې ته لاړ شي خو له معدې څخه یې بېرته نه راپرېږدي چې پورته لاړ شي. هر کله چې دغه ور سستېږي او پلې یې پوره نه سره ورځي، د معدې تېزاب مرۍ ته خېژي او هلته د سوي سبب کېږي. پخپله د معدې دېوالونه له ننه خوا داسې پوښ لري چې تېزاب ورباندې اثر نه شي کولای خو په مرۍ کې بیا دغه پوښ نشته، په همدې وجه سوی کوي. دا ناروغي نسبتاً عامه او په افغانستان کې نسبتاً ډېره عامه ده او دلیلونه یې زموږ په دودونو، اقتصادي وضعیت، کلتور او عادتونو کې دي. د معدې د نورو ناروغیو په شان دا هم په روژه کې زور اخلي.

د ناروغۍ نښې نښانې:

په مرۍ کې د سوځېدو احساس، خولې ته د تروشو اوبو یا د خوړو بېرته راتلل، په ستوني کې د ډکوالي احساس، ځنډمنه ټوخلي. دا ناروغي د شدت په لحاظ په څو درجو وېشل کېږي. په کمه درجه کې یې دا نښې نښانې کله کله لیدل کېږي خو په شدیده درجه کې یې ډېر کله. نښې نښانې معمولاً هله لا سختېږي چې څوک تروه شیان (لیمو، نارنج، اچار، سرکه)، ډېر غوړ، ډېر سره کړي شیان، او یا ډېره خواږه شیان وخوري. د معدې او مرۍ تر منځ ور ولې سستېږي؟

که معده له حده زیاته ډکه شي، دېوالونه یې سره لرې کېږي او دغه ور هم د دېوالونو په پاسنۍ برخه کې لګېدلی دی، نو د وره پلې بهر خوا ته کش کېږي او د تړل کېدو په وخت کې پوره نه سره ورځي. له بلې خوا د معدې زیات ډکېدل، د معدې داخلي فشار زیاتوي. دغه فشار د وره پلې پورې وهي او چوله په کې پیدا کوي.

۱ ـ له خوړو وروسته سم لاسي څملاستل یې بله وجه ده. په ناست یا ولاړ حالت کې د ځمکې جاذبه د معدې محتویات کښته خوا ته راکشوي او پورتنۍ خوا یې له فشاره نسبتاً خلاصه وي. خو که څوک څملي د جاذبې قوه د معدې محتوي په افقي یا هواره کرښه کې برابروي نو بیا هم د معدې او مرۍ ترمنځ ور تر فشار لاندې راځي. بهتره ده چې تر ډوډۍ وروسته اقلاً یو ساعت له څملاستو ډډه وکړو.

زموږ اکثره خلک د کوټې پر غولي ډوډۍ ته پلتۍ وهي خو غربیان بیا مېزونو ته پر چوکیو کېني. زموږ د ډوډۍ خوړلو طریقه مناسبه په دې نه ده چې پر ځمکې د ناستې پر مهال پر نس باندې فشار زیاتېږي. په دې حالت کې ساه اخیستل هم سختېږي او معمولاً له ډوډۍ سره هوا هم معدې ته تېرېږي، همدا وجه ده چې زموږ خلک نسبتاً ډېر ټېغونه وهي. د پرتوګاښ یا ملاوستني ټینګ تړل او د تنګو جامو اغوستل پر خېټې او معدې باندې اضافي فشار تحمیلوي. نو ښه به دا وي چې د خوراک په وخت کې نسبتاً ازاد کالي واغوندو. غربیان د اصلي (درې وخته) خوړو تر منځ سپک شیان خوري (snack) نو د ډوډۍ په وخت کې بیا لوږې دومره نه وي ځپلي چې ډوډۍ په بېړه وخوري او معده تر خولې پورې ډکه کړي. خو زموږ خلک دا رواج نه لري.

موږ ډوډۍ، سابه، مېوه، اوبه، تروې او هرڅه چې مو لاس ته راشي، په یوه وار پر دسترخوان ږدو او نسونه ډکوو. بهتره ده چې میوه او ترکاري د غرمې او ماښام تر ډوډۍ یو – دوه ساعته مخکې وخوړل شي. دې سره به یې جذب اسانه شي او د ګټورو موادو زیاته برخه به یې بدن ته ورجذبه شي او هم به لوږه ورسره کمه شي. ولې دا ناروغي په روژه کې سختېږي؟ ځینې خلک ګومان کوي چې روژه معدې ته دمه ورکوي او د استراحت زمینه ورته برابروي خو زموږ عملي تجربه د دې خبرې اپوټه ده. لوږې تندې ځپلی بني ادم چې څنګه د اذان غږ اوري، اوبه، شربت، شړومبې، خرما، پېرکي … پر له پسې پر معدې حواله کوي او دومره یې پړسوي چې نور نو خاشه ځای په کې پاتې نه شي.

البته د ډاکترانو توصیه خو دا ده چې داسې مه کوئ. روژه په کم شي ماته کړئ او بیا یو ساعت وروسته په کراره سمه ډوډۍ وخورئ خو په عمل کې به څو کسان دا کار وکړای شي؟ ایا د اوړي د دې ګرمۍ ساعتونه تنده تا پرېږدي چې په یو ګېلاس اوبو ګوزاره وکړې؟ په پېشلمي کې خلک مجبور دي ژر ژر ډوډۍ وخوري او د سهار تر لمانځه پورې بېرته څملي او خوب پوره کړي ځکه چې اکثره خلک ټوله ورځ کار او مزدوي کوي، د ورځې خوب ته وخت نه پیدا کوي. نو کله چې په ډکه معده څملي، د معدې او مرۍ ترمنځ پر وره باندې فشار راځي. همدارنګه په روژه کې انسان تروشو شیانو ته ډېر هوسېږي، د لیمو شربت، اچار، مرچکی، تروې … دا شیان ناروغي سختوي.

درملنه:

لومړی خو له هغو حالتونو ځان ساتل په کار دي چې پر معدې فشار زیاتوي. موږ باید خپلو دودونو او عادتونو ته بیاکتنه وکړو. که بیا هم څوک دا ناروغي لري، باید د معدې مختصص ډاکتر ته ورشي. درملنه ۴-۶ اوونیو وخت نیسي. که ناروغي پر وخت تداوي نه شي، کېدای شي په مرۍ کې زخمونه پیدا شي. د زخمونو بیا بیا رامنځته کېدل کله کله د سرطان سبب کېږي.

شفیق الله میره کی

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب