دهډوکو ناروغي (ضعيفه او ويلي کېدل)

 

دې ناروغۍ ته په لاتين استيؤپروز (Osteoporosis) او دخلګوپه ژبه دهډوکو ويلي کيدل يا کمزوري ورته وايي.

داستيوپروز ناروغي دانسان دوجود تول هډوکي تر تآثير لاندي راولي.داناروغي  دپاخه عمر لرونکو انسانوکي زياته ليدل کيږي په خاص ډول په ښځوکي %۸۰ او په نارينه کي %۲۰ فيصده ليدل کيږي .

ديو سروي له مخي پدي ناروغي اخته کسانو شميره په  امريکا کي تقريبآ لس ميلونوته رسيږي .ددي ناروغي هم تداوي سته او هم يي مخنيوي کيږي خو څرنګه چه داناروغي په کرار  کرار او دوخت تيريدوسره په انسا ن کي  پیداکيږي نو تداوي يي هم لږڅه وخت نسي اوپه تدد رجي ډول جوړيږي .

دهډوکو جوړښت د سفنج په شکل له عضوي ,غير عضوي موادو او حجروچخه جوړشوي دي غيرعضوي مواد يي لکه کلسيم ,فاسفور…او حجري يي لکه اوستيوبلاست,اوستيوکلاست,کوندروسيت,اوستيوسيت اوداسي نور .

ددي حجرو چخه بعضي حجری دزاړه هډوکي په له منځه وړلوکي او بعضي حجري بيا دنوي هډوکي په جوړولو کي مسؤليت لري خو کله چه ددوي ترمنځ دغه منظم ميکانيزم دمنځه ولاړشي دهډوکو ناروغي منځته راځي

پدي معني  هغه حجري چه د زاړه هډوکو دمنځه وړلو دنده لري خپل فعاليت ته دوام ورکوي اما  هغه حجري چه دنوي هډوکو دجوړلودنده لري فعاليت يي ولاړ وي پدي وخت کي  هډوکی کمزوري کيږي کوچني کيږي مگر غټږي نه  وده اونمو يي ولاړه وي ناروغ پدي وخت بايد ډير درانده کارونه او  مشکل حرکتونه ونکړي ځکه پدي ناروغي اخته کس هډوکي په ډيره اساني سره ماتيږي او جوړيدل هم په ډيرتکليف کيږي.

د هډوکو په جوړښت کی کلسيم  ډير مهم رول لري خو تر پنځه ديرش ۳۵ کلني ورسته کلسيم په وجود کی په زياته اندازه مصرف او دوجوچخه وځي پدي وخت  کي بايد کلسيم لرونکي مواد او خواړه زيات وخوړل شي ترڅو دوجودڅخه وتلي کلسيم او وجودته دخل شوي کلسيم په توازن کي شی .

دناروغي شدت والي درجه ناروغ تر ناروغ فرق کوي په بعضوکي شديده وي خو په بعضوکي بيا لږ وي.

دا ناروغي دسن سال له نګاه په ښځو کي یی احتمال پدي شکل وي

چه عمر ۵۰ او ۶۰ کاله ترمنځ وي احتمال %۴۰-۵۰

چه عمريي ۶۰او ۷۰ ترمنځ وي احتمال %۷۰

چه عمر يي تر ۷۰کاله لوړوي احتمال %۸۵-۹۵ دي .

د استيؤ پروز د ناروغي عاملونه او سببونه:

–سن او سال چه تر ۶۵ کلني پورته سي.

–ارثي يا جنتيک.

–دکلسيم کموالي.

–د وټامين ډي کموالي.

–سگريت څکول.

–دالکول استعمال

–ډنگروالی اوضعیفوالي

— غير منظم غذايي خوا ړه.

–روماتيزم ناروغي

–داوږده وخت لپاره ګلوکوکورتيکويددواګاني استعمالول.,..

—  تر نارمل حد دچاي زیات چښل هم   کله کله  دپښتورګو دلاری کلسیم دوجود څخه باسی.

— د جاغورناروغي کيداشي

دناروغي نښي نښاني:

— دوږو درد

— دستون فقرات او  ملادرد.

— دهډو درد.

— دخوب خرابوالي.

— بي اشتهايي.

— خستګي او دستړيا حس.

— دخلګوسره په اجتماعي اړيکوو کي کموالي .

— په روحی ډول دمرگ بيره ورسره وي.

داپورته هغه نښي نښاني دي  چه اکثره وخت ددغه ناروغي سره ملګري وي.

دناروغي تشخيص ډاکتر له خوا د ځنيو معايناتو په واسطه ايښودل کيږي لکه په وينه کي دکلسيم مقدار راډيولوژيک عکس دهډوکوچخه دناروغ شکايت او تاريخچه اوريدل  اوداسي …

دمريضي درملنه:

— منظمه غذا

— په کافي اندازه کلسيم اخيستل

— دلمر دوړانګو چخه استفاده کول

— د ډي ويتامين لرونکو موادو چخه استفاده کول.

— دزياتي مالګي داستعمال چخه ځان ساتل

— دسګريټو دڅکولوچخه ځان ساتل

— منظم او سپک فزيکي تمرين لکه قدم وهل سپک حرکتونه, بايسکل چلول…

–سپورت په هفته کي څلور واري ديوساعت په اندازه.

دپورته ذکرشوو شيانو څخه تر ټولو مهم او تاثيرناکه دکلسيم لرونکو موادو څخه استفاده کول دي چه  داستيوپروز په ناروغي اخته کس بايد په ورځ کي ۱۵۰۰ ملي ګرامه کلسيم واخلي چه يو څو مثالونه يي په لاندي ډول درکوم  چه دهغه له مخي تقريبي حساب ورته کولاي شي مثلا

— يوغاب مستي تقریبا ۴۵۰ ملي ګرامه کلسيم لري.

— يوپياله شيدي تقریبآ۳۰۰ ملي ګرامه کلسيم لري.

— يوه پياله شلومبي تقریبآ ۲۸۵ ملي ګرامه کلسيم لري.

— يوه کوچني ټوټه پنير يا په اصطلاح چکيده ۱۱۵ ملي ګرامه کلسيم لري

— يو کوچني ګلاس شريخ ۱۲۰ ملي ګرامه کلسيم لري

–دماهي غوښه کوچني ټوټه ۳۲۴ ملي ګرامه کلسيم لري,

دپورته مثالو په نظر کي نيولوسره خپله روزانه کلسيم مقدار تقريبي حسا ب کولاي شي فقط کلسيمي مواد يو منفي تاثيرلري هغه داچه که زيات  استعمال شي کيداشي دقبض سبب شي نور  داسي خاص منفی تاثیر  نلري کوشش وکړي چه دلبنياتو چخه  زياته استفاده وکي ځکه چه په زياته اندازه کلسيم لري.

همدا رنګه د ډي ويټامين هم  په کلموکي کي دکلسيم په جدب کي ډير غټ رول لوبوي او هروخت بايد استفا ده تري وشي د ډي ويټامين مهمه منابع دلمر وړانګي دي چه په ورځ د ۱۵ دقيقولپاره مخ, لاسونه او بازوګان مخامخ لمرته نيول کيفايت کوي.

همدارنګه ددي ناروغي لپاره مختلفي دواګاني شته چه د ډاکتر دمشوري مطا بق ور کول کيږي .مننه

ژباړه : ډاکټر مجتبی عزیزیار

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب