د کورکمن له گټو خبرياست؟

د کورکمن بوټى ٦٠ – ٩٠ سانتي مترو لوړوالى لري – چې ددې بوټې تنه کوچنى وى. د کورکمن يادونه سنسکرت ليکنو ليدل شوي ده او له ډير پخوا نه په آيوريک او يونانى طب کې استعماليږي، پخوانيوو طبيبانو کورکمن د معدې د ځواکمنۍ لپاره اغيزمن بللى دى، کورکمن د ويني چاڼ کونکى خاصيت هم لري، د تازه کورکمن په سلو گرامو کې لاندې غذايې اجزاوى شتون لري ٣،١ فيصده اوبه ، ٦،٣ فيصده پروتين ، ٥،١ فيصده غوړي، ٣،٥ فيصده معدني مالگي، ٢،٦ فيصده فايئبر او ٦٩،٤ فيصدو پورې نشايسته هم لري د کورکمن معدني او ويتامين لرونکو اجزاوو کې کليسم، فاسفورس، اوسپنه کيروتين، تهايامين او ناياسين شته او د سلو گرامو مجموعي کالورى يې ٣٤٩ ته رسيږى. په کورکمن کې کرکومين او نباتى غوړى هم شته په وچ شوى کورکمنو کې ددې غوړيو کچه ٥،٨ فيصده او تازه کورکمنو بيا ٠،٢٤ فيصده زنجرين غوړى موجود وى چې له تجزيي وروسته لدينه کيروتين (نباتى ويتامين A) او الکول لاس ته راځى. په کورکمن کې ډيرى روغتيا پال اجزاوى نغښتې دى هغه چې انسانى بدن څخه د بلغمو او رياح خارجولو کې مرستندوى دى. د کورکمن په استعمال سره په بدن کې زيان رسوونکى جراثيم وژل کيږي، د تازه کورکمنو اوبه او د وچو کورکمنو پوډرو استعمال د طبيعى اوبو او يا شړومبو سره د کولمو ناروغى او په خاص ډول د پخوانى نس ناستى شافى درملنه کوي. د کورکمنو په استعمال سره په معده کې د گاز (نعخ) جوړيدو په کلکله مخنيوى کوى .  د تازه کورکمنو د شل (٢٠) څاڅکو اوبو په استعمال سره د خيټى چنجى وژل کيږى.

همدا راز د تازه کورکمنو يو مقدار اوبو سره د يوې کوچنى قاشغى په يو ځاى کيدو سره چې هره ورځ د يوې مودې لپاره وخوړل شى ددې په ن تيجه کې د وينى کموالى ناروغۍ له مينځه ځى – ځکه چې په کورکمنو په زياته کچه اوسپنه شته. د کورکمنو په استعمال سره د ساه لنډې په رنځ کې کموالى راځي. کورکمن د والگى او زکام هم ښه درملنه کوي. د کورکمن په استعمال سره د ستونى خراش لپاره هم گټور دى. د کورکمنو په استعمال سره د مخ د ځوانکو ناروغى هم درملنه کيږي. په کورکمن کې د پړسوبونو د کمولو خاصيت پټ دى. د يوې ساينسى څيړنى چې د کورکمنو په روغتيايى ځانگړتياوو باندې د پوهاوى په مقصد تر سره شوى ثابته کړى چې په کورکمن کې زيړ رنگى توکې سرطانى حجرات له مينځه وړى. له ډيرى اوږدى مودې راهيسې په کورکمن کې د شته کرکيومن نومى گټور توکې په هلکه ډير اوريدل کيدل چې د مفصلونو د دردونو او د حافظې لپاره کورکمن گټور دي، خو اوس اوس د سرطان د ناروغيو د کورک نومې څيړنيز مرکز د يوې ډلگى له خوا په کورکمن يوه بله ساينسى څيړنه تر سره شوي او دا څيړنه په ډاگه کوي، چې کرکيومن نومې توکې په څلور ويشت (٢٤) ساعتونو کې دننه ننه د سرطانى حجراتو په له مينځه وړلو باندې پيل کوي ددې څيړنى د څارنې ډاکتر شيبرون زياتوي کله چې کريومن اغيزى وليدل شي نو دې سره د سرطانى حجرو هضم کيدل هم پيل شي.

همدارنگه د تيکساس په پوهنتون کې (هوستن) ايم – ډى – اينډرسن سرطان سنټر کې په څيړنو بوخت ډاکتر بهارت اگروال دوينا له مخې کورکمن د تکسيد د عمليى د مخنيوى ځانگړنى په لرلو سره د سرطان د ناروغى مخنيوى کوي او کورکمن ساتندوى کيموتراپې او روغتياپالو بوټو نه شميرل کيږي – کريومين توکې په شتون سره په بدن کې د سرطانى دانو غو غوټو مخه نيسي. هغه وگړي چې په ورځنې خوړو کې کورکمن استعمالوى ددې وگړو د پړپوس (سږو) او لويو کولمو په سرطانونو د اخته کيدو احتمال ډير لږ وي – او دا چې د پانکراس په اړوند د کورکمن اغيز څه دې په دې هکله ساينسى څيړنى رواني دي – په دې وروستيو وختونو کې ساينس پوهانو په کورکمن کې يو بل روغتياپال خاصيت په گوته کړى دى هغه دا چې د فلج په ناروغي د اخته کيدو نه وروسته بدن ته د رسيدونکو زيانونو په مخنيوي کې هم پوره مرسته کوي – د روغتيايي ماهرانو کورکمن له سويانو وروسته په انسانانو هم وازمويه چې په کورکمن شته اجزاوى تر حجراتو ځان رسوي چې ددې عمل په نتيجه کې د عضلاتو او عصبې نظام ځيني ناروغيو کې کموالى راځى. ددې ساينسى څيړنې د نگران ډاکتر وينا ده چې د فلج د حملې څخه وروسته دا اجزاوى د عصبي حجراتو په ژوندې او فعال ساتلو کې مرستندوى دى، او ورپسې د ستروک د ايسوسي شن يوبل وتلى ډاکتر وايي چې کورکمن د روغتيا لپاره څومره گټور دې په دې خبره خو لا وگړي له لومړيو څخه ښه پوه شوى دى خو اوس ضروري بريښي چې د فلج د حملې نه سمدستي وروسته د عصبي نظام د حجراتو ساتنه وشي.

لیکنه: عبدالمتين متين

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب