زراعت او مالداري

د کندهار انار لپاره ستونزې

که څه هم کندهار د انارو لپاره په زړه پورې اقلیم لري خو اوس هم په کندهار کې انار په عنعنوي او ورسته پاتې طریقو روزل کیږي، که چیرې د کندهار انار په عصري طریقو وروزل شي د میوې کیفیت او حاصلات به یې څو برابره زیات شي.

عمده ستونزې:

1. د نیالګیو ستونزه: اوس هم ډیری باغونه مستقیمآ له قلمو څخه جوړیږي، یعنې منظمې قوریې نشته چې هلته دې د انارو د یوې نوعې کافي نیالګي موجود وي.

2. مکس ورایټي: څرنګه چې منظمې قوریې (نهالخانې) نشته نو همدا سبب دی چې باغ له مختلفو ورایټیو څخه جوړیږي. داسې باغونه نشته چې یو باغ خالص د یوې ورایټي څخه جوړ شوی وي. په یو باغ کې یوه ونه پنډ پوستي بله ونه نازک پوستي، یوه ونه شنه انار بله ونه سره انار، یوه ونه خواږه انار بله تروه انار دی، یعنې په یوه باغ کې د مختلفو ورایټیو ونې لیدل کیږي ځکه چې خلک د مختلفو ونو څخه قلمې راخلي او قوریې ترې جوړوي او یا د هماغه ګډوډو قلمو څخه مستقیمآ باغونه جوړوي.

3. د ونو او قطارونو ترمنځ فاصله: په باغونو کې د ونو او قطارونو ترمنځ فاصله ډیره کمه ده، باغداران کوښښ کوي چې په یوه ټوټه ځمکه کې ډیر نیالګي ځای په ځای کړي، چې له امله یې په دې ډول ګڼو باغونو کې کرنیزې عملیې لکه دواپاشي، شاخبري، میوه راټولونه، په باغ کې ګرځیدنه او نور کرنیز فعالیتونه په درست ډول نه ترسره کیږي.

4. شاخبري: په کندهار کې نیالګي په لومړنیو کلونو کې نه روزل کیږي چې له امله یې هر نیالګي د څو تنو لرونکی وي خو په عصري کرنه کې د انارو ونې په یوه تنه روزل کیږي. د انارو ونې په لاندینیو څانګو غوره میوه نیسي مګر په کندهار کې بیا خلک د انارو ونو لاندني ښاخونه غوڅوي او پورتني ښاخونه میوې نیولو ته هڅوي چې له امله یې میوې لمر ته لوڅې او د لمر وړانګو پواسطه سوځي او چوي.

5. اوبوخور: په باغونو کې نیالګي په داسې شکل کښینول شوي چې د اوبوخور کوم منظم سیستم نلري او ونو ته تر اندازې زیاتې اوبه په غیر منظم ډول ورکول کیږي چې اوبه په باغونو کې د ډیرې مودې لپاره ډنډیږي او اوبه د ونو له تنې سره په تماس کې وي.

6. سرې استعمال: دلته باغونو ته په کافي اندازه سره نه ورکول کیږي. په خاصه توګه سپینه سره (یوریا، نایتروجن) داسې ګڼي چې ګواکې د سپینې سرې په استعمال سره میوې چوي. د نایتروجن د نه ورکړې له امله د باغونو رنګونه ژیړچکي او ونې ضعیفه دي.

7. افتونه: د کندهار د انارو یو عمده افت غوړکی (شوته، aphid) دی چې ډیری باغداران فکر کوي غوړکی نه کنترولیدونکی افت دی دا ځکه چې دوی مختلف ډول غلط او بې کیفیته نباتي درمل استعمال کړي او نتیجه یې نده ورکړې، حال داچې غوړکی په ډیرې اسانۍ سره کنترولیږي.

8. د میوو ورستیدنه: په کندهار کې هم د انارو میوې ورستیږي خو دلته یې عامل د انارو میوې د تاج چینجی یا carob moth دی خو ډیری خلک فکر کوي چې دا ورستیدنه به د میوې مچ یا fruit fly له کبله وي.

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: