د شفتالانو د پاڼو یوه ناروغي (Peach leaf curl)

د شفتالانو د پاڼو یوه ناروغي ده او هغه وخت یې حمله زیاته وي چې موسم د څو ورځو لپاره مسلسل مرطوب یا باراني وي. نوموړی یو فنګسي افت دی چې د کنترول ښه وخت یې د پاڼو تویدو څخه وروسته یعنې منی، ژمي او د سپرلی پیل دی.


ځیني بزګران اوس په همدې سپرلي موسم کې کوشش کوي چې نوموړی افت د درملو شیندلو پواسطه کنترول کړي خو کومه خاصه نتیجه نه ورکوي. بلکه نوموړی افت باید له پاڼې تویدو وروسته د راتلونکي کال لپاره کنترول شي.
په ژمي او یا هم د سپرلي په پیل کې مس یا copper لرونکي فنګس وژونکي لکه بوردو مکسچر (نیل توتیا، چونه او اوبه) او یا هم نور کاپر یا مس لرونکي فنګس وژونکي استعمال شي.
په انګلیسي ژبه د لا زیاتو معلوماتو لپاره لاندې لینک ته مراجعه وکړئ او نوموړی پوست له نورو سره شریک Share کړئ ترڅو باغداران مو له بې ځایه درمل شیندلو او بې ځایه مصارفو څخه بچ اوسي.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب