بیولوژي

د کروموزومونو په شمېر کې بدلون (ډان سنډروم)| بیولوژي

زموږ د بدن د حجرو پر هر يو کروموزوم باندې زرګونه شمېر جينونه موجود دي. جينونه د بدن په ودې، د مثل توليد، مېتابولېزم او نورو حياتي عمليو کې عمده رول لري او د ټولو جينونو موجوديت د بدن د صحت او سلامتۍ لپاره اړين دي. هرکله چې د يوچا د کروموزومونو په شمېر کې بدلون راشي، نوموړی شخص نورمال بدن نه لري.

د بېلګې په توګه أن که يو کروموزوم هم کم وي، يعنې شخص ٤٥ کروموزومونه ولري ژوندی نه پاتې کېږي. که چېرې برعکس يو عدد کروموزوم زيات ولري، نوموړی شخص په ذهني وروسته والي (ډان سنډروم) اخته کېږي.

د مور عمر ددې زيان په راوړلو کې عمده رول لري. د ٣٠ کلونو څخه په ځوانو ميندو کې ددې زيان د ښکاره کېدو (1/1500 ) احتمال وي او په ٣٠-٣٥ کلونو ميندو کې احتمال دوه 1500چنده کېږي او له ٤٥ کلنۍ عمر څخه د پورته عمر ميندو کې ددې زيان د ښکاره کېدو خطر ډېر زيات ( 1/16 ) وي.

Tags

wasiweb Team

لیکوونکي : د وسیع ویب لیکوالي ټیم

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error:
Close
Close