د وراثت نمونې او اساسات

د وراثت نمونې

موږ ټولو اوريدلي دي چې څه ډول له خپل مور او پلار څخه ټاکلې ځانګړنې لکه د سترګو رنګ او يا د ونې لوړوالی اخلو.‌ دغه ځانګړنې زموږ په ډي‌ اين اې DNA کې موجودو جينونو له لارې انتقال کوي.‌ زموږ د ډي اين اې نيمايي له موره او نیمايي نور له پلاره راځي.

ساينسپوهانو موندلې ده چې جينونه په ځانګړو نمونو کې په ميراث وړل کیږي.‌ ستاسې د والدينو او نيا نیکه جينونه ستاسې پر جينونو اغيزمند دي.‌ په دې برخه کې به موږ زده کړو چې دا نمونې څه ډول کار کوي.

وراثت اساسات

يو څو شیان چې تاسې يې باید د جينونو او وراثت په اړه زده کړئ.

جين ـ د ډي اين اې د ماليکول په منځ کې د معلوماتو برخې پرتې دي چې جين ورته وايي. هر جين حجرې ته لارښونه کوي چې يو ټاکلی پروټين چې ښايي يوه ځانګړنه وټاکي، په څه ډول جوړ کړي.

اليل ـ په داسې حال کې چې د ډي اين اې يوې برخې ته جين وايي، د جين يوه ټاکلې نمونه د اليل په نامه یاديږي. د بيلګې په توګه، جين د ويښتانو رنګ ټاکي.‌ د ويښتانو په رنګ کې د جين مشخصه نمونه، چې د ويښتانو د توروالي لامل ګرځي، الیل دی.

غالب او مغلوب جينونه

هر ماشوم د هر يوې ځانګړنې لپاره له خپلو والدينو څخه دوه جينونه تر لاسه کوي.‌ ځينې جينونه پر نورو برلاسي وي. د بیلګې په توګه، خرمايي سترګې پر آبي سترګو غالبه دي.‌ که يو څوک د خرمايي سترګو او آبي سترګو جينونه ولري، سترګې به يې خرمايي شي.‌ دوی يوازې هغه وخت آبي سترګې لرلی شي چې دواړه جينونه یې آبي وي.‌

د خرمايي سترګو جين ته غالب او د آبي سترګو جين ته مغلوب جين وايي.

د جينونو ليکل

د دې لپاره چې د يوه شخص د جين ټاکلی الیل ولیکو، د مور د جين په نمایندګي يو حرف او د پلار د جين په نمایندګي بل حرف لیکل کیږي.‌ غالب جين په لوی حرف او مغلوب جين په کوچني حرف لیکل کیږي. يوه بیلګه يې په لاندې ډول ده:‌

موږ د خرمايي سترګو غالب جين لپاره دB  حرف کاروو او د آبي سترګو د مغلوب جين لپاره د b حرف کاروو.

  • Bb – يو خرمايي جين، يو آبي جين (دا سړی خرمايي سترګې لري).
  • BB – دواړه خرمايي جينونه (دا سړی به خرمايي سترګې لري).
  • bb – دواړه آبي جينونه (دا سړی به آبی سترګې لري).

د پونیټ مربع

له مور او پلار څخه د راغليو دوه جينونو د نمونې د اټکل کولو لپاره اساسي لار د پونیټ مربع ده. د پونيټ مربع د مور او پلار څخه راغليو ټولو جينونو ترکیب ښکاره کوي.

راځئ چې د يوه بوټي بیلګه ورکړو چې ارغواني او سپين ګل ولري. ارغواني‌ جين غالب دی له دې کبله موږ لویه P لیکو. سپین جين مغلوب دی له دې کبله يې موږ په کوچني w لیکو.‌ لاندې د پونیټ مربع يوه بيلګه ليدل کیږي چې په کې د پلار دوه ارغواني جينونو او د مور دوه سپين ګلونه پراته دي.

هر ماشوم د جينونو عين نمونه لري Pw. دوی ټول د P غالب جين لري او له دې کبله به ټول ارغواني ګلان ولري.

دلته يوه بله بيلګه هم شته چې له والدينو څخه يې هر يو، يو ارغواني جين لري او یو سپين جين (Pw):‌

په دې صورت کې، تاسې وينئ چې ۷۵٪ اولادونه غالب P جين لري او سور ګل رامنځته کوي.‌ او ۲۵٪ اولاد ww جين لري او سپين ګل رامنځته کوي.

ټول اولادونه يې ارغواني ګلان لري، ځکه چې له والدينو څخه يې يو مغلوب w جين لري، ۵۰٪ اولاد یې د w جين په مرسته انتقال کیږي.

نو که له والدينو څخه يوازې يو يې د P واحد غالب جين ولري په دې معنی دی چې د يوه جين Pw او د بل ww وي.

تاسې به ووينئ چې ۵۰٪ اولادونه به يې سپین ګلان او ۵۰٪ به يې ارغواني ګلان ولري.

د وراثت د موډل په اړه زړه راښکونکي معلومات

  • د يوه فرد ټول جينونه يو ځای د جينوټايپ په نامه ياديږي.
  • هغه فزيکي څيره چې د اليل له کبله رامنځته کیږي (لکه د بيلګې په توګه، اصلي ارغواني ګل) د فينوټايپ په نامه ياديږي.‌
  • که دوه جينونه سره ورته وي (لکه د بيلګې په توګه،‌ ww يا PP)،‌ د هوموزايګوس په نامه ياديږي.
  • که دوه جينونه سره توپیر ولري (لکه د بيلګې په توګه Pw)، د هيتروزايګوس په نامه ياديږي.
  • ځینې وخت د جينونو ډولونه کوډومینانس Codominance وي په دې معنی چې د جين يو ډول هم پر بل ډول غالب نه دی.‌ ددې يوه بيلګه د وينې د ګروپ ډولونه دي چې که له والدينو څخه يو يې A او بل يې ‌B ډول لري.‌ اولاد به يې د AB ډول وينه ولري.‌
  • ځينې ځانګړنې د څو جينونو له خوا ټاکل کیږي.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب