تکثري سیستم، ښځینه تکثري جوړښت او امیدواري

تکثري سیستم (Reproductive System)

لکه څرنګه چې يې له نامه څخه معلومېږي، تکثر ډېرښت ته وايي. نو هغه سیستم  چې د نسل د ډېرښت او د ژوندیو موجوداتو د نسل د بقا سبب ګرځي، تکثري سیستم ورته وايي. په انسانانو کې په نارینه او ښځینه کې تکثري سیستم جداګانه دی او لاندې يې په اړه بحث کوو:

نارینه تکثري سیستم سپرمونه تولیدوي او د جنسي مقاربت په وخت کې يې ښځینه تکثري سیستم ته لېږدوي. خصيې هغه غړي دي، چې سپرم او تستوسترون هورمون تولیدوي. تستوسترون د نارینه جنس بنسټیز هورمون دی، چې د سپرم د تولید او تنظیم او د نارینتوب د ځانګړتیاوو وده کنترولوي.

خصيې د جنین په دوره کې د نس په تش ځای کې جوړېږي؛ خو له زیږون وړاندې هغه کڅوړې ته ننوزي، چې د نس تش ځای څخه دباندې پرته ده. د بدن تودوخه چې ۳۷ سانتي ګراده ده، د سپرم جوړېدو لپاره مناسب نه ده؛ نو د دې په خاطر خصيې له بدن بېرون کڅوړه کې ساتل کېږي. خصيې له ۳۳ څخه ۳۴ فارنهایت تودوخه کې سپرم جوړولی شي؛ نو له همدې کبله په ګرمۍ کې له بدن څخه لرې او په یخ کې بدن ته نږدې کېږي.

د رسېدلي سپرم جوړښت

د بالغ سپرم یوه حجره له درې (سر، تنې او لکۍ) برخو څخه جوړه شوې ده. د سپرم د سر په برخه کې یوه هسته او لږ سایتوپلازم شته او د سر په پاسنۍ برخه کې د انزایمونو درلودونکې کڅوړه موجود ده، چې هغوی د هګۍ داخلي پوښ تخریبوي او له سپرم سره مرسته کوي، چې د هګۍ داخل ته ننوځي.

ښځینه تکثري جوړښت

ښځینه تکثري جوړښت چې د جنسي هورمونونو او هګیو د تولید، د القاح شوې هګۍ او جنین د ودې او روزنې په پای کې د ماشوم د زیږېدلو دنده په غاړه لري، دوه تخمدانونه، چې د چرګې د هګۍ بڼه لري، د نس د تش ځای په دننه کې ځای لري، چې د هګۍ تولیدوونکي غړي دي او همدارنګه ښځینه بنسټیز جنسي هورمونونه چې استروجن او پروجسترون څخه عبارت دي هم تولیدوي. دا هورمونونه د هګۍ ازادېدل تنظیموي او ښځینه ځانګړو صفتونو ته وده ورکوي.

د زیږېدلو په وخت کې د نوي زیږېدلي ماشوم تخمدانونه معمولاً د دوه میليونو په شاوخوا کې هګۍ لري، چې د بلوغ په وخت هره میاشت یواځې یوه هګۍ بالغه کېږي. د ښځینه جنس د ژوند ترپایه یواځې له ۳۰۰ تر ۴۰۰ هګۍ بلوغ ته رسېږي. د هګۍ اندازه له سپرم څځه ډېره لویه ده، ان تر دې چې په عادي سترګو هم لیدل کېږي. په هرو ۲۸ ورځو کې یو ځل یوه هګۍ له تخمدان څخه ازادېږي او نفیرې ته ننوځي. هر یو تخمدان د نفیرې په وسیله رحم ته لاره لري. نفیره هغه لاره ده، چې هګۍ له تخمدان څخه د رحم په لور خوځېږي.

له نفیرو څخه د هګیو تېرېدل له ۳ تر ۴ ورځې وخت په بر کې نیسي. خو که هګۍ د ۲۴ تر ۴۸ ساعتونو په موده کې القاح نشي، د القاح کېدو ځواک له لاسه ورکوي او تخریبېږي. په معمولي توګه د القاح ترسره کېدل په نفیره کې صورت مومي. د القاح څخه وروسته زایګوټ جوړېږي او رحم ته ننوځي رحم یو عضلاتي او منځ تشی غړی دی او کله چې ښځه امیدواره نه وي، نږدې د هغې رحم د یو مټي په اندازه وي.

په دې اړه د نورو تصویرونو لپاره په دلته کلیک کړئ.

د حیض دوران

د بلوغ څخه تر ۴۵ کلنۍ پورې د ښځو په تکثري سیستم کې میاشتني تغیرات راځي. یو شمېر ځانګړتیاوې دي چې د ښځې له رحم څخه د وینې او نسج وتل میاشتنی عادت دی، چې د ښځې بدن امیدوارۍ ته هڅوي او پنځه ورځې دوام کوي. کله چې د حیض موده پای ته رسېږي، د رحم دیوال پنډېږي، چې هګۍ اچول د حیض د دورې په څوارلسمه ورپيلېږي.

القاح

د جنسي یوځای کېدو په وخت کې په میلونونو سپرمونه د ښځې د مثل د تولید دستګاه ته ننوځي، چې دغه عملیه د القاح په نامه یادېږي.

امیدواري

له میليونونو سپرمونو څخه څو سوه محدود نفیرو ته ننوځي او له دې ډلې څخه یواځې څو دانې د هګۍ په شاوخوا تاوېږي او یواځې یو دانه هګۍ ته ننوځي. کله چې دا یو سپرم هګۍ ته ننوځي؛ نو له هګۍ څخه یو پوښ تاو شي؛ ترڅو نور سپرمونه هګۍ ته دننه نه شي. کله چې هګۍ القاح شي؛ نو د رحم څخه د نفیرې په لورځي. چې دغه سفر له ۵ تر ۶ ورځو پورې وخت نیسي، چې په دې وخت کې زایګوټ د حجروي وېش په لور ځي او څو وارې وېشل کېږي. له القاح ۱۱تر ۱۲ ورځې وروسته زایګوټ د یو کوچني پنډوسکي په بڼه کېږي، چې د جنین په نوم یادېږي. جنین ځان د رحم په دیوال نښلوي او په هغه ځای کې ځای نیسي. د شپږو ورځو وروسته د نښلېدو عمل بشپړ او ښځه امیدواره کېږي.

د جنین انکشاف د پنځمې اونۍ په دوره کې زړه، مغز او نور غړي او د وینې رګونه په جوړېدو پیل او په چټکۍ وده کوي.

په معمولي توګه د امیدوارۍ موده تر ۴۰ اونیو پورې رسېږي. کله چې د زیږون دردونه پیل شي؛ نو د عضلاتو حرکتونه ماشوم لاندې خوا ته ښويوي او بالاخره د ماشوم د تولد لامل ګرځي.

شنډ والی

ښايي ښځې شنډې وي او هګۍ نه تولیدوي او کله چې هګۍ نه تولیدېږي؛ نو القاح صورت نه نیسي او امیدواري نه رامنځته کېږي. خو شنډوالی تل په ښځو پورې اړه نه لري. کېدای شي د نارینه خصيې په پوره توګه سپرم تولید نه کړي او د هګۍ القاح صورت ونه نیسي. په دغه صورت کې هم امیدواري نه رامنځته کېږي او اولاد دنیا ته نه راځي. په معمولي توګه که چېري د روغو سپرمونو شمېر له بدن څخه د خارجېدونکي مني په هر ملي لیتر کې له شل میلیونو څخه لږ وي، یاد شخص شنډ دی او د اولاد د زیږولو جوګه نه دی. په ټولو حالتونو کې باید له مستند ډاکتر سره مشوره وشي.

تمرین

لاندې تش ځایونه په مناسبو ځوابونو ډک کړئ:

  1. د یو بالغ سپرم حجره له ……………….. برخو څخه جوړه شوې ده.
  2. له نفیرو څخه د هګیو تېرېدل ………….. ورځې وخت نیسي.
  3. له امیدوارۍ تر زیږون ……………. اونۍ په بر کې نیسي.
  4. په ښځینه کې د ژوند تر پای پورې یواځې …………… تر ……….. پورې هګۍ بلوغ ته رسېږي.
  5. له بلوغ څخه ………….. کلنۍ پورې په ښځو کې میاشتنۍ مریضي منځته راځي.
  6. په خصيو کې د سپرم جوړېدل ………….. تر ….. فارنهایت حرارت ته اړتیا لري.

حل

  1. درې
  2. له ۳ تر ۴ ورځو
  3. ۴۰ اونۍ
  4. ۳۰۰ تر ۴۰۰
  5. ۴۵
  6. له ۱ تر ۲ سانتي ګراد

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب