دوامداره ناسته له سګرېت څکولو هم مضره ده

په اوسنیو بوختیاو کې د دفترونو ډېری کارکوونکي اړ دي چې په پر له پسې ډول د کمپیوټر تر شا کېني او خپل ورځني کارونه ترسره کړي.
خو وروستیو څېړنو ثابته کړې چې د څو ساعتونو لپاره په پرله پسې ډول ناسته له سګرېت څکولو هم مضره او خطرناکه ده.
په پرله پسې ډول ناسته د زړه او سرطان ناروغۍ پیدا کوي. په څېړنه کې د پرله پسې ناستې موده نه ده په ګوته شوې، خو ډاکتران سپارښتنه کوي چې له لږ ځنډ وروسته باید ناست کس د څو دقیقو لپاره ودرېږي او یا هم قدم ووهي.
ډاکتران وايي، که یو څوک د ورځې له ۸ تر ۱۰ ساعتونو پورې په ناسته خپل کارونه کوي د زړه، سرطان، مغز او هډوکو په ناروغيو یې د اخته کېدو چانس زیات دی.
د ورځې ۸ ساعته ناسته بېرته په یو ساعت سخت تمرین (سپورت) سره هم نه جبرانېږي. د ورځې په اوږدو کې دوامداره ناسته د هاضمې سيسټم له ستونزو سره مخ کوي او بدن ته په خپل وخت د اړتیا وړ مواد نه رسېږي.
دغه راز دومداره ناسته خېټه غټوي، هډوکي کمزوري کوي او بل دا چې انسان ټنبل اموخته کېږي.

 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب