د ښځو ساده کارونه خو لوی ګناهونه

  1. د خاوند له خپلوانو سره يواځيتوب، چې د دې کار خطر له پردي سړي څخه ډير وي. حضرت محمد صلي الله عليه وسلم فرمايلي: په پرديو ښځو مه ور ننوځئ. له انصارو څخه يوه پوښتنه وکړه: ای د خدای رسوله د  حمو (د خاوند د خپلوان) په اړه څه وايې؟
    رسول الله صلي الله عليه وسلم ځواب ورکړ:  دا مرګ دی.

امام ترمذي د (حمو) په اړه ويلي چې حمو د خاوند وروڼو ته وايي او نبي صلي الله عليه وسلم ځکه د خاوند وروڼو ته له مرګ سره تشبيه ورکړې چې وښيي د خاوند له وروڼو سره واځيتوب مکروه او بد کار دی.
په پورتني حديث کې له حمو څخه مطلب د خاوند له پلار نه پرته نو ټول خپلوان شامل دي.
امام شوکاني په خپل تفسير کې فرمايي: له نورو خپلوانو څخه د خاوند وروڼه ډير خطرناک دي ځکه د مرګ سره تشبيح شوي.
نو له مسلمانو خويندو څخه مو دا هيله ده چې پدې اړوند له تساهل څخه کار وانخلي او نه بايد خپل رواج ته وګوري ځکه دا رواج د اسلام مخالف دي.

2.    ځېنې ښځې له محرم نه پرته په موټر کې له نا محرم سره یوازې سپریدل عادي بولي، چې دا هم حرام دي.

د محرم کس نه پرته له نامحرمو سره په موټر کې د ښځو یوازې سپریدل حرام دي. او داسې کارونه ډيرې ناوړه لاسته راوړنې لري چې ور څخه سترګې نشو پټولای. که ښځه چیرته ځي باید له ځان سره مشر څوک بوزي، نه ماشوم. ځکه امام نووي وايي: د پردۍ ښځې او نر ترمنځ ماشوم دريم نشي کيدی ځکه له ماشوم څخه حيا نه کيږي او د ماشوم موجوديت هلته کوم مزاحمت نشي کولای.

3.    يو له هغو کارونو څخه چې ښځې پکې له تساهل څخه کار اخلي ډاکټر ته د ښځې يواځې تلل دي، پداسې حال کې چې داسې کارونه هم لوی لوی خطرونه لري او د دې کار عادي ګڼل په هيڅ وجه جايز ندي.
که په کور کې سړی نه وي او ښځه ناروغه شي نو ښځه کولای شي له بلې ښځې سره ډاکټر ته ولاړه شي، ترڅو له خلوت څخه چې شرعا ناجايز دی ځان وژغوري.
همدارنګه د ړانده او يا جوړ استاذ سره يواځيتوب ښه ندی او يا په تياره کې د ښځې خدمتګارې خدمت. دا ټول د هغه پوچ تمدن اغيزې دي چې مونږ يې عادي ګڼو. چې پدې ډله کې په کور کې د خادمې سره هم يواځيتوب ښه ندی او يا د نر خادم سره د ښځې يواځيتوب هم ناجايز دی.
دا يوه لويه ستونزه ده ځکه د ډيری خلکو ښځې خپلو کارونو ته ځي او په کور کې يې خدمتګارې کار کوي چې پدې اړه بايد له ډير احتياط څخه کار واخیستل شي.

ليکنه: شيخ صالح

ژباړه: زاهد جلالي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب