په اسلام او ټولنه کي د نشه يي توکو زيانونه

نشه يو خطرناک آفت دی، په پخوانيو زمانو کي دغه آفت دومره نه وو عام شوی، څومره چي په دې زمانه کي عام دی او نه هم دومره زيات خلگ په بله زمانه کي پرې اخته شوي، څومره چي په دې زمانه کي پرې اخته شوي او برباد شوي دي .

په ميليونونو مسلمان په دغه ناولي مرض اخته دي او له دې امله  د ځانو لپاره په خپلو لاسو قبرونه جوړوي او د ډول ډول کړاوونو سره يې ځانونه مخامخ کړي دي .

د نشيي توکو په استعمالولو کي ډېر زيات نقصانات شته چي معاصرو ډاکټرانو ثابت کړي او په تجربو سره هم معلوم شوي دي .

تر (۱۲۰) يو سل او شلو پوري يې تاوانونه بيان شوي دي .

ديني، دُنيوي، صحي، اخلاقي، طبعي، کورني او ټولنيز تاوانونه لري .

your ads

له دې امله د دغو شيانو استعمالول په اسلام کي حرام گرزول شوي دي .

اسلام چي کوم شيان حرام کړي او منع کړي دي، هغه څه دي چي استعمال يې انسان يا ټولني ته تاوان رسوي .

همدا راز کوم کارونه چي په اسلام کي فرض، واجب، سُنت او يا مستحب وي، دا هغه څه دي چي په هغو کي د انسان او ټولني لپاره خير او گټه وي .

ټول دينونه د پنځو شيانو په حفاظت کولو متفق دي :

۱ – دين

۲ – عقل

۳ – ځان

۴ – نسب او عزت

۵ – مال

د دغو نشيي توکو په استعمال کي دغو ټولو ته تهديد متوجه دی .

د نشې کولو ځيني تاوانونه دلته موږ په مختصره توگه ليکو :

۱ – د نشيي توکو يو ستر ضرر دا دی چي عقل خرابوي .

عقل د الله پاک پر بنده يو ستر نعمت دی او حفاظت يې په انسان لازم دی .

څوک چي داسي څه استعمال کړي چي عقل يې پرې کمزوری کېږي، دغه کس يو ستر جنايت کړی او ستر مُجرم دی .

خو متأسفانه ځيني کسان پر ځای د دې چي د عقل شکر اداء کړي او حفاظت يې وکړي، بر عکس په روپو داسي څه اخلي چي خپل عقل پرې زيان رسوي او له هغه چا چي د دغو نشيي توکو له امله يې عقلونه او عزت له لاسه ور کړی، لېونيان ترې جوړ شوي، عبرت نه اخلي .

حسن بصري – رحمه الله – فرمايلي دي : لو كان العقل يشترى لتغالى الناس في ثمنه، فالعجب ممن يشتري بماله ما يفسده.( المستطرف في كل فن مستظرف ص : ۵۰۱ ج : ۲ )

ژباړه : که عقل ( په روپو ) را نيول کېدی، نو خلگو به يې قېمت ډېر گران ايښی وی، نو حيرانتيا په هغه چا ده چي په خپل مال سره هغه څه اخلي چي عقل يې خرابوي !!

۲ – د نشې لپاره مال مصرفول اسراف دی .

اسراف لويه گناه ده او د شيطان ورور کېدل دي .

الله تعالی فرمايي :

وَلاَ تُبَذِّرْ تَبْذِيراً * إِنَّ المُبَذِّرِينَ كَانُوا إِخْوَانَ الشَّيَاطِينِ وَكَانَ الشَّيْطَانُ لِرَبِّهِ كَفُوراً ) ( الإسراء : 26-27 )

ژباړه : او بې ځايه لگښت مه کوه! په يقيني توگه بې ځايه لگښت کوونکي د شيطانانو وروڼه دي او شيطان د خپل رب ډېر ناشکره دی !!

۳ – نشه کول په حقيقت کي ځان وژنه ده .

د مسلمان لپاره د داسي شي خوراک جائز نه دی چي انسان ځای پرځای وژني او يا يې په په ورو ورو وژني، لکه زهر د خپلو ټولو قسمونو سره، او يا چي ور ته زيان او تکليف رسوي .

ځکه چي مسلمان د خپل ځان مالک نه دی، بلکي ده ته ژوند، صحت، عقل،مال او دين د الله پاک له لوري امانت ور کول شوي، چي په اړه به يې ترې پوښتنه کېږي .

نشيي توکي په ورو ورو د انسان د مرگ سبب جوړېږي .

دا وجه ده چي په نشيي توکو : هيروئينو او نورو مخدره توکو  روږدي کسان په ځوانۍ کي مري .

ځان وژنه گناه او حرام کار دی

الله تعالی فرمايي وَلا تُلْقُوا بِأَيْدِيكُمْ إِلَى التَّهْلُكَةِ ( البقرة : 195)

ژباړه : او ځانونه په خپلو لاسو هلاکت ته مه غورځوئ !!

په بل ځای کي فرمايي وَلا تَقْتُلُوا أَنْفُسَكُمْ إِنَّ اللَّهَ كَانَ بِكُمْ رَحِيماً ( النساء : 29)

ژباړه : او خپل ځانونه مه وژنۍ ! بې شکه الله پر تاسو مهربان دی !!

نشه کول د دغو دوو آيتونو مخالفت دی ځکه مخدره توکي هلاکت او مرگ ته انسان رسوي، لکه څرنگه چي طب دا خبره ثابته کړې ده .

 

په  نشيي  توکو روږدي کسان په  حقيقت  کي د خپل مرگ له امله هم مُجرمان دي او د خودکشی په گناه کي مُبتلاء کېږي .

همدا راز نشه کول ځان ته تاوان رسول دي، دا هم لويه گناه ده .

۴ – د نشيي توکو مُعتاد د مور او پلار نافرمان او ځوروونکی وي .

د د ې موادو له امله نه يوازي دا چي د مور او پلار په  نافرمانۍ کي مُبتلاء کېږي، بلکي د مُعتاد له امله مور، پلار او نورو قريبانو ته  تکليف رسېږي او هغوی پرې ځورېږي .

۵ – د نشيي توکو يو ضرر دا دی چي په دې سره د انسان عزت د خاورو سره خاوري کېږي .

نشيي سړي ته هر څوک په سپکه گوري او خبرو ته يې څوک غوږ نه نيسي .

نشيي سړی نه يوازي دا چي په خپله بې عزته او د خلگو له سترگو لوېدلی وي، بلکي د کورنۍ او خپلوانو لپاره هم د سپکاوي او شرم لامل وي .

۶ – نشه انسان د الله پاک له ذکر، لمانځه او عبادت څخه راگرزوي .

الله – جل جلاله – د شرابو او جواري ( خومار ) په هکله فرمايي : إِنَّمَا يُرِيدُ الشَّيْطَانُ أَنْ يُوقِعَ بَيْنَكُمُ الْعَدَاوَةَ وَالْبَغْضَاءَ فِي الْخَمْرِ وَالْمَيْسِرِ وَيَصُدَّكُمْ عَنْ ذِكْرِ اللَّهِ وَعَنِ الصَّلَاةِ فَهَلْ أَنْتُمْ مُنْتَهُونَ ( المائدة : ۹۱)

ژباړه : خبره دا ده چي شيطان غواړي په شرابو او جواري سره مو تر منځ دښمني او بُغض واچوي او د الله – تعالی – له يادولو او لمانځه څخه مو منع کړي، نو آيا تاسو منع کېدونکي ياست ؟ !!

په دې مبارک آيت کي الله پاک د شرابو او جوارۍ دوه زيانونه ذکر کړي چي يو يې دُنيوي دی چي له دې امله د انسانانو تر منځ  دښمني او بُغض پيدا کېږي او بل يې ديني دی چي له دې امله انسان له د الله پاک له ذکر او لمانځه څخه بندېږي . 

دغه دواړه زيانونه په مخدره توکو کي هم شته، انسان د الله پاک له ذکر، لمانځه او نورو عبادتونو څخه راگرزوي .

په نشه وروږدي خلگ د لمانځه او ذکر خيال نه ساتي .

۷ – مؤمن ته چي کوم تکليف رسېږي، د هغه له امله يې الله  پاک گناوي رژوي او ثوابونه ور کوي .

خو نشيي ته چي د نشې په نتيجه کي کوم ډول ډول تکليفونه رسېږي، نه يوازي دا چي ثواب ور ته نشته، بلکي د هغو له امله گناهگار هم دی .

ځکه دغه تکليفونه ده په خپله خپل ځان ته د نشې له امله  رسولي دي او ځان ته تکليف رسول گناه ده .
( نور بيا …)

و صلی الله علی نبينا محمد و علی آله و اصحابه اجمعين

ليکوال : مولوي عصمت الله عزام

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب