د ځینو حبوباتو او مېوو ګټې

۱ ـ  ممپلي : که په احتیاط سره وخوړل شي ، دزړه د امراضو سره جنګیږي ،  په ډنګریدو کې مرسته او د کلوسترول او کپورو دکینسر څخه مخنیوی کوي .
۲ ـ  بادام : په بادام کې هغه غوړ یا تیل پیدا کیږي کوم چې دانسان دوجود دپاره ډیره ګټه لري اود بادام غوړکه په احتیاط سره وخوړل شي(۱) دزړه دناروغیو ، جګ فشار ، فلج او دشکر او دځیګر دځینو ناروغیو څخه مخنیوي کوي .بادام دهډوکو اوغاښونو په ساتنه کې هم مرسته کوي او دښه کلوسترول په جګولو او بد کلوسترول په ټیټولو کې ښه رول لوبوي . بادام همدارنګه  فولیک اسید ،زنک ،سیلینیم ، بیوتین ،کاپر، ریبوفلاوین ، نیاسین او آیرون هم لري .دجلد یا پوټکو دصفا اوشفاف ساتلو کې ګټور ثابت شوی چې نن سبا په ځینو کریمونو کې ورڅخه ګټه اخیستل کیږي .

۳ ـ  کاجو :   یا کاشوخوړل په احتیاط سره نه یواځې داچې کلوسترول کنترولوي ، دمګنیزیم څخه دک دی او مګنیزیم د وینې دفشاراوبدن د شکر په نارمل ساتلو کې مرسته کوي . احتیاط ددې دپاره ضروردي ځکه چې په هرشی کې اصراف کول تاوان لري  حبوبات  دښه غوړ په لرلو سره سره   saturated بد غوړ هم لري چې دروغتیا دپاره  ډیر خوړل یې تاوان رسوي  ) کاجو دهدوکو په قوت او ښه ساتلوکې هم مرسته کوي .

۴ ـ د کدو زِړې  :   دکدوانو دزِړې غوړي دپروستیت کینسر(دکپورو کینسر) دحجروپه ورانولو کې ډیر اغیزمنه ثابت شوی او دجلد او پوټکې تازه ساتلوکې مرسته کوي . دکلوسترول په ټیټولو کې مثبت رول لري دسترګو دځینو ناروغیواودهډوکو د درد او بیماری څخه مخنیوی کوي .

۴ ـ غوز : یا (چارمغز )چینایانودډیرپخوا زمانو نه پدې نظر ووچې غوزدپختورګو دبیماری دشا او دګونډودقوت دقبض دلیرې کولودسږود بیماریواوسالنډی ته ډیرګټه رسوي .غوز د  omega3 څخه ډکه غوړ لري چې دکلوسترول په ټیټیدو کې مرسته او دزړه دناروغیوڅخه مخ نیوی کوي.

۵ ـ پِسته :   پِسته که په احتیاط سره وخوړل شي دکلوسترول په ټیټولو کې مرسته دزړه دناروغیو څخه مخ نیوی او ددوینې فشار کنترولوي .

your ads

۶ ـ ناریال غوړي : دناریالو غوړي دپوټکې یا جلد او دویښتانو په ساتلو کې ډیرمرسته کوي . که په احتیاط سره وخوړل شي کلوسترول  ټیټوي اود هضم سره مرسته کوي . دشکر دبیماري څخه مخ نیوی دوینې دفشار په کنټرول دغاښونو په ساتلوکې مرسته اوهډوکو دقوت سبب ګرځي، ذهني تشویشات   STRESS  له مینځه وړي که چیرې په سرومخل شي  یا مساج ورکړشي ویښتان ته قوت ورکوي اواعصاب آراموي .    ناریال غوړي  د hiv   اوکینسرڅخه مخنیوی کوي ، ځینې مضر بکتریا له مینځه وړي  . د  PREMATUURE AGING (هغه مرض ته وایې چې جلد په کې نمو نه کوي )  څخه مخ نیوی کوي  .

ځینې خلک داسې فکر کوي چې دناریال غوړي دزړه دپاره مضره ده  ځکه چې ډیر زیات SATURATED FAT  لري درسته ده چې ناریال غوړي د۹۰  څخه په سلوکې زیاته سچوریټټ فټ لری  اما په دې کې  ۵۰٪ لوریک اسید  LAURIC ACID هم شته  چې دجګ کلوسترول او دجګ وینې فشار څخه مخ نیوی او دوزن په کمولو کې مرسته کوي .     په درناوې

( ۱ ) ـ داحتیاط څخه کار اخیستل دا معنا چې په یو ورځ کې دیوموټې یا۱۱یا ۱۲دانو څخه زیات ونه خوړل شي .

شکرالله طاهري

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب