روغتیايي لارښوونې

د ویښتانو پخه له منځه یوسئ

د ویښتانو مختلفې شامپوګانې د پخې له منځه وړلو وړتیا نه لري. د دې ستونزې حل لپاره لاندې طریقې وازمویئ.

۱- د ناریال تیل:
له ۳ څخه تر ۵ کاچوغې د ناریال تیل سره خپل سر غوړ او ښه مالش ورکړی. یو ساعت لپاره انتظار وکړی او له هغې وروسته خپل سر په شامپو ووینځئ د لا غوره نتیجې ورکولو لپاره د ناریال شامپو استعمال کړئ.

۲- د پیاز خمیره:
د پیاز خمیرې سره خپل ویښتانو ته مالش ورکړی او د یو ساعت لپاره يي همداسې پریږدئ. له دې وروسته خپل سر ووینځئ. د پیاز بوی له منځه وړلو لپاره د لیمو اوبه استعمال کړئ.

۳- لیمو:
د لیموتیزابي خاصیت د ویښتانود پي ایچ (PH) تعادل ساتلو کې مرسته کوي چې په همدې اساس له ویښتانو څخه پخه له منځه وړي. دوه کاچوغې لیمو اوبو سره خپل ویښتانو ته مالش ورکړی او له هغې وروسته خپل ویښته په اوبو سره ووینځئ. دغه عمل باید هر ورځ تکرار شي تر څو ویښته له پخې څخه پاک شي.

۴- بیکینګ سوډا (Baking Soda):
لومړۍ خپل ویښته لوند کړئ او بیا د بیکینګ سوډا پوسیله مالش ورکړئ. له دې عمل وروسته هم شامپو مه استعمالوئ او خپل سر له اوبو سره ووینځئ. بیکینګ سوډا په ویښتانو کې د فنجي (Fungi) مخه نیسي کوم چې د پخې اصلی لامل ګڼل کیږي.

۵- خپل ویښته هره ورځ ووینځئ:
د غوړ ویښتانو څخه د خلاصون لپاره خپل ویښته هره ورځ په شامپو ووینځئ. د ویښتانو اضافي غوړه کیدی شي د ملاسیزیا (Malassezia) ناروغۍ له امله وي.

۶- هوګه:
هوګه د فنجي ضد خاصیت لري نو په همدې اساس د پخې له منځه وړلولپاره تر ټولو غوره درمل ګڼل کیږي. د هوګې بوي له منځه وړلو لپاره لږه اندازه شات ورسره زیاته کړئ او خپل ویښتانو ته مالش ورکړئ او له مالش وروسته يي ووینځئ.

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: