د ورځې یوه کیله د سترګو لید ژغورلی شي

کیله د نورو بې شمیره ګټو سربیره د سترګو لید لپاره هم یوه ګټوره میوه ده. کیله د سترګو روغتیا بهتره کوي او د عمر له زیاتوالي سره د سترګو د لید د کموالی خطر کموي.

د استرالیا په کوینز لینډ پوهنتون کې ترسره شوې یوې څیړنې کې ویل شوي چې په کیله کې کیروټین (Carotene) نومې مواد وجود لري. کیروټین میوو او سبزیجاتو ته سور یا ژیړ رنګ ورکوي.

کیروټین (Carotene) نومې مواد وروسته له هغه چې بدن ته دننه شي په ویټامین اې (Vitamin A) بدلیږي. ویټامین اې د سترګو روغتیا او لید لپاره تر ټولو اړین ویټامین دی.

له دې څخه وړاندې په یو شمیر روغتیايي څیړنو او پلټنو کې ثابته شوې وه چې کیروټین نومې مواد د سرطان ځینو ډولونو، د وینې د شریانونو ناروغیو او شکر څخه انسان په خوندي ساتلو کې مرسته کوي.

اوس د دغې نوې استرالیايۍ څیړنې پر بنسټ دغه ګټوره میوه د نورو ګټورو موادو لرلو سربیره د کیروټین نومې موادو غوره منبع هم ګڼل کیږي کوم چې په بدن کې د ویټامين اې کمی پوره کولو کې کوم چې د سترګو لید لپاره ډیر اړین دی مهم رول لوبوي.

your ads

څیړوونکو هڅه وکړه چې د کیلې دوه مختلف ډولونه وڅیړي او معلومه کړي چې ایا د کیلې په مختلفو ډولونو کې د کیروټین اندازه توپیر کوي که نه.

د څیړنو په پایله کې څرګنده شوه چې په ورځنی ډول یوازې د یوې کیلې خوړل د عمر زیاتیدو سره د سترګو لید ته پیښیدوونکو ناروغیو په مخنیوی کې ډیره زیاته مرسته کوي.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب