شیدې او شړومبې د زده کوونکو لپاره غوره څښاک

شیدې او ګاز نه لرونکې شړومبې د محصلینو او زده کوونکو لپاره تر ټولو ښه څښاک بلل شوی دی؛ د تغذیې د برخې څېړونکي او روغتیا پالان وایي زده کوونکي باید د سپکو خوراکونو لکه چپس برګر او دې ته ورته نورو څخه چې په کاپي اندازه انرژي نه لري، ځان وساتي او پر ځای یې داسې خواړه وکاروي چې هم انرژي ولري او هم یې د حافظې له قوت سره مرسته وکړي.

دوی وایي، شیدې او هغه شړومبې چې زیاته مالګه او ګاز ونه لري، دغه راز د مېوو جوسونه د زده کوونکو او محصلینو لپاره تر ټولو ښه څښاک دی چې په اسانۍ سره یې د بدن اوبه او نور د اړتیا وړ مواد برابروي.

د تغذیې برخې متخصصه اغلې پریسا ترابي وایي، د زده کوونکو او محصلینو لپاره باید کامله سهارنۍ په پام کې ونیول شي او داسې څه په کې وخوړل شي چې د ورځې تر نیمایي پورې محصل یا زده کوونکی د لوږې احساس ونه کړي او دغه راز یې په پر له پسې ډول د بدن د ضرورت وړ انرژي هم پوره کړي.

نوموړې وایي د دې لپاره چې زده کوونکي د سهارنۍ لپاره اشتها پیدا کړي، باید سهار وختي له خوبه پورته شي او تر ټاکلې اندازې ورزش وکړي. هغه زیاتوي: ((په ښه ډول خوراک وکړئ او بدن ته مو اوبه ورسوئ؛ ځکه مغز په يوازې ځان ۲۰ په سلو کې انرژي کاروي، زموږ خړ سلولونه هره روځ نيم ليتر اوبو او د سبوس لرونکې ډوډۍ، وريجو او مکروني په شان پېچلو کاربوهیدريتونو ته اړتيا لري، له اسيدامينونو او ويټامينونو ډکو خوراکي توکو ته لومړيتوب ورکړئ. ويټامين بي ۱۲، ينه، کبان، لبنيات، مېوه او شنه شيان پر حافظه مخامخ اغېز لري، په دې موادو کې شته انتي اکسايدونه او د کبانو نا اشباع شوي غوړي د مغز د سلولونو د پياوړتيا لامل کېږي.

خوب ته مو ارزښت ورکړئ

ښه خوب د حافظې د ښه کار لپاره اړين دی؛ پام مو وي چې د خوب کموالی په حافظه کې د اړو دوړ لامل کېږي؛ ځکه زموږ مغز د شپې هم کار کوي، د خوب پر مهال کړنيزه حافظه ځواکمنېږي؛ شخصي خاطرې بيا ژوندۍ کېږي او فعالېږي، که دا کارونه ترسره نه شي مغز به د ورځې په اوږدو کې د معلوماتو د خوندي کولو وړتيا ونه لري.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب