ژوند راز

د وخت غله پېژنئ؟

عمر او عمر يعنې د انسان تر ټولو ډېره ګرانه شتمني. که وخت نه وای نو نه مال په لاس راته، نه علم ترلاسه کيده اونه انسان په دې دنيا او هغه دنيا کې خپلو غوښتنو ته رسيده. نو آيا د خلکو د وخت د غلا کولو نه بله ډيره غټه غلا شته؟ آيا په مونږ کې داسې کس شته چې د وخت د غلا کيدو په اړه شکايت و نه لري؟ او ترې متأثره شوی نه وي؟ داسې غلا چې د لاسته راوړلو لپاره يې محکمې ته هم مراجعه نه شي کيدای ځکه چې د پيسو او مال غل د قانون پوسيله محاکمه کيږي مګر د وخت غل چې کله کله دا وخت له زرو ليرو نه هم ګران وي نه محاکمه کيږي او په خپل حال پريښودل کيږي

ليکنه: استاد علي طنطاوي

ژباړه: ډاکټر سيد افتخار سادات

 د وخت غله مې په کور کې هم ارام نه پريږدي

زما له بدو عادتونو څخه يو دا دی چې د ټولو مقالو ليکنه او د ويناوو د متنونو برابرونه مې تر وروستۍ شيبې پوري ځنډولي وي تر څو چې په وروستۍ شيبه کې خپل ټول فکر په يو ځای په کار واچوم او د مقالو په ليکلو او د ويناوو د متنونو په ترتيبولو کې له بيړې نه کار واخلم يعني خپل کار لکه د سوی پشان په تيزۍ او چالاکۍ سر ته رسوم نه د کشپ پشان يي په ورو او يو د بل پسې تړلي ډول لکه چې فرانسوي اناتول وايي: ((پرېږده لافونتين هرڅه چې وايي ودي وايي مګر حقيقت دا دی چې سوی تل له کشپ نه ميدان وړی دی.)) همدا وجه ده کله چې ليري ختيځ ما ته د دې وينا د اماده کولومکلفيت راکړ نو د دې ثبت مې بيروت ته د سفر له وخته دوه ساعته مخکې ته پريښی وو. کله چې په خپله کوټه کې کښيناستم  او د فکر په کولو مې پيل وکړ، موضووع مې لا نه وه غوره کړې او په سوچ کې لا نه وم ډوب شوی چې ناڅاپه مې د کوټې ور خلاص شو او دوه بيګانه او نا اشنا ځوانان چې په خپل ژوند کې مې هم نه وو ليدلي، بې له اجازې او ور ټکولو ـــ لکه المان چې بلژيک ته ننوځي ـــ زما کوټې ته را ننوتل. د يوه سر دومره غټ وو لکه د يوې ويروونکې يږې پشان، ويښتان يي لکه د جنګ نه تښتيدلي حبشي چرګ غوندي ببر او بريت يې چې نه د ختيځ مود وو او نه د لويديځ، د انجونو د وروځو په شان نري، او د موږک د لکۍ پشان د خولې دواړو خواوو ته راځوړند. الله تعالی يې هم په څيره کې ډيره بدخويي اوشرارت ځای په ځای کړی ووـــ اعوذباالله ـــ هغه بل يې د غوږونو د غاړو ويښته داسې خرېيلي وو ته به وايي چې د شپې خوب کې ترې پيشو څټلي.

دواړه کښيناستل، زه له کوټې نه ووتلم ترڅو پوښتنه وکړم چې دې لويې بلا ته چا زما د کوټې لاره ښودلې ده. پوه شوم چې کوچنۍ لور مې چې کله ټک ټک اوريدلی نو ور يې خلاص کړی او د ميلمنو په ليدلو سره ـــ د ميلمه پالنې د ختيځوال عادت له مخې چې هيڅکله ميلمه نه ځوابوي ـــ هغوی ته د کور د ننوتلو اجازه ورکړې او د خپلو وړو ګوتو په مرسته يې ور ته زما کوټه په ګوته کړې تر څو چې د مرګ په شان  ناڅاپه په مارا نازل شې. سلام يې واچاوو ليکن ما په يو ضعيف غږ اوغير صميمي ډول ور ته ځواب ور کړ او له هغوی نه مي زما د وسې د خدمت پوښتنه وکړه. دا يوه نوې اصطلاح ده چې د نن ورځې په بلاغت کې يې معنی ده: ځه لاړ شه زه در سره مرسته نه شم کولی! هماغه بد اخلاقه او ببر سری سړی په داسې حال کې چې ځان يي ځيرک اوپوه ګاڼه مخکې راغی او په يوه داسې غږ سره چې نيم يې له پزې او نيم يې له ګيډې را ووت په خبرو پيل وکړ چې نيمې يې تيرولې او په نيمو نورو يي شخوند واهه. زما په کوټه کې يې په ګرځيدو پيل وکړ. زه نو له قهره دومره ډک شوی يم چې هر رګ مي لکه د ليندۍ د تار په شان چې يو ځل ښه کش شوی وي او بيا بيرته پريښودل شي ټوپونه وهي.

ليکن هغه دهرې جملي په پاې کې يوه خندا هم کوي داسې خندا چې د روزۍ د بنديدو سبب کيږي او له غرور نه داسې ځان ته ګوري لکه يوه زړه مينه ښځه چې د هيندارې مخي ته ځان ته ووايي واه واه څومره ښه!! څومره ښکلې يې!.

لنډه دا چې له دې مزاحمت نه د دوی مطلب دا وو چې غوښتل يې يوه ډرامه وليکي او د لومړي ځل لپاره يې زما په وړاندي چې زه يې له ښو اديبانو څخه ګڼلم وړاندې کړي. ما ور ته وويل چې د نندارې د وړاندې کولو وخت څومره دی؟ ويې ويل نيم ساعت. ما وويل: په دوه سوه ليري. که سر مي ستاسو په درد کړی نه وي نو کولای شئ نتيجه په خپله واخلئ.

له کور نه د وتلو په مهال يوه يې مخ راوګرځاوه او ويې ويل: ډيرمتأسف يم، مونږ له تانه هيڅ نه غوښتل همدومره چې يوساعت مو خپل راکړ بس دی!

 يوازې يو ساعت وخت مې! دا هماغه موضوع ده چې ورپسې وم، آيا هغه وخت مي پيدا کړ؟ همدا زما  غوره کړې موضوع ده: د وخت غلا، وخت يعنې عمر او عمر يعنې د انسان تر ټولو ډېره ګرانه شتمني. که وخت نه وای نو نه مال په لاس راته، نه علم ترلاسه کيده اونه انسان په دې دنيا او هغه دنيا کې خپلو غوښتنو ته رسيده. نو آيا د خلکو د وخت د غلا کولو نه بله ډيره غټه غلا شته؟ آيا په مونږ کې داسې کس شته چې د وخت د غلا کيدو په اړه شکايت و نه لري؟ او ترې متأثره شوی نه وي؟ داسې غلا چې د لاسته راوړلو لپاره يې محکمې ته هم مراجعه نه شي کيدای ځکه چې د پيسو او مال غل د قانون پوسيله محاکمه کيږي مګر د وخت غل چې کله کله دا وخت له زرو ليرو نه هم ګران وي نه محاکمه کيږي او په خپل حال پريښودل کيږي.

 په دفتر کې هم خپل کار نه شم ترې کولی

اوس څه بايد وکړم؟ او د وخت له غلو نه څنګه وتښتم؟ کله چې سهار شې نومحکمې ته ځم تر څو دوسيو ته لاس رسی وکړی شم. په دفتر کې کار کوم چې يو داسې دوست راځي چې نه خپلوي ور ته اهميت لري او نه دې ته ځير دی چې په دې شين سهار کې مزاحمت کول ښه کار نه دی. زه کوښښ کوم چې ور سره ښه چلن وکړم، زه ور سره دومره خبرې کوم چې پوه شم چې حق مې ور ادا کړی دی. دی غلی کيږي اوزه هم په خپل کار کې بوختيږم. لا مې په فکر کولو او د دوسيو په ترتيبولو پيل نه وي کړی چې خوله يي خلاصيږي او يوه اريانوونکې ملغلره يې له خولې راوځې او وايي: نورڅنګه ياست؟! ــ خدای دې وساته، شکر خدايه. په داسې حال کې چې په ما ډير بوج او کار پروت دی او بايد د څلويښتو نه زياتو دوسيو ته ځان ورسوم او ختمې يې کړم. له همدي کبله سهار وختي محکمې ته راغلی يم.

ځان سره داسې وايم چې که مخاطب مې په ژبه نه پوهيدونکی ځناور هم وی نو زما  حال ته به ځير شوی وای او نور به يې زما مزاحمت نه کاوو. زه نو په کرارۍ سره خپل کار يو ځل بيا پيلوم. لږ دم لا تيرشوی نه وي چې يوه بله ملغلره يې له خولې راوځي او ووايي: د طلاق ميزان په دې ورځو کې زيات شوی، همداسې نه ده؟ زه نو ور ته قانع کوونکي ځوابونه وايم او هغه غلی کيږي او زه بيا خپل کار له سره شروع کوم. خو په خپل کار کې لا ډوب شوی نه يم چې محترم بيا په خبروشروع کوي: قضاء ډير سخت او سردردوونکی کار دی!  زه نو د ډيره قهره ډک شوی يم او نژدې ده چې له ډيرې غُصې نه وچوم. ادب او نزاکت هيروم او غږ کوم چې: له تا نه ډير زړه تنګوونکی او سردردوونکی بل څوک شته! لږ شيبه غلی شه چې زه خپل کار وکړم؟! دا ګران دوست ځي او زما په اړه يي چې څه له وسې کيږي وايي يې: هغه ډير بد اخلاقه او تند خوی دی، په خپل کار باندې ډير مغروردی، تر اوسه يې ادب اونزاکت نه دی زده کړی او همداسې نورې خبرې.

ښه ګرانه لوستونکيه زه اوس څه بايد وکړم؟

 په لاره کې هم راپسې دي

په لاره پياده روان يم او هڅه کوم چې بې له دې چې يوه دقيقه مي هم ضايع شي خپل د کارځای ته ورسيږم. ناڅاپه مې يو غټ خيټی سړی مخې ته راځي، ته به وايې چې يو بيړا دی چې ځمکه يې شکولې او له ځمکې نه راوتلی. ناڅاپه خپل لاس را ته را اوږدوي تر څو را سره ستړي مشي وکړي ــ داسې اوږده لاسونه لکه د نانوايي د ډوډۍ راايستلو سيخان ــ او په خبرو پيل کوي. داسې خبرې کوي چې نه زما په کار راځي او نه يې د خپل درد دوا کيږي، داسې بيهوده خبرې چې ګيډه يي ترې ډکه کړې اوله ما نه ور ته بل بې عقل نه دی پيدا شوی چې ورته يي ووايي او خپله د آرامۍ ساه واخلي.

 ځان کوڼ اچوم، بيا مې هم نه پريږدي

کله له دېرش مترۍ نه راباندې غږ کيږي: استاد! زه ځان په ناخبرۍ اچوم اوقدمونه تيزوم لکه چې بيخي مې آواز نه وي اوريدلی مګر بيا چيغه وشي استاد طنطاوي! استادطنطاوي!

خدايه شکر. زه اودريږم او صبر کوم تر څو هغه سړی چې غږ يې کړی راورسيږي، داسې غږونه کوي ته به وايې چې زه يي پوروړی يم او د پور د اخيستو وخت يې رارسيدلی دی، يا يو مجرم يم او هغه يو وظيفه پيژندونکی پوليس دی چې غواړي ما ونيسي، يا دا چې ماته مې يو له دوستانو نه چې زه يي نه پيژنم له طنطا څخه زيری راوړی دی. کله چې ماته را رسيږي نو وايي: استاد! خدای پوهيږي چې ستاسو د ديدار څومره تږی وم، څـــــــــــنګه يئ؟ تاسو وواياست چې زه څه ډول غبرګون ښکاره کړم؟ هغه ووهم؟ بد رد ورته ووايم؟ په خپل حال يې پريږدم اوترې نه ولاړشم؟څه ور سره وکړم؟  خو وېرېږم چې خلک به وايي چې څه بې نزاکته سړی دی! هيڅ چاره نه لرم پرته له دې چې خبره سرسري ونيسم او پريږدم چې هر څه چې وايي ودې وايي. هغه دې ووايي چې زه دې د ديدن تږی يم او زه ووايم چې زه له تا نه زيات ستا د ديدن تږی يم په داسې حال کې چې مونږ دواړه دروغ وايو.

 د سهار له لمانځه مخکې مې دروازې ته ولاړ وي

ځينې چې سهار وختي له خوبه پاڅيږي ګُمان کوي چې ټول خلک به د ده پشان وي. سهار شپږ بجې وي چې ور راوټکوي. ناڅاپه له بستر نه پاڅيږم ، ګورم چې يو ميلمه مې د دروازې شا ته ولاړ دی چې لطف يې کړی او زما د حال پوښتنې ته راغلی دی. تاسو فکر وکړئ که يو څوک په روڼ سهار کې له بستر نه د کوڅې د دروازې په لوري منډه واخلي په داسې حال کې چې نه يې مخ اولاسونه وينځلي وي، نه يې د خوب کالي بدل کړي وي او نه يې لا تر اوسه د سهار چای څښلی وي،  په شين سهار کې د چا چټياتو ته غوږ ونيسي؟

 په نيمه شپه کې هم نه ترې خلاصېږم

دا بل چې غونډه شپه يې په نيغه تيره کړې فکر کوي چې نور هم ده په شان دي. د شپي لس بجې ور راټکوي او کور ته راځي. زه خوب پرېږدم او تر نيمې شپې له هغه سره کښينم او اوتو بوتو ته يې غوږ نيسم. ښځه مې چې د ورځې د کور له کارونو نه ډيره ستړې شوې وي له خوبه پاڅوم ترڅو نوموړي محترم ميلمه ته چای تيار کړي او دا لا څه کوې، چې که لږه مهرباني ور سره وښيې نو بيا خو لا شپه هم غواړي.

دا خو پرېږده چې دا درېيم مې په دروازه کې رانيسي،  په داسې حال کې چې د بوټانو مزي مې لا سم نه دي تړلي او لا دفتر يا کوم بل ضروري کار ته نه يم روان شوی چې بيرته مې کور ته را ګرځوي تر څو ور سره کښينم او بيهوده خبرو ته يې غوږ ونيسم!

ځکه چې مونږ قران ته شا اړولې

ګرانو خويندو او وروڼو تاسې خو زما خبرې واوريدې نو دا ووايئ چې کله به د وخت په ارزښت پوهيږئ؟ کله به په دې پوهيږئ چې د يو چا د يوه ساعت وخت غلا کول داسې دي لکه چې د هغه له جيب نه مو يو دينار غلا کړی وي؟ کله به د قران لارښوونې د خپلې لارې مشال ګرځوئ؟

اوس نو د الله جل جلاله دا وينا په ياد راولو:(( لاتدخلوا بيوتاً غير بيوتکم حتی تستأنسوا)) دخپلوکورونونه پرته نورو کورونو ته بي له اجازي اخستلو مه ننوزﺉ!

((وان قيل لکم ارجعوا فارجعوا)) ا وکه درته وويل شول چی وګرځی، پس وګرځی.

خو د افسوس ځای دا دی چې اروپايانو زمونږ د دين آداب خپل کړي او په خپل ورځني ژوند کې يي پلي کړي مګر زموږ حال دومره بد دی چې مونږ دغه ټول ارشادات بالکل هير کړي دي اوهيڅ عمل پرې نه کوو.

 ډاکټر سيد افتخار سادات

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: