خپل ژوند جوړ کړه

هر انسان كولاي شي چى خپل ژوند تر يو څه حده پورى جوړ كړي- كه څه هم هغه د غريبۍ او شتمنۍ ژوند وي دنيكبختۍ وي اويا د بدبختۍ ژوند وي.

اول نصيحت تاته دادى چى ته هيڅكله پيښمانه او بى زړې كيږه مه، بلكې په آينده كى د الله نه خير وغواړه, دا مه وايه چى زه نابغه نه يم او يا ظروف او حالات زما پر ضد دي. دنيا يوازې په نابغه ګانو ودانه نه ده او نه هم يوازې نابغه ګانو ته اړه ده، او نه هم بری يوازې په نابغه ګانو پورې تړلى دی او د نورو په قسمت كې نشته.

اكثره ځوانان دا فكر كوي، هغه خلك چې لوړ مقام ته رسيدلي او په دنيا كې يې ډير زيات شهرت موندلې دى، دوی به بې له كوم تكليف او مشقت نه دغه مقام ته رسيدلي وي او يا هغه خلك چى نا اشنا شيان يى په دنيا كى ايجاد كړيدي او يا هم هغه خلك چى له خاورو يى سره زر جوړ كړيدي دا ټول يى په ساحرانه ډول ترسره كړيدي او هيڅ تكليف به يئ په كى نه وي ويستى؟ نه داسى نده. دغه فكرونه او سوچونه ټول هغه شيان دى چى انسان له عمل او كاميابۍ نه منع كوي او د پرمختګ مخه یی نیسي.

هو! هر چا چى اول په كار شروع كړيده نوپه لمړي سر كى په شك او تردد كى غورځيدلي او له تكليفونو سره مخ شوي، خوڅوک چی ‏ د كاميابۍ پړاوونوته رسیدلي وي هغوي د خپل كار په شروع كې په ځان کی دا احساس بیچا کړې چى له دوي سره شمع ده چى رڼا ورته كوي او په تللو باندى يى زړوره وي او څومره چى مخ به وړاندې ځي نو دده عزم پیاوړې کیږي نو دى بى له كوم ډاره نور هم په تللو باندى زړوريږي.

تر ټولو ښه او كاميابه وسيله د ځوانانو د بریالیتوب لپاره داده چى د خپل ځان لپاره لومړې یو لوړ هدف غوره كړي اوبیا دې دا لوړ هدف مخى ته كيږدي او تل دى ددى لوړ هدف د لاسته راوړلو لپاره تاند ووهي…معنی دا چی له ځان سره دی يو خيالي تصویر جوړ كړي: چى له ځانه به يو ستر عالم جوړوم او يا هم يو كاميابه تاجراو داسى نور….

your ads

مونږ په خپل ژوند كې ګورو هغه څوك چى ديو ميل د مزل كول عزم وكړي نوكله چى دا سړې يو ميل لاره اوهي نو په رسيدو سره به ډيره ستړتيا حس كړي مګر هغه كس چى د ٤ او يا ٥ ميلو د تګ عزم وكړي نو دا سړى به دوه يا درى ميله بغير د كومې ستړتيا اوهي ځكه دده هدف لوړ او قوي او پراخه دى.

هو! دغه لوړ هدف چى په هر ځوان يى طلب لازمي او واجب ده بايد چى د مال د ترلاسه كولو لپاره نه وي بلكه ددى لپاره وي چى به ځان كى د عمل كولو, ښه اخلاقو, ريښتيا ويلو, امانت ساتلو, له هغه كار نه چى ستا بد رازي سترګى پټول او مرتكب ته يى د څه نه ويلو, په فقيرانو او ضعيفو خلكو باندى عطف او مهرباني كولو لپاره وي چی همدا ستا لپاره غټه كاميابي ده.

د خفګان خبره داده چى اكثره خلك د يو كس كاميابي د هغه په هغه مال او دولت پورى تړي په كوم چى هغه تر ټولو ښه طعام خوري او تر ټولو خوږې اوبه څښي خو كه چيرې دولت او خاني طلب شي نو دا ورسره لازمي ده چى يو د عزت النفس او په ښو كارونو ځان سنبالول هم ورسره وغوښتل شي. دهغه مال به څه خوند وي چى په ‍‍‍‍‍ذلت سره یی ترلاسه کړې وي؟

يو دمهمو كارونو څخه دژوند په جوړولو كى دادى چى پخپل ځان كى دا جرأت او وړتيا پيدا كړې چى زه هر څه كولاي شم او په هر څه كى كاميابي ترلاسه كولاي شم. همدارنګه الله تعالی په قرآن كريم كى هم پخپل نفس باندى د اعتماد او باور او په امت باندى داحسان کولو یادونه كړي:
” كنتم خير امة اخرجت للناس تأمرون بالمعروف وتنهون عن المنكر وتؤمنون بالله”
نو هغه كس څوک چى په خپل ځان اعتماد او ویسا نلري او سوچ کوي چى زه هيڅ نه يم او هيڅ نشم كولاي دى دځان هغه غوښتنى چى دا يى پوره كولاي شي اوپرې برلاسی وي وژني.

نو اى زده كونكيه! پخپل ځان باندى اعتماد او باور وكړه اوپه ځان کې عزت النفس پیدا کړه.
ورسته له دى چى دې ځانته يو لوړ هدف وټاكلو او دهغى په لاسته راوړولو كى دى هلې ځلې شروع كړې او پخپل نفس دى اعتماد وكړو نو بيا په خپل ژوند كى د خوشحالۍ او نېکبختۍ راوستلو كوشش وكړه ځكه خوشحاله ژوند د رنځونو د علاج لپاره يوه ښه دوا ده او د ستړياو په لرې كولو كى يوه ښه مرستندویه كونكې دی.

نو اوچت او لوړ هدف او پخپل ځان باندى اعتماد او په خپل ژوند كى خوشحالي او نېکبختي پيدا كول هغه څه دي چى ته پرى خپل ژوند جوړولې شی، كه چېرې مو دا كار وكړ نو دا ستا او د امت لپاره خير دى اوپه ځانګړي ډول ستا لپاره يوه ستره كاميابي ده (كه څه هم د ډير مال خاوند نشې). دهغه مال به څه خوند وي چى كړاوونه يى مله وي او د خوشحالۍ او ارامۍ په کې څرک نه لګیږي او دهغى دنيا به څه خوند وي چى په پيدا كولو پسى يى ټول عمرلالهانده تېر كړى؟

اکرام الدین کامل

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب