د لمانځه وختونه

د لمانځه وختونه کوم دي؟

دلمانځه وختونه په ځنوقرآني  آيتوکې راغلي دي .
أَقِمِ الصَّلاَةَ لِدُلُوكِ الشَّمْسِ إِلَى غَسَقِ اللَّيْلِ وَقُرْآنَ الْفَجْرِ إِنَّ قُرْآنَ الْفَجْرِ كَانَ مَشْهُودًا (الاسراء ۷)».
((قائموی (سم اداکوﺉ سره له ټولو حقوقو) لمونځ ورسته له زواله دلمرترتياري دشپی پوری (يعنی دظهر،عصر،مغرب اوعشاء لمونځونه ادا کړه !) اوله قرائت دفجر(يعنی دسهارلمونځ ادا کړه) بيشکه چه قرآن لوستل (لمونځ کول) دفجرحاضرشوی دی (يعنی ورحاضريږی ملائک دشپی اود ورځی )).
«وَأَقِمِ الصَّلاَةَ طَرَفَيِ النَّهَارِ وَزُلَفًا مِّنَ اللَّيْلِ إِنَّ الْحَسَنَاتِ يُذْهِبْنَ السَّـيِّئَاتِ ذَلِكَ ذِكْرَى لِلذَّاكِرِينَ (هود ۱۱۴)».
((او قائم کړه  (سم ودروه سره له ټولو حقوقو) لمونځ په دواړو طرفونو دورځی اوپه ساعاتو له شپي (چه نژدي وي ورځی ته) يقيناً چه نيکی (يعنی پنځه وخته لمونځ) لری کوی بدي (کوچنی ګناهونه) ،دغه (حکم اووعده) پند دی لپاره دپندقبلوونکو)).
« نَزَلَ جِبْرِيلُ فَأَمَّنِي فَصَلَّيْتُ مَعَهُ ثُمَّ صَلَّيْتُ مَعَهُ ثُمَّ صَلَّيْتُ مَعَهُ ثُمَّ صَلَّيْتُ مَعَهُ ثُمَّ صَلَّيْتُ مَعَهُ يَحْسُبُ بِأَصَابِعِهِ خَمْسَ صَلَوَاتٍ» بخاري
 ((جبرل نازل شو اوما دهغه په امامت له هغه سره لمونځ وکړ،بيامي ورسره لمونځ وکړ، بيامي ورسره لمونځ وکړ، بيامي ورسره لمونځ وکړ، بيامي ورسره لمونځ وکړ،په ګتوسره يی پنځه لمونځونه حساب کړل))
کله چه رسول الله صَلي الله عَليهِ وَ آلهِ وَ سَلّم معاذبن جبل (رض)   يمن ته ليږلو هغه ته يی داسې وفرمايل:
«ادْعُهم إِلَى: شهادةِ أنْ لا إله إلاّ اللّهُ وأني رسولُ اللّهِ، فإن هُمْ أطاعوا لذلك فأَعْلِمْهُم أنّ اللّهَ افترَضَ عليهم خَمسَ صَلواتٍ في كلّ يومٍ وليلة، فإن هم أطاعوا لذلك، فأَعْلِمْهُم أنّ اللّهَ افترضَ عليهم صدقةً في أموالِهمْ، تُؤخَذُ من أغنيائهم وتُرَدُّ على فُقَرائهم» بخاري: 1377
((هغوی دعوت کړه په شهادت د شهادةِ أنْ لا إله إلاّ اللّهُ وأني رسولُ اللّهِ پس که هغوی دادعوت قبول کړ،نوبيايي پوه کړه چه الله تعالی فرض کړي پرتاسي په هره شپه اوورځ کې پنځه وخته لمونځونه بيايې چه لدې حکم څخه پيروي  وکړه نوخبريې کړه چه الله تعالی پرتاسې صدقه (زکات ) فرض کړي ،چه دمالدارو دهغوی نه به اخستل کيږي پر فقرآء اوتنګلاسودهغوی ته به ورګرځول کيږي )) .
مګرشيعيه چه دپنځو وختو لمونځونه په دريووختو کې کوي صريح مخالف له قرآن اواحاديث رسول الله (ص)  سره کوي .
پدی اړه محمد عبدالطيف انصاری (مدينه منوره) په خپل کتاب(يا غافلاً عن الصلاة) کې داسې ليکي:
دحضرت علی(رض)  د خپل خلافت په دوران کې داسلامی خلافت ټولو واليانو ته داسې مکتوب وليږه.
په هغه مکتوب کې دپنځه وخته لمانځه واضح حکم شوی دی .
دغه حکم له کتاب نهج البلاغه چه معتبرترين کتاب پس له قرآن کريم په نزد دشيعيه ګانو دی نقل کوم:
«أَمَّا بَعْدُ فَصَلُّوا بِالنَّاسِ اَلظُّهْرَ حَتَّى تَفِي‏ءَ اَلشَّمْسُ مِنْ مَرْبِضِ اَلْعَنْزِ وَ صَلُّوا بِهِمُ اَلْعَصْرَ وَ اَلشَّمْسُ بَيْضَاءُ حَيَّةٌ فِي عُضْوٍ مِنَ اَلنَّهَارِ حِينَ يُسَارُ فِيهَا فَرْسَخَانِ وَ صَلُّوا بِهِمُ اَلْمَغْرِبَ حِينَ يُفْطِرُ اَلصَّائِمُ وَ يَدْفَعُ اَلْحَاجُّ إِلَى مِنًى وَ صَلُّوا بِهِمُ اَلْعِشَاءَ حِينَ يَتَوَارَى اَلشَّفَقُ إِلَى ثُلُثِ اَللَّيْلِ وَ صَلُّوا بِهِمُ اَلْغَدَاةَ وَ اَلرَّجُلُ يَعْرِفُ وَجْهَ صَاحِبِهِ » ليک 52 نهج البلاغه
امابعد! دظهرلمونځ له خلکوسره ترهغه اداکړی چه دلمرسيوری په اندازه دځای دوزی دچملاستی شی،اودعصرلمونځ له هغوی سره هغه وخت اداکړی چه لمرسپين وی اودومره پاتی وی چه دوه فرسنګه لاره طی شی،اودمغرب لمونځ هغه وخت اداکړی چه روژه دار روژه ماتوی اوحاجی مناته روانيږی ،اودعشاء لمونځ له هغوی سره اداکړه د شفق له ورکيدوڅخه  تردريمی حصی دشپی پوری يې ادا کوی ،اودسهار لمونځ هغه وخت له هغوی سره اداکوه چه هرڅوک يواوبل وپيژني .

دپنځه وخته لمونځونو داوقاتو په اړه  دحضرت علی(رض)     فرمان .

خو بياهم هغه کسان چه دحضرت علی (رض)   دمحبت دعواوی کوي ولې پنځه وخته لمونځونه په دريووختوکې ادا کوی؟ ،دغه عمل له قرآن ،سنتواودحضرت علی(رض)     له حکم سره ښکاره مخالفت دی اوددوی بی ځايه دلايل دهيڅ اعتبار وړ نه دي .
دلمانځه اداکولو وختونه په لاندی ډول دی :
۱- دسهار دلمانځه وخت : دصبح صادق يعنی سپيدو چاودلو نه شروع کيږی آخر وخت دلمر ختلونه مخکې .
۲- دماسپښين دلمانځه وخت :   دلمر زوال دغروب په طرف نه شروع کيږي آخر وخت کله چه دهر شی سيوری داصلی سيوری    سربيره دوچنده شي .
۳- دمازديګر دلمانځه وخت : دماسپښين دلمانځه دوخت په ختميدو سره د مازديګر وخت پيل کيږی تر لمر لويدو پورې .
۴- دماښام دلمانځه وخت : دلمر لويدو نه ورسته شروع کيږي او دشفق دسوروالی له منځه تلو پورې دوام کوي لکن د ماښام لمونځ بايد دومره تأخير نشي چه په آسمان کې ښه ستوری ښکاره  شی .

۵- دماسخوتن دلمانځه وخت : دسرخي د ورکيدو نه پس تر صبح صادق پوری چه دماښام دلمانځه له وخت يونيم ساعت ورسته د ماسخوتن لمونځ روا کيږي .

 

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب