د نړۍ لس هغه هيوادونه چې زيات مسلمانان په کې ژوند کوي

مسلمانان چې د نړۍ په بيلابيلو هيوادونو کې ميشت دي خو ډېره برخه يې په اسيا، منځني ختيځ، شمالي افريقا، اروپا او امريکا هيوادونو کې ميشت دي.

په ۲۰۱۰ زيږديز کال کې د پيو څېړنيز مرکز له لوري په ترسره شوې شميرنه کې ښودل شوي چې په نړۍ کې د مسلمانانو نفوس شاوخوا ۱،۶۲ بيليونه دي، چې د نړۍ د نفوس ۲۳،۴ سلنه برخه ګڼل کيږي چې په همدې توګه اسلام د نړۍ دوهم زيات نفوس درلودونکی دين بلل کيږي.

د سيمه ييز تناسب له مخې، په منځني ختيځ او شمالي افريقا کې ۹۱،۲ سلنه خلک مسلمانان دي، په شمالي افريقا کې ۲۹،۶ سلنه خلک مسلمانان دي، په اسيا او استرليا کې ۲۸،۸ سلنه خلک مسلمانان دي، ۶،۰ سلنه په اروپا کې او ۰،۶ سلنه مسلمانان په امريکا کې ژوند کوي.

دلته اوس د هغو لسو اسلامي هيوادونو يادونه کوو چې د نفوس له مخې د نړۍ تر ټولو زيات مسلمانان په کې ژوند کوي.

Muslim world

۱ – اندونيزيا:
اندونيزيا د نړۍ لومړی هيواد دی چې تر ټولو زيات مسلمانان په کې ميشت دي، د اندونيزيا هيواد ۸۸،۱ سلنه خلک مسلمانان دي چې د ټولو مسلمانانو نفوس يې ۲۰۴۴۸۷۰۰۰ تنه دي.

۲- پاکستان:
پاکستان د نړۍ دوهم هغه هیواد دی چې زيات مسلمانان په کې ژوند کوي، په دې هيواد کې ۹۶،۴ سلنه خلک مسلمانان دي چې ۱۷۸۰۹۷۰۰۰ تنه کيږي.

۳- هندوستان:
هندوستان د نړۍ يو له زيات نفوس لرونکو هيوادونو څخه دی، که څه هم مسلمانان په کې د هندوانو په نسبت کم دي خو د زيات نفوس له امله بيا هم په دې هيواد کې ډېر مسلمانان ژوند کوي، ددې هيواد ۱۴،۶ سلنه خلک مسلمانان دي چې ټول نفوس ۱۷۷۲۸۶۰۰۰ تنه دی او د نړۍ دريم هغه هيواد دی چې په زياته اندازه په کې مسلمانان ژوند کوي.

۴ بنګله دېش:
بنګله ديش د نړۍ څلورم هغه هيواد دی چې زيات مسلمانان په کې ژوند کوي، په دې هيواد کې ۱۴۵۳۱۲۰۰۰ تنه مسلمانان ژوند کوي چې ددې هيواد د نفوس ۸۸، ۸ سلنه جوړوي.

۵: نايجريا:
په نايجريا کې ۱۴۵۳۱۲۰۰۰ تنه مسلمانان اوسيږي چې ددې هيواد د نفوس ۹۰،۴ سلنه تشکيلوي، دا د نړۍ پنځم هيواد دی چې زيات مسلمانان په کې ژوند کوي.

۶: ايران:
د معلوماتو له مخې د ايران هيواد ۹۹،۶ سلنه خلک مسلمانان ښودل شوي دي خو په دې کې ۸۰ سلنه شيعه مذهبي هم شمېرل شوي دي، چې په دې توګه د ايران ۷۴۸۱۹۰۰۰ تنه خلک مسلمانان ښودل شوي.

۷: ترکيه:
د ترکيې هيواد چې ۷۴۶۶۰۰۰۰ تنه مسلمانان په کې ژوند کوي د دې هیواد د نفوس ۹۸،۶ سلنه نفوس تشکيلوي.

۸: مصر:
د مصر هيواد چې ۹۰ سلنه خلک يې مسلمانان دي او د مسلمانانو شمير يې ۷۳۷۴۶۰۰۰ تنو ته رسيږي د نړۍ اتم هغه هيواد دی چې زيات مسلمانان په کې ژوند کوي.

۹ الجزاير:
د الجزاير هيواد ۹۰ سلنه خلک مسلمانان دي چې په دې توګه يې په ټول هيواد کې د مسلمانانو شمير ۷۳۷۴۶۰۰۰ تنو ته رسيږي چې د مسلمانانو د شمير له مخې د نړۍ نهم هيواد بلل کيږي.

الجزاير:
د الجزاير هيواد ۹۸،۲ سلنه خلک مسلمانان دي چې په دې توګه ددې هيواد ۳۴۷۸۰۰۰۰ تنه اوسيدونکي مسلمانان دي.

په دې شميره کې افغانستان څوارلسم او سعودي عربستان اوولسم مقام لري.

د يادونې وړ ده چې پورتنۍ شميرې ښايي اوس زياتوي شوي وي ځکه چې دا پورته شميرې د ۲۰۱۰ کالونو دي او له هغې وروسته دا شميرنې تازه شوې نه دي.

 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب