د اسلام په هکله د اروپايې پوهانو اعترافات

Leo Tolstoy (1828-1910

اسلامي شريعت به په ټوله ځمکه عام کيږي ځکه چې هغه د عقل  سره موافق دی، او د حکمت او عدل سره ګډ شوی.

(Herbert Wells (1866-1946

څومره نسلونه به سخته ويره او بدبختي تيروي مخکې له دې چې د ستر اسلام سهار راوخيژي، لکه څنګه چې ښکاري چې تاريخ ټول ددې لورې ته ګرځي، او په هغه ورځ به امن ټوله دنيا پوښوي، او امن به ټولو زړونو ته ننوزي.

(Michel Nostredame (1503-1566

your ads

اسلام به په اروپا کې واکمن دين وي، بلکې يو مشهور اروپايي ښار يې هم اختيار کړی ترڅو اسلامي پايتخت وي

(Gustave Le Bon (1841-1931

ټول هغه څه چې په اسلام کې راغلي نيکۍ او اصلاح ته بلل کوي، او نيکي يې سالم شعار دی، او زه نصرانيان همدې ته رابلم.

(Albert Einstein (1879-1955

زه باور لرم چې محمد په خپل پوره عقليت او ځيرکتيا وکولای شو چې خپل هدف ته ورسیږي او يهود پرې نږدي چې د اسلام دين بدنام کړي، هغه اسلام چې تراوسه پورې داسې قوت دی چې په هغه سره امن راځي.

(Bertrand Russell (1872-1970

د اسلام په اړه مې مطالعه وکړه او دامې وموندل چې دا ددې لپاره راغلی چې د ټولې نړۍ او انسانيت دين وګرځي، باور لرم چې اسلام اروپا ته په ټولې خوښۍ سره راتلونکی دی، او اروپايي مسلمانان به د اسلام حقيقي داعيان ګرځي، او داسې يوه ورځ به راځي چې اسلام به د ټولې نړۍ حقيقي قائد وي.

(Bernard Shaw (1856-1950

ټوله نړۍ به اسلام قبلوي، که په اصلي نوم يې قبول نکړي نو خامخا به يې په مستعار نوم قبلوي، او داسې ورځ به راځي چې لويديځ وال به د اسلام دين قبلوي، او په راتلونکي کې به د ځيرکو او باثقافته خلکو عقيده اسلام وي.

(Johann Goethe (1749-1832

اسلام هغه دين دی چې مونږ ټول به پرې اوس يا وروسته اعتراف کوو، او زه دا بد نه ګڼم چې زما په هکله وويل شي چې زه مسلمان يم.

زه حق وايم: د مسلمان بښنه د کمزورۍ لامله نه ده بلکې مسلمان په خپل دين باندې د فخر او د خپلې عقيدې لامله بښنه کوي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب