د نامنظمو خلکو بهانې او حل يې

ځینې خلک د وخت په ارزښت باندې له پوهیدو سره سره ، بیا هم د هغه د تنظیم په هکله بیغوره وی، که له دوی څخه د دې کار لامل وپوښتل شي ، نو کیدای لانې شپږ ځوابونه درکړي. تکړه مدیران پدې باور دي چې دا ځوابونه یوازې د خپل ځان غولول دي او بس. په لاندې توګه کوښښ کوو چې د دغو کسانو په ناسمه انګیرنه بحث وکړو.

ژباړه: خلیل الرحمن حنیف

1.    وایي: د وخت د تنظیم لپاره وخت نلرم

یو کس په ځنګله کې ونې وهلې، خو تبر یې ډیر پڅ وو، یو بل سړۍ په لاره تیریده او دغه حالت یې ولیده نو ورته ویې ویل: اې زوروره ! ولې خپل تبر نه تیروې؟؟ سړي په جدیت ورغبرګه کړه: ته مې نه وینې چې زه په کار باندې تر کومې اندازې مصروف یم!  معنی داچې د تبر تیرولو ته هم وخت نلرم.

هر څوک چې وایي زه د وخت تنظیمولو او اداره کولو ته وخت نلرم حالت یې د همدغه سړي په شان دی ، که چیرې یې تبر تیره کړي وی، نو د ونې غوڅول به ورته آسانه شوي وو، کم وخت به یې مصرف شوی وو ، د ستړیا مخه به یې نیول شوې وه، او د بلې ونې د غوڅولو لپاره به پرمخ تللۍ وو .

همداشان د وخت تنظیمول به ستا د کار په چټکۍ سرته رسولو کې مرسته وکړي، د ستړیا مخه به دې ونیسي، طبیعي راحت به دې په برخه شي، له کار څخه به فارغ وخت ترلاسه کړې، داسې به انګیرې چې ګواکي هیڅ کار دې نه دی کړی .

2.    وايي: یوازې غټ غټ کارونه د وخت پلانولو ته اړتیا لري

ډیرې احصایې وایې چې هر کال ډیری ساعتونه په وړو وړو کارونو کې تلف کیږي ، د دې خبرې د اثبات لپاره یوه بیلګه وړاندې کوو.

له کوره تر دفتره په تګ راتګ هره ورځې 20  دقیقې وخت نیسي، او په اونۍ کې پنځه ورځې کار کوو .

اوس ګورو چې یوازې په تګ راتګ زموږ څومره وخت مصرفیږي.

۵ کاري ورځې * ۲۰ دقیقو په ورځ کې = ۱۰۰ دقیقې په اونۍ کې .

۱۰۰ دقیقې په اونۍ کې * ۵۳ اونیو په کال کې = ۵۳۰۰ دقیقې په کال کې چې ۸۸ ساعته کیږي .

که چیرې هره ورځ له دغه ۲۰ دقیقو وخت څخه ګټه واخلو نو موږ به په کال کې له ۸۸ ساعتونو څخه ګټه اخیستې وي او دا زیات وخت به مو نه وي ضایع کړی .

په لاره کې له ۲۰ دقیقو څنګه ګټه اخیستۍ شو؟؟

•    کولی شو تعلیمي غږیزو وسایلو ته غوږ ونیسو او په ترڅ کې یې څه زده کړو

•    کولی شو د ورځنیو کارونو لپاره ذهني پلان جوړ کړو او د کارونو لمړیتوب وسنجوو

•    کولی شو د کارونو د نوښت لپاره په بل څه فکر وکړو.

3.    وایي: نور مې نه پریږدي چې خپل وخت تنظیم کړم

دا یوه ډیره اسانه او ساده خبره ده چې خپله ټوله پړه په نورو واچوو، خو دا واوره ! چې ته خپله د خپل وخت مسؤولیت لرې، نورو ته د دې چانس مه ورکوه چې خپل کارونه ستا په مټ سر ته ورسوي، او له تا څخه د یوې وسیلې په توګه کار واخلي، خپلې دندې ته متوجه شه ! وخت ورسره پرتله کړه او ګټه ځینې واخله ، په نتیجه کې یې ځان په راحت کړه او عاید دې زیات کړه.

په غوڅ غبرګون له دوی څخه معذرت وغواړه ، د خپل وخت په اداره او تنظیم پیل وکړه، لمړیتوبونه په ګوته کړه، او زړه راښکونکې پایلې ترلاسه کړه .

که چیرې خپل وخت منظم نکړې ، د خپل ځان لپاره اهداف ونه ټاکې ، او د ترلاسه کولو لپاره یې پلان جوړ نکړې، نو ټول وخت به د نورو په چوپړ کې آخته وې، د نورو کارونه به سرته رسوې ، او په لوی لاس به خپل ځان د نورو د لاس آله کړې.

4.    وايي : د اهدافو لیکل او پلان جوړول وخت ضایع کوي

که چیرې وغواړې د څو شپو لپاره سفر وکړې ، نو ته به تر ټولو لمړۍ څه کار کوې؟؟ څرګنده ده چې ته به د خپل سفر لپاره پلان جوړوې ، وسایل به برابروې ، اړینې جامې به تیاروې ، کیدای شي ځینې کتابونه هم له ځانه سره واخلې ، د لوبو سامان آلات هم سمبال کړې، ځکه مخکې له دې چې هر سفر تیار شي ته ډیر وخت لرې چې باید په زده کړه یا په لوبو یې تیر کړې .

ژوند هم همداسې یو اوږد سفر دی، له کړاوونو او دردونو سره مل، ځکه خو موږ اړتیا لرو تر څو ښه سمبالولو ته یې پلان جوړ کړو، تر څو د سختیو لپاره مخکې له مخکې تیارسۍ  واوسو، خپل اهداف په ښه توګه تر لاسه کړو.

پوه شه! هره ګړۍ چې ته یې د مخکیني پلان سره سمه په کار کې تیروې، تا ته د دوو نه ترڅلورو ګړیو شټپنۍ وخت په لاس درځي، څه نظر لرې؟ فکر وکړه ! که چیرې ته د ورځې د یوه ساعت لپاره کاري پلان جوړ کړې او تا ته دغه کاري پلان دوه ساعته اضافه وخت په لاس درکړې، نو ته به په کال ۷۳۰ ساعته اضافي وخت ولرې، ته کولی شې چه دغه غنیمت وخت په نورو کارونو کې مصرف کړې، لکه د اولاد تربیه، د کورنۍ چارې او نور شخصي کارونه .

5.    وایي: زه په پاڼه کې د پلان لیکلو ته اړتیا نه لرم، ځکه زه پوهیږم چې څه باید وکړم.

داسې پوره حافظه د چاسره ده چې پلانونه ټکی په ټکی وساتلی شي ؟ ته که په خپل ذهن باوري هم وې،  خامخا ځینې مهم کارونه له یاده وباسې، ته باید خپل افکار او اهداف ولیکي، په یوه پاڼه باندې خپل وخت منظم کړې ، په دې سره به ته ډیرې لاسته راوړنې ولرې.

لمړۍ: ستا سره به بیا هغه عذر نه وي چې نوم یې دی : له یاده مې ووتل! ځکه کله چې ستا سره ټول شیان لیکلي وي، نو بیا هیریدا ته هیڅ ځای نه لیدل کیږي، مګر خو کله چې ته خپله کتابچه یا کمپوټر له یاده وباسې!!!

ټوکه: یو کس د حافظې له کمزورتیا نه شکایت کولو، ‌طبیب هغه ته د حافظې د پیاوړتیا درمل توصیه کړ، سبا ورځ بیا ډاکتر ته راغی او ویل یې ډاکټر صاحب! ستونزه دا ده چې د دوا خوړل مې هم له یاده وځي.

دوهم: د کارونو اجراءکول به په تا باندې نه بوج کیږي، ته به په ډیره اسانۍ سره خپله دنده پرمخ بیایې ، ځکه ستا عقل ټول هغه شیان چې باید په یاد دې ساتلي وای په یوه پاڼه کې پرایښي، اوس نو ته په ښه وړتیا سره خپل کار ته متوجه کیږې ، په خپل ټول توان سره درسپارل شوی کار سرته رسوې.

6.    وايي: ژوند يو پر له پسې کړاو دی ، څنګه خپل وخت منظم کړم؟!

خپل وخت منظم اداره کړه، ستا کړاوونه به پرې سپک شي، په پرله پسې توګه خپل وخت ته کلکه پاملرنه وکړه ستا ستونزې به نورې هم لنډې شي، تردې چې په یوه تنګ کونج کې به ستا تکلیفونه راغونډ شي، موږ دا نه وایو چې د وخت منظمول او اداره کول به ټولې شته ستونزې له منځه یوسي، بلکه وایو چې د وخت تنظیم به ستا ستونزې لږ ترلږه هوارې کړي، نو تر ډیرو ستونزو خو لږ ستونزې، ستونزې کمولی شي.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب