په لوی اختر د شکرې، معدې او د زړه ناروغانو ته څو مهم ټکي

د قربانۍ په اختر کې نسبت عادي ورځو ته په زياته اندازه شيرني لرونکي مواد او سره غوښه استعماليږي، چې په وينه کې يې ددې موادو په لوړه کچه پرلپسې زیاتوالي روغتیايي ستونزې پیدا کوي.

په ځانګړې توګه هغوی چې د شکر ناروغي لري، د معدې تکلیفونو نه شکایت لري، د زړه ناروغي لري، د وینې لوړ فشار ولرې او یا یې وزن زیات وي باید د لوی اختر په ورځو کې د خوږو شیرینیو او غوښو پریماني وي باید خپل خوراک ته ډیره پاملرنه وکړي. بې پروايي، پې اختیاره خوراک ستاسو روغتیايي ستونزې زیاتولي او ان خدای مه کړه د مرګ سبب کیدای شي.

د لوی اختر په ورځو کې د خوړو په برخه کې دې ټکیو ته پاملرنه وکړئ:

لومړی:
د لوی اختر په ورځو کې د امکان تر حده سره غوښه کمه وخورئ. په سره غوښه کې مشبوع غوړ زیات دي چې د بدن کلسټرول لوړې کچې ته پورته کوي. همدارنګه د غوښو سره یو ځای د ترکاریو ( سبزیو) کارول له یاده مه باسئ. همدارنګه که تازه میوو ته لاس رسۍ لرئ نو په مناسبه اندازه یې وخورئ، دا موږ هم د غوښې خوړل راکم کړي او د خوړلې غوښې د زیانونو په کمولو کې مرسته کولی شي.

دویم:
دا چې په هر صورت د لوی اختر ورځو کې غوښې خوړل کیږي، نو هغوی چې د لیکنې په سر کې یادې شوې ناروغۍ ولري او هغوی چې غواړي سالم واوسي نو قدم وهل یا که مو وس کې نور ورزشونه له یاده مه باسئ. لږ تر لږه باید هره ورځ له دیرش دقیقو تر ۴۵ دقیقو قدم ووهۍ څو مو په وجود کې د سرې غوښې فواید جذب او زیانونه یې کم شي. په لنډو فاصلو کې د موټر کارولو پر ځای پلي ولاړ شئ. او یا یو ساعت له کوره بهر د قدم وهلو لپاره ووځئ.

دریم:
سره غوښه باید ښه پخه شي او بیا وخوړل شي. نیم پاخه شوې کبابونه او سرې کړې غوښې د معدې پخواني تکلیفونه زیاتوي، او نوې تکلیفونه لکه اسهال او قبضیت پیدا کوي.

څلورم:
اوبه څښل له یاده مه باسئ. هدف ساده پاکې اوبه دي، نه نوشابې او چایونه. یو نورمال انسان باید لږ تر لږه د ورځې دوه نیم لیتره اوبه وکاروي. د اختر په ورځو کې ددې اندازې اوبه څښل ځکه مهم دي چې د خوړولو خوړو په هضم او په وجود کې د ټولو شویو ذهري موادو په وتلو کې مرسته کوي.

پنځم:
دامکان ترحده چای او قهوه لږ استعمال کړئ. د اختر په ورځو کې د مبارکیو پر مهال پرلپسې چایونه څښل کیږي. خو له اړتیا پرته چای یا قهوه څښل ضروري نه دي. داسې هم کیدای شي چې مبارکي هم وکړئ ، د یو بل کورونو ته هم ولاړ شئ خو چایونه کم وڅښئ.

د اختر په ورځو کې د لومړۍ ورځې له نیمايي څخه تر څلورو وروځو پورې اکثره روغتونونو ته ناروغان، د معدې، شکر، اسهال، استفراق، لوړ فشار، زړه حملو او دې ورته تکلیفونو څخه په شکایت ورځي. او ځینې یې سخت ناورغ وي. نو هڅه وکړئ چې خدای مه کړه په ډې ډله کې ځان شامل نه کړئ. اختر کې خوښي ډیره وکړئ خو خوراک کم کړئ.

لوی اختر مو مبارک د خوښيو او ښې روغتیا سره مل …

لیکنه: ډاکټر عبدالصمد نظري

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب