
د مومنانو تواضع
په قرآن کې الله مومنانو ته په تواضع امر کوي. زموږ پيغمبر(صلی الله عليه وسلم) هم په يوه حديث کې داسې فرمايي:- الله(ج) ماته وحی کړې ده چې تاسو بايد يو د بل په وړاندې متواضع اوسئ. څوک دې د بل چا څخه نه خپل ځان لوړ نه ګڼي او نه دې په هغه تېری کوي. (مسلم)
مومنان هغه دي چې پوهېږي هر څه الله پيدا کړي، او دا ټول شيان په هغه پورې اړه لري او دی هغه څوک دی چې انسانانو ته يې د هغوی لپاره هر نعمت ورکړی. د دې لپاره، مهمه نه ده چې دوی څومره ښه ښکاري، څومره بډای، تکړه او د عزت وړ دی، خو دوی هېڅکله مغروري نه کوي. قرآن موږ ته وايي چې مومنان متواضع دي:- د الله الرحمن بندګان هغه څوک دي چې په مځکه په ارامی( تواضع) سره ګرځي; او کله چې جاهلان دوی مخاطب کړي( ناوړه خبرې ورته کوي) نو وايي سلامتی دې وي پر تاسو (السلام عليکم). (الفرقان:۶۳)
الله(ج) مومنانو ته د دوی د ښو اخلاقو په بدله کې داسې زېری ورکوي:- … او ستاسو اله يو اله دی، او هغه ته تسليم شئ. او زېری ورکړئ نرم زړو(متواضعينو) ته. (سوره الحج:۳۴)
ليکنه:- هارون يحيى
ژباړه:- عبدالله جهادوال