ماشومان او کورنۍ تاوتریخوالی

ډیری کورنۍ د خپلو ماشومانو د روزنې او چلند پر وړاندې وروستۍ لار بدنې تاوتریخوالی بولی،خو د ماشومانو پر وړاندې بدنې تاوتریخوالی تر ټولو بد چلند دی.

ډیری کورنې کله چې له خپلو ماشومانو سره د بدني تاوتریخوالی څخه کار اخلی دوي فکر کوي چې له دې سره به د هغوي د ماشومانو چال چلند ښه شي،او هغه تیروتنې چې ماشومانو يي ترسره کړي دي ډیر ژر به اصلاح یا سم شي،خو په حقیقت کې داسي نده او تاوتریخوالی ډیر ژر خپل اثر له لاسه ورکوي او یا هم لمنځه ځي،او د ماشومانو د روزنې او اصلاح لپاره تاوتریخوالی سم کار ندی.

بله دا، کله چې له ماشومانو سره بدني تاوتریخوالی هره ورځ ترسره شي،نو بدنې تاتریخوالی په ډیری چټکي او سختي سره زیاتوالی مومي،په دې وخت کې ماشوم له فکري اضطراب او نا ارامي سره مخ کیږي، او ماشوم د بدني تاوتریخوالي څخه د ساتنې په موخه د دروغو ویلو ته اړ کیږي.
بل دا ، چې له ماشومانو سره د بدني تاوتریخوالي په زیاتیدو سره دا په ماشومانو کې د فیزیکي او په ځان د نه باور د رامنځته کیدو لامل هم کیدای شي،او ماشوم داسي فکر کوي چې په کور کې هیڅ ارزښت یا معنی نلري،او خپل ځان ډیر بی ارزښته بولي.

په خپلې کورنۍ او ګاونډیانو نه باور د بدنې تاوتریخوالي بل لامل دی،او په هغه وخت کې چې له ماشوم سره له تاوتریخوالي کار اخیستل کيږي نو هغه فکر کوي چې دنیا د دوي لپاره سم یا ښه ځای ندی او هیڅ ارزښت ورته نه لري،او فکر کوي چې هر کله او هر ځای به له داسي تاوتریخوالي سره مخ شي،نو په دې خاطر په دوي کې د بی ارزښتې احساس رامنځته کیږي،او په ځينو وختونو کې لیدل کیږي چې ماشومانو ځان وژنه هم کړي وي.
شيير يي كري.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب