روغتیايي ګټې

د مور شيدې ګټې د ماشوم او مور لپاره

١- د زياتو غذايي موادو لرونکي دي .
٢- په اساني سره هضم او جذب کيږي .
٣- پروټين ، کاربوهايدريت او شحم په کافي تناسب لري .
٤- په زياته اندازه لکتوز لري په خاص ډول بيتالکتوز.
٥- يوتعداد مهم عناصر ( ايوډين ، مس ، جس ،او اوسپنه) لري .
٦- د اوسپني د جذب قابليت يي نسبت د غوا شيدو ته پنځه چنده زيات دي .
٧- هغه ماشوم چي د موردشيدوپواسطه تغذي شوي وي ډيرکم د اوسپني ، کلسيم او فاسفورس په کمبود اخته کيږي .
٨- د هاضمي راوړونکو انزايمو لکه ( امايليزاولايپيز)لرونکي دي.
٩- دلږوخت دپاره په معده کي پاته کيږي .
١٠- د عصبي نمو دپاره يو مهم فکتور(  Taurine ) لرونکي دي .
١١- د معافيت د زياتيدو سبب  کيږي .
١٢- د ايمونوګلوبولين اي ( Ig A) لرونکي دي چي د انتان او الرژي په مقابل کي مجادله کوي ، په کمه اندازه ( (IgM,IgG ، لمفوسايت بي ، ټي ، ګرانولوسيټ او فاګوسايټونه لري .چی د مختلفو انتاناتو ( شری ،کولرا،فلج،معدی او کلمو امراض او   (E.coli څخه د جلوګیری سبب کیږی .
١٣- د ( Lacto ferine )  لرونکي دي چي دانتان (E.coli)د بکټريا د نشودنماضد تاثیر لري .
۱۴-ماشوم د تنفسی ، هاضمی سیسټم او د ويني په سرطاني ناروغیو کم مصاب کیږی.
۱۵ – ماشوم په لمړی کال کی د منځنی غوږپه التهاب  ډیر کم مصاب کیږی او همدا ډول د سینه بغل او مینینژپه واقعاتو کی هم کمبود لیدل کیږی.
١۶- د سټافيلوکوکس ضد خاصيت لري .
١۷- د حرارت درجه يي مناسبه ده .
١۸- د ماشوم د غټيدو سره د شيدو مقدار هم ډيريږي .
١۹- اقتصادي ، پاکي او هوسا دي .
۲۰- د مور او ماشوم تر منځ د ميني د زياتيدو سبب ګرځي .
۲۱ –  مورته فقط د ۵۰۰ اضافه کالوری ضرورت شته تر څو ماشوم ته شيدي برابري کړي.
٢٢-د ماشوم ذکاوت زياتوي .
٢٣- د غاښونو مشکلات کموي .
٢٤- د (Leptin) پنوم ماده لري چي د اشتها او چاغوالي په تنظيم کي رول لري چي راتلونکي کي د چاغوالي  خطرونه کموي .
٢٥- د شکري د ناروغي د کميدو سبب کيږي .
۲٦- د مورشيدي خپله د مور لپاره هم ګټي لري .
٢٧- د شيدو ورکول ماشوم ته د رحم  د تقلص سبب ګرځي .
٢٨- ميندي ډير کم د تي په سرطان ( Breast cancer )  اخته کيږي .
٢٩-د ولادت نه وروسته د خونريزي د کمښت سبب ګرځي .
٣٠ – د ولادت يا د ماشوم د پيدايښت  نه وروسته مورکي د(Depression) يا خفګان د کميدو سبب کيږي .
ډاکتر بشيراحمد (محبوبي)

donate

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: