په نهاره اوبه څښل، د وژونکو ناروغيو مخه نیسي

طبي څیړنو په نهاره د اوبو څښلو ارزښت په څو ځله ثابت کړی. تازه یوې جاپانۍ طبي ټولنې د یو شمېر خطرناکو ناروغیو د مخنيوي لپاره په نهاره اوبه څښل ۱۰۰ سلنه اغېزناک او ګټور بللي.

د سر درد، ځان درد، زړه سیستم، د بندونو پاړسوب، د زړه چټکه درزا، عصبي ناروغي (میرګي)، زیات چاغوالی، نفس تنګي، توبرکلوز، د مغزو د پاړسوب ناروغي، د پښتورګو ناروغۍ، قی، د معدې جوش، اسهال، بواسیر، د شکرې ناروغي، قبضیت، په سترګو پورې ټولې ناروغۍ، په مېرمنو کې د (رحم) ناروغي، د سرطان ناروغي، د غوږو، پوزې او ستونې ناروغیو لپاره په نهاره د اوبو څښل دارو دي.

هر سهار کله چې له خوبه بیدارېږۍ مخکې له دې چې خپل غاښونه بُرس کړﺉ ۴ ګیلاسه اوبه وڅکئ.

هغه وګړي چې د عمر له لحاظه زیات او یا هم ناروغه وي او نشي کولی۴ ګیلاسه اوبه وڅښي په پیل کې کولی شي له کمو اوبو څښلو پیل وکړي او په تدریجی ډول د اوبو څښاک زیات کړي.

په نهاره اوبه څښل، په ۳۰ ورځو کې دننه د فشار تکليف کموي او عادي حالت يې راګرځوي.

Wasiclinic YouTube Channel

Youtube video

Subscribe to Our YouTube Channel
Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل

Youtube video

چینل سبسکرایب او شریک کړئ
Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
Back to top button
واسع ویب