د مغزي سکتې علامې څنګه پېژندل کیږي؟

 مغزي سکته، (انګریزي)Stroke (الماني) Schlaganfall

انګریزي متن : ډاکټر اسکندر له اندونیزیا نه
ژباړه : احمدالله رحماني

مغزي سکته که په لمړیو ثانیو او دقیقو کي وپېژندل شي او ناروغه په لنډ وخت کي تر درملني لاندي راشي ، دژوند ژغورلو امکانات یي ډیر زیات دي . په نورمال حالت او ورځني ژوند کي که څوک چي له مغزي سکته سره مخکیږي ،  ډیر کم به داسي وي چي له ده سره یو طبي ډاکټر هم ملګری وي . هغه کسان چي ناروغه ته په چاپېریال کي حاضر وي ، باید پوه شي چي ایا ناروغه له مغزي سکتې سره مخ دي او که بله کومه ناروغي لري .

مغزي سکته هغه وخت را منځ ته کیږي چي وینه د انسان په بدن کي وړې غوټي پیدا کړي او هغه رګونه چي مغزو ته وینه رسوي ، بند کړي . مغز ته وینه او اسکېجن نه رسیږي ، پایله یې مغزي سکته ده . که ناروغه په داسي حالت کي د څو دقیقو په موده کي تر درملني لاندي را نه شي ، پایله به یې د بدني اعضاوو فلج وي . ناروغه د خبرو حس له لاسه ورکوي ، لاس یا پښه او یاهم دواړه یې فلج کیږي ، که ژوندی پاتي شي ، د ژوند تر اخیري لحظې پوري به د نورو مرستي ته اړتیا ولري .

ناروغه کیدای شي چي له داسي حالت نه وژغورل شي که د هغه په چاپېریال کي حاضر کسان د مغزي سکتې علامي و پېژني او ناروغه په کم وخت کي روغتون ته ورسوي .د مغزي سکتې پیژندنه لویه پوهي نه غواړي . هر څوک کولای شي د ناروغه له ظاهري حالت نه وپوهیږي چي مغزي سکته لري اوکه بل څه ؟
ډاکټران وایي : دتاُسف له مخي ډیر کسان د مغزي سکتې له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي دا ځکه چي هغه ته نژدې او حاضر کسان د مغزي سکتي په علامو نه پوهیږي او په لمړي ګام کي یې یوه عادي او ساده ناروغي ګڼي . په داسي حال کي چي د مغزي سکتي علامو پېژندل دومره ګران نه دي . له ناروغه سره باید داسي چلند وشي :

your ads

لمړی : له ناروغه نه وغواړئ چي و خاندي
دوهم : له ناروغه نه وغواړئ چي خبري وکړي .
دریم : له ناروغه نه وغواړئ چي دواړه لاسونه پورته کړي .
څلورم : له ناروغه نه وغواړي چي خپله ژبه را وباسي .

که ناروغه خندا نه شوای کولای او یا یې د خندا په وخت کي خوله کږېدل ، خبري یې نه شوای کولای او یا یې خبري پرې پرې وي ،لاسونه دواړه یا هم یو لاس نه شو پورته کولای او یا يې ژبه یوې خواته کږه وي ، نو ناروغه له مغزي سکتې سره مخ دی ، هر څومره چي ژر وي باید روغتون ته ورسيږي .

 

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب