د لوڅو فلمونو لیدل مو ژوند ګواښي

دا به مو ډېر اوريدلي وي چې د لوڅو فلمونو لیدل په بدن او دماغو بد اثر کوي او کمزوري کوي يي، خو له دې به نه یاست خبر چې د دې ترڅنګ یوه ناوړه ناروغي هم پیدا کوي.
په یوه تازه څېړنه کې ساینس پوهانو او ارواپوهانو د ذهني ناروغیو په لست کې یو بل نوم هم ورزیات کړی چې د لوڅو فلمونو د لیدو له امله پیدا کیږي.
دا ناروغي چې (پورن ټرامیټک سټریس ډس آرډر) نوميږي هغه کسان پرې اخته کیږي چې په کم عمر کې د لوڅو فلمونو لیدو ته مخه کوي.
د دې خطرناکې ناروغۍ په اړه ارواپوهانو ته هله معلومات وشول چې یوه شپاړس کلنه نجلۍ په داسې حالت کې روغتون ته راوړل شوه چې د ځانوژنې هڅه يي کوله.
د ارواپوهانو له څیړنو معلومه شوه چې نجلۍ له ماشومتوبه له خپل مور او پلار سره په یوه خونه کې اوسیده او پلار به يې هره شپه لوڅ فلمونه لیدل.
نجلۍ په خپلو خبرو کې ویلي چې هڅه يي وکړه پلار له دې کاره منې کړي خو هغه پرې لاس پورته کړ.
نجلۍ ډاکټرانو ته ویلي چې هغه لوڅې صحنې یې هیڅ له ذهنه نه وځي او بیا بیا یې مخې ته دریږي او دې چارې د دې پر زده کړه هم ژور اغیز کړی چې لامله یې له ښوونځي هم وشړل شوه.
نجلۍ وايي: ((لوڅو صحنو به همېشه ځورولم او د ګناه احساس به مې کاوه، نو ځکه مې د ځانوژنې هڅه وکړه)).
د ډاکټرانو په وینا دا دماغي ناروغي د هر عمر لرونکي ته پیدا کیدای شي، خو په ماشومانو ډېر ژر اغیز کوي.
يادونه:
هر څه په اسلام کي نغښتلي دي او يو کامل مومن هيڅکله هم په رواني او اروايي ناروغۍ نه اخته کيږي ځکه چي اسلام مونږ ته لازمي لارښووني کړي دي نو اسلامي لارښوني په مکمل ډول تعقيب کړي هميشه به په دنيا کي خوشحاله او کامياب اوسي او اخرت کي به هم خوشحاله او کامياب ياستۍ.
اسلام 1400 کاله مخکي مونږ ته دا لارښووني کړي او ساينس يي اوس په ثبوت رسوي ……..
اسلام زنده باد
په درنښت
‌‌‌‌‌‌ډاکتر عابد شیرزی .

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب