د معراج پیغام

په اسلامي تاریخ کې دوې شپې دي،  چې ډېر اهمیت او ارزښت یې نصیب شوی دی: لومړۍ هغه شپه ده،  چې پر رسول الله صلی الله علیه وسلم د قرآن عظیم الشان نازلیدل پیل شوي (لیلة القدر) او دویمه شپه یې هغه ده، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د معراج ستر سفر په نصیب شوی دی.

د لومړۍ شپې له ستر اهمیت نه خو هر مسلمان خبر دی، چې له سلګونو کلونو راهیسې د ګمراهۍ په تورو تیارو کې د حق د رڼا په لور لارښوونه کوي او د قیامت تر ورځې به دا لارښوونه دوام لري، خو د دویمې شپې اهمیت د ځینو دیني بحثونو په منځ کې ورک او ګونګ پاتې شوی دی،  د ګوتو په شمار خلکو ته دا څرګنده شوې چې په دې ستره شپه د انسانیت د جوړښت څومره ستر کارونه تر سره شوي دي، د دې شپې په یادولو سره ګورو چې مونږ او تاسې ته په دې شپه کې څه پیغام راکړل شوی دی.

له معتبرو روایاتو څخه داسې څرګندیږي چې دا شپه د رسول الله صلی علیه وسلم له هجرت نه یو کال وړاندې رامنځ ته شوې،  په دې وخت کې د توحید نعرې په خپرولو کې د ستر لارښود صلی الله علیه وسلم دولس کاله تېر شوي وو،  له دې سره سره چې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم مخالفینو (دمکې مشرکینو) د هغه پر وړاندې د اسلامي دعوت د مخنیوي لپاره یوه لاره هم نه وه پریښې، خو بیا هم د هغه مبارک غږ د لویدیځ هر یوه کنج او کنار ته رسیدلی ؤ.

په عربو کې داسې یوه ټولنه او ټبر نه ؤ پاتې چې درې یا څلور کسان د محمد صلی الله علیه وسلم همغږی او همنظره شوي نه وو، په خپله په مکه کې د یوې داسې مخلصې ډلې ملاتړ ورپه برخه شوی ؤ، چې له هغه صلی الله علیه وسلم سره یې د سرښندنې بیعت کړی ؤ، دا داسې ډله وه،  چې په نړۍ کې به هېڅکله هم د بل یوه تحریک او یا تنظیم په برخه نه شي، همدارنګه د اسلامي بلنې له امله په مدینه منوره کې د دوو سترو او خپلواکو قبېلو داکثریت خلکو ملاتړ یې هم تر لاسه کړی ؤ،  دا نو اوس هغه وخت ؤ، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له مکې نه مدینې منورې ته هجرت وکړي، چې هغه ټول د کلک ایمان خاوندان له ځان سره یو ځای کړي او په هغو اصولو یو ستر اسلامي ریاست یا خلافت جوړ کړي، دکومو اصولو او مقرراتو یې چې ورته دعوت او تبلیغ کړی ؤ او همدا هغه وخت ؤ چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د معراج سفر ورپه برخه شوی دی.

له دې سفر نه په راستنیدو سره، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم کوم پیغام راوړی،  هغه د قرآن عظیم الشان په اولسم سورت کې (بني اسراییل) کې تر ننه ټکي په ټکي محفوظ پروت دی،  هغې ته وګورئ او د هغې تاریخي پس منظر ته په کتلو سره به تاسې ته په ډاګه شي،  چې د اسلامي اصولو په اساس د اسلامي ریاست یا خلافت د بنسټ کیښودلو لارښوونې کړي دي،  په کومو به چې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم او د هغه سرښندونکيو ملګرو به په راتلونکي کې پرې کار کاوه .

په دې پیغام کې د معراج د واقعې نه وروسته تر ټولو مخکې د بني اسراییلو د تاریخ عبرت ذکر شوی دی،  د مصریانو له غلامۍ د ازادیدو سره سم يې، چې خپل ازاد ژوند پیل کړ، نو الله تعالی هغوی ته کتاب ورکړو او په دې یې هم  ورته تاکید وکړو، چې له ما نه علاوه د خپلو کړنو د بشپړولو لپاره بل هیچا ته لاس مه اوږدوئ، خو بني اسراییلو د الله تعالی د شکر ادا کولو پر ځای د هغه ناشکري وکړه او نیکو او صالحو خلکو پر ځای یې په سرکښۍ او مفسدۍ کې ژوند تیر کړو، نو نتیجه یې دا شوه، چې یو ځل یې په بابل هلاک کړل او په دویم ځل يې رومیان پر هغوی مسلط کړل، له دې سبق نه ډک درس په واسطه الله تعالی جل جلا له مسلمانانو ته خبر ورکړی، چې یوازې همدا قران کولای شي تاسې ته صحیح او سالمه لار دروښیي، د دې په پیروۍ کې چې تاسو خپل کارونه تر سره کوئ نو تاسو لپاره په دې کې د انعام عنایت کولو لوی زیری دی.

دوهم حقیقت ته يې چې توجه کړې ده، هغه دا ده، چې هر انسان په خپله یوه خپلواکه اخلاقي ذمه داري پر سر لري، د هغه خپل نیک عمل په خپله د هغه فیصله کوونکی وی، که په سمه لار یې پل کیښود،  نو خپله ګټه یې ده او که په کږه لاره يې پل کیښود نو بیا يې هم خپل تاوان دی، نو په همدې شخصي ذمه دارۍ کې څوک دچا بار نه شی په خپل سر اخیستلای او نه هم څوک له چا سره په کې شریکیدلای شي، فلهذا د یوې نیکې ټولنې هر یو شخص باید په خپلو کړنو باندې ژور نظر ولري د نورو خلکو کړنو ته د کتو په ځای باید،  خپل ځان وګوري چې دی په خپله څه کوي .

درېیم یې په دې تاکید کړی، چې د یوې نیکې ټولنې هلاکت د هغې ټولنې د مشرانوله فاسده کیدلو څخه پیل کیږي،  کله چې د یوې نیکې ټولنې د تباه کیدلو وخت راشي،  نو د هغې ټولنې خوشحال، ثروتمند او د اقتدار خاوندان یې په ناوړه او بدوعملونو (فسق او فجور) باندې روږدي شي، ظلم او ستم، بدکاري، فسق او فجور شروع کړي او په آخر کې همدغه فتنې ټولو خلکو ته انتقال مومي، نو هغه خلک دخپلو ځانونو دښمنان دي،  هغوی سره باید همیشه همدا فکر وي،  چې دسیاسي اقتدار واګي او دټولنیز ثروت کیلي ګانې یو کم ظرفه، نامعقوله او بد اخلاقه انسان ته ورنه کړي.

بیا یې مسلمانانو ته هغه خبره وریاده کړې چې په عظیم الشان کتاب قران کې یې بیا، بیا ځلې تکرار راغلی (که ستاسو په فکر همدا دنیا وي او د دې دنیا کامیابي او خوشالي وي،  نو دا ټول به تاسو ته درکړل شي،  مګر پایلې به یې ډیرې سختې وي)، د مستقل او دوامداره ژوند کامیابي له دې دنیا نه هغې دنیا ته د نافرمانۍ له امله باید داغي نه شي،  د هغې دنیا ویاړ او کامیابي تاسې ته یوازې په دې لاس ته درتللای شي، چې د هر کار په کولو سره د آخرت د پوښتنو فکر درسره پیدا شي، هغه څوک چې دنیا خوښوي د هغوی مثال د یو تعمیر په څیر دی، خو په دې تعمیر کې یو ستره نیمګړتیا دا ده چې د هغې صورت یا شکل دروغ دی،  هغه له دې اخلاقو څخه بې برخې پاتې وي،  کوم چې یوازې په اخرت کې د ځواب ورکولو څخه پیدا کیږي، دا توپیر تاسو په همدې دنیا کې د دوه قسمه خلکو تر منځ لیدلی شئ او همدا توپیر د ژوند په اوږدو کې نور هم ښکاره کیږي تر دې، چې د یوه  کس ژوند به سر تر پایه له ناکامۍ او د بل ژوند به ټول له کامیابۍ ډک ژوند وي.

له دې لومړنیو پندونو څخه وروسته یې هغه لوی لوی اصول بیان کړي دي د کومو په واسطه یې چې اسلامي خلافت او اسلامي ټولنه جوړه کړې وه،  هغه څوارلس اصول دي،  زه یې په همغې طریقه ترتیب کوم او ستاسو مخې ته یې ږدم کوم چې د معراج په پیغام کې بیان شوي دي.

لومړی: د واحد خدای نه علاوه د بل هیچا بندګي نه کول،  همدغه ستاسو خدای دی او د همده اطاعت او عبادت وکړئ،  د همدغه خدای پیروي ستاسو شعار دی،  که د هغه نه بغیر تاسو د چا اقتدار ته تسلیم شوﺉ،  که هغه بل څوک وي او یا هم ستاسو خپل نفس وي، نو خبردار، چې تاسو بیا د دې وړ یاست چې هلاک شۍ او تاسو به له هغه برکتونو او نعمتونو څخه بې برخې شئ، چې یوازې د الله تعالی په تایید سره تر لاسه کیدای شي(۱).

دویم: په انساني حقوقو کې ډیر مهم او لومړی حق د مور او پلار دی،  اولادونو ته په کار دي، چې د خپل مور او پلار مطیع،  خادمان او د هغوی سره مودبانه وي، د ټولنې ټولنیز اخلاق باید داسې وي، چې بچیان د مور او پلار نه بې نیازه او سرکښه نه وي، بلکې له هغوی سره باید ښه اخلاق وکړي د هغوی لازمي احترام وکړي او ښه رویه ورسره وکړي،  لکه څرنګه یې چې یو وخت د ده سره په وړوکوالي کې کړي وه(۲).

درېیم: په ټولنیژ ژوند کې مرسته،  همدردي،  حق پیژندل او حق ورکول یوه جاري سلسله جوړه شي،  هر یو خپلوان باید له بل خپلوان سره مرسته وکړي،  هر اړ انسان باید د بل انسان کومک تر لاسه کړي،  کوم مسافر چې کوم کلي ته لاړ شي،  هغه مسافر باید خپل ځان د همغه کلي د میلمه پاله په کور وګوري، په یوه ټولنه کې د حق ورکولو انځور باید دومره پراخه شي، چې هر شخص د هغو ټولو انسانانو حقوق په ځان ومني، چې د هغوی په منځ کې اوسیږي، که هغه د چا خدمت کوي نو داسې وانګیري، چې د هغه حق مې ادا کړ، داسې نه چې د احسان بوج یې په سر ورواړوي او بیا هم که د چا د کومک یا مرستې کولو توان نه لري،  نو له الله تعالی نه دې د فضل غوښتنه وکړي، چې هغه د نورو خلکو په کار راشي(۳).

څلورم: خلک خپل مال او دولت په غلطو لارو مصرف نه کړي، غرور او ریا، دځان ښودنې مصرفول، فسق او فجورو کې، کوم چې دانسان بنیادي ضروریات نه دي، دګټورو کارونو په ځای په ناروا او بدو اعمالو کې په مصرفولو وبهیږي، همدا اصلاً د الله تعالی د نعمت څخه انکار دی، هغوی د شیطان وروڼه دي چې په دې لارو خپل مال او دولت مصرفوي، همدا راز په یوې نیکې ټولنې دا لازمي دي، چې د دارنګه پیسو د مصرفولو مخنیوی د اخلاقو او د قانوني چلند په مرسته وکړي.

پنځم: په خلکو کې باید دومره عدل او انصاف موجود وي، چې نه خو هغه دومره بخیل شي چې د مال او دولت ګردش بند کړي او نه هم دومره بد خرڅه شي، چې اقتصادی قدرت ته زیان ورسوي، د ټولنې په وګړیو کې باید د مال او دولت د خرڅ کولو حس دومره ژوندی وي، چې په ځای خرچ کولو مخه هم ونه نیول شي او د بیځایه خرچ کولو مخه پرې ونیول شي  .

شپږم: الله تعالی چې د رزق ورکولو کوم نظام جوړ کړی دی،  په هغې کې باید انسان د خپل ناچل یا مصنوعي پلانونو په ذریعه ځان دخیل نه کړي،  الله تعالی خپلو ټولو بندګانو ته د رزق د پراخه ورکولو اندازه لوړه او ټیټه پریښې ده، چې د هغې په منځ کې زیات مصلحتونه دي، په کومو چې الله تعالی په خپله ډیر ښه پوهیږي،  یو سالم او منظم اقتصادي نظام همغه دی، چې د الله تعالی د لارې سره نژدې وي،  فطری نابرابروالی په یو ناچل یا مصنوعي نابرابروالي بدلول او یا هم نابرابروالی له حدودو اړول او د نا انصافۍ حد پورې تړل،  دواړه یو شان غلطیانې دي.

اووم : د انساني نسل د زیاتیدو ویره چې انسانان به ډیر شي او اقتصادي سرچینو کې به تنګسیه غالبه شي،  دا ډیره لویه تیروتنه ده، چې خلک له همدې اندیښنې خپل بچي وژني او خپل نسل له منځه وړي، هغوی په دې تیروتنه کې هم ښکیل دي، چې خپلو بچیو ته رزق ورکول د دوی په لاس کې دي، حال دا چې رزق ورکوونکی هغه خالق او مالک دی، چې دوی یې پر ځمکه استوګن کړي دي،  لومړنیو خلکو ته هم الله تعالی د رزق سامان او اسباب برابر کړي او هغه نسل، چې وروسته راځي هغوی ته به هم الله متعال د رزق اسباب برابروي، هر څومره چې نسل زیاتیږي الله تعالی ورته د همغې په اندازه سرچیني هم پراخوي، نو د دې لپاره خلکو ته په کار دي، چې د الله تعالی په تخلیقي نظام کې بې ځایه لاسوهنه ونه کړي او په هر قسم حالاتو کې باید نسل وژنې ته مایل نه شي  .

اتم: زنا د ښځو او نرو تر منځ د اړیکو یوه ستره بې مانا او غلطه بڼه ده، دا یوازې دا نه چې صرف منع دې شي،  بلکې د یوې نیکې او صالحې ټولنې په منځ کې د هغو اسبابو او سرچینو مخنیوی هم وشي، چې د هغې ټولنې وګړي زنا ته نژدې کولای شي  .

نهم: الله تعالی انسان ته ډیر قدر حتی چې اشرف المخلوقات کې یې حساب کړی دی،  هیڅ یو شخص نه د خپل ځان د وژلو حق لري او نه هم د بل انسان د وژلو،  د الله تعالی د دې حق حرمت صرف په دې صورت کې له منځه تللای شي، چې د الله تعالی لخوا د ورکړل شوي حق دې ده په خلاف ودریږي،  بیا د حق له قایمولو نه وروسته هم خونریزي تر دې حده پورې باید وشي تر کوم ځایه پورې چې د حق تقاضا ده،  په قتل کې د اصراف ټولې بڼې باید بندې شي،  د بیلګې په ډول د غچ اخیستلو په جوش کې له مجرم نه علاوه د بیګناه وژل د چا په خلاف چې حق نه دی قایم شوی،  یا مجرم ته دومره عذاب ورکول تر څو ووژل شي،  یا له وژلو نه وروسته د هغه د جسد بې احترامي کول او یا همدارنګه نور د انتقام ظلم او تیري  قسمونه کوم چې په دنیا کې دود دي  .

لسم: د یتیمانو د مال او ثروت ساتنه تر هغې پورې باید وشي تر څو دوی په خپلو پښو نه وي دریدلي او همدارنګه د هغوی په مال او دولت کې باید داسې کوم تصرف ونه شي چې د هغوی په خپله ګټه کې نه وي .

یوولسم: اشخاصو ته په کار دي، چې یو له بل سره وعدې وکړي، یا هم یوه ټولنه یې له بلې ټولنې سره وکړي په هر صورت کې باید خپلې کړې وعدې په پوره ایماندارۍ او اخلاص سره تر سره کړي، ځکه چې هغه خلک چې له خپلو وعدو تیریږي، نو الله تعالی به ورنه هرو مرو پوښتنه کوي.

دولسم: تله او وزنونه باید په سمه توګه کیښودل شي او په راکړه او ورکړه کې باید په سالمه بڼه وتلل شي.

دیارلسم: تاسو په کوم داسې شي پورې ټینګ عزم مه تړﺉ د کومو چې تاسو ته د هغې د صحیح کیدو معلومات او علم نه وي، د خپلو اوریدلو او لیدلو، د زړونو او نیتونو،  د فکرونو او ارادو به تاسو خپل خالق ته حساب ورکوﺉ.

څوارلسم: په ځمکه د ظالمانو او متکبرینو په څیر دوکې مه کوﺉ،  تاسو خو نه په خپل زور سره ځمکه شکولی شۍ او نه هم په خپل غرور کې ستاسو سرونه له غرونو پورته کیدای شي .

همدا هماغه اصول دي، چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم مدینې منورې ته په رسیدو سره یې د اسلامي ټولنې او اسلامي خلافت بنسټ ایښی ؤ.
۵ جون کال ۱۹۴۸


(۱) دا یوازې دیني عقیده نه وه،  بلکې د دې سیاسي نظام چې بیا وروسته نبي کریم صلی الله علیه وسلم وسلم په مدینه منوره کې جوړ کړو ،  د هغې لومړنی بنیادي اصل وی ، چې د هغې ټول عمارت يې په دې نظریه ولاړ وه ، چې الله تعالی د دې ملک پادشاه دی او د الله تعالی شریعت د همدې پادشاهۍ قانون دی .
(۲) دا ځل یې له مخې دا په ګوته کړي چې اسلامي نظام د ټولنې په بنسټ او د کور نظام د مور او پلار د احترام او ادب په محور څرخیږي.

(۳) د دې اصل په بنسټ یې د مدینې منورې په ټولنه کې صدقات واجب او ځنې نور یې نفل وګرځول شول ،  وصیت ،  وراثت او د وقف کولو طریقې یې مقررې کړې ،  د یتمانو د مال د ساتلو انتظام یې وکړو ،  په هر کلي کې یې داسې نظام جوړ کړو چې یو مسافر ته یې هلته تر درې ورځو پورې د هغه د میلمستیا حق ورکړو ،  بیا یې په خپلو اخلاقي او ښه سلوک په بنسټ د مدینې په ټولنې کې داسې د همدردۍ او مرستې کولو یو بیلګه جوړه کړه ، چې د خلکو په زړونو کې د قانون د پلي کولو نه بغیر د ښه سلوک او ښو اخلاقو یو پراخه انځور جوړ شو ، چې د دې په بنسټ خلکو به په خپله د یوه او بل حقوق په ډیر اخلاص پوره کول ،  کوم چې هیڅ یو قانون یې نه خو په زور ورنه اخیستلای شي او نه یې ورکولای شي .
 په هغې ورځو کې د مدینې منورې په ټولنه کې د اصولو مراعت کولو په مختلفو لارو پلي کیدل ،  په یو لاره یې د فضول خرچیو او عیاشیو ډیرې بڼې د قانون له مخې حرام کړي وی ،  بله خوا یې د قانون په ذریعه د بې ځایه مصرفولو مختلف تدابیر نیولي او په دریم پړاو کې یې حکومت ته دا اختیار هم ورکړی وه چې د ښکاره اصراف کولو نورې بڼې د خپلې انتظامي حکمونو په واسطه مخنیوی وکړي او هغه خلک چې خپل مالونه په ډیرو ناروا طریقو مصرفوي د هغوی جایدادونه د لنډ مهال لپاره په خپل لاس کې ونیسي ،  د همدې تدابیرو په څنګ کې په ټولنه کې یې یو داسې نظر پیدا کړی وه چې د بې ځایه خرچو کولو کې د واه ،  واه په ځای یې ملامت کړي او د اخلاقي تعلیم په واسطه یې د خلکو نفسونه هم اصلاح کړي،  د دې لپاره چې هغوی په ځای او د بې ځایه مصرفولو توپیر په خپله سره وکړي او له بې ځایه خرچو نه په خپله بیزاره شي ،  همدارنګه یې د کنجوسۍ د له منځه وړلو لپاره هم کوټلي ګامونه د قانون په رڼا کې پورته کړي وه ،
 دا اصل هغه اقتصادي بنسټونه بالکل له منځي وړي ،  کومو چې په ماضی زمانې نه تر نن ورځې دور پورې د ولادت د ختمولو تحریکونه رامنځ ته کړي ،  په پخوا زمانو کې د پخوانیو خلکو ویره د ماشومانو د وژلو او د حمل د ساقط کولو خوځند به وه ،  خو په نن زمانه کې د نسل د له منځه وړل د حمل مخنیوی خواته ټوله نړۍ راکاږل کیږي،  خو د معراج په پیغام کې دا اصل انسان ته دا پیغام ورکوي چې د نسل د له منځه وړلو د کوښښونو په ځای د خوړلو د سرچینو په زیاتولو کې خپل کوښښونه او قابلیتونه پلي کړﺉ .
 دا اصل په اخر کې د اسلامي ژوند د نظام او پراخه او لوی باب بنسټ جوړ شو ،  د دې اصل په واسطه یې زنا او د زنا تهمت یو لوی جرم وګڼل شو ،  د ستر احکام پلي شول ،  د فحشا د خپرولو باندې یې بندیز ولګوه ،  شراب ،  موسیقي او ګډا او د انځورونو په جوړولو یې بندیزونه ولګول او یو داسې واده کولو سیستم یا قانون یې جوړ کړو چې د دې په وسیلې سره نکاح په ډیرې اسانۍ کیده او د زنا ټول ټولنیز اسباب یې له منځه یوړل .
 د دې اصل په بنیاد یې په اسلامي نظام کې ځان وژنه حرام کړې ده ،  د یو انسان قصداً وژل یې جرم ګڼلی دی او د یو چا په ناپامه وژنه یې په مختلف ډولونو کې د وینې تویولو او کفارې وړاندیزونه کړي دي ،  همدارنګه یې په حقه وژل په درې صورتونو کې قید یا شرط کړي دي ،  لومړی که کوم یو شخص قصداً یو څوک قتل کړي وي ،  دوه یم چې واده کړي سړي او واده کړې ښځې زنا کړې وي او درییم دا چې یو مسلمان شخص اسلامي نظام پریږدي یا مرتد شي ،  بیا یې د دې کسانو د قتلولو حق یواځې شرعي قاضي ته ورکړي ،  قاضي کولای شي چې د دوی د قتل فیصله وکړي .

لیکوال : مولانا مودودي رحمه الله
ژباړه : عنایت الله میاخیل

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب