د لمر تګلوری او سپوږمۍ مدار | قرآن علمي اعجاز

د لمر تګلوری

په قرآن کی راغلی چې سپوږمۍ اولمر د ټاکلی تګلوری په خواحرکت کوی.
اوهغه (الله)دی چې شپه اوورځ لمر اوسپوږمۍ یی پیداکړل چې هریو په خپل ټاکلی م دار باندې خوځښت لری. (الانبياء ۳۳).

دلمر نه سکون او په ځانګړی لوری یی خوځښت په بل آیت کی هم بیان شوی
:اولمر په خپل مدار کی څرخیږی. (يس ۳۸).
دغه یاد شوی حقیقتونه چې پخوا په قرآن کې ذکر شوی اوس اوس زمونږ په زمانه کی موندل شوی. دستوروپیژندونکو له شمېر سره سم لمر په یوه ډیر ګړندی خوځښت سره یعنی اووسوه شل زره کیلومتره په یو ساعت کی په حرکت کی دی. یعنی چې دورځی داووه لسو میلیونو کیلومترو په شاوخواکی مزل وهی اوله لمر سره سم ټولې سیارې اواړونده سپوږمۍ یی هم دا لاره وهی.

 دسپوږمۍ مدار

اوهم مو دسپوږمۍ  خوځښت ټاکلو منزلونو ته مقررکړ څو چې دکجورې دنری اوزړی ښاخې په څیر راوګرځی. نه لمر ته ښایی چې سپوږمۍ ته ورسیږی اوشپې او ورځی مخکی شی اوهریو په خپل ټاکلی مدارکې حرکت کوی. (يس 39-40).
سپوږمۍ لکه دستوروپه شان په یوه مستقیم مدار کې حرکت نه کوی. په داسې حال کې چې دځمکې په شاوخوا راڅرخی ځینې وخت شاتګ کوی اوځینې وخت مخکې کیږی . ځکه چې په عین وخت کې له ځمکې سره یوځای دلمر په شاوخوا هم راڅرخی اوخوځښت یی په فضا کې لکه دیوه منظم مارپیچ په شان ده چې دسپوږمۍ دا ډول حرکت په خلأ کې قرآن دکجورې یاخرما زړې ښاخې ته تشبیه کړی ده.

په خلأ کې دسپوږمۍ خوځښت
سپوږمۍ په خواکې
دکجورې  وچه شوې ښاخه
له شک پرته چې دستوروپیژندونکولپاره هغه مهال کله چې قران نازلیده ناممکنه وه چې څوک دسپوږ مۍ په دغه حرکت باندی پوه شی . په پاک قرآن کې دسپوږمۍ ددغه حرکت بیان چې دتکنالوژی له لاری  اوس اوس کشف شوی یوه معجزه ګنلی شو.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب