اسلام څه معنی؟

اســــــــلام، د نوم ايښودلو وجه , د اسلام حقيقت , دكفر حقيقت , دكفر نقصونه ,داسلام ګټې

د اسلام نوم ايښودلو وجه:

په نړۍ كې چه څومره مذهبونه وجود لري , دهريوه نوم يا د كوم ځانګړی شخص د نامه په اساس ايښودل شوى دي ، يا د هغى قوم د نامه په اساس ايښودل شوي دی ، چې هغه مذهب په كي پيدا شوى  , د مثال په توګه دعيسويت نوم ځكه عيسويت ايښودل شوي دی ، چې عيسى عليه السلام ته منسوب دي , د بودايت نوم ځكه بودايت ايښودل شوي دی ، چې د بودايت د مذهب موسس او جوړونكى بودا نوميده ,  نو د بودايت د مذهب نوم د هغه مؤسس نامه ته منسوب شوي ، د زردشتي مذهب نوم ځكه زردشت ايښودل شوى دي ، چې موسس يي زردشت نوميده , يهودی مذهب په يوه ځانګړې قبيله كې پيدا شوى دي ، چى نوم يې يهوداه و, همداراز د نورو مذهبونو نومونه هم همدا ډول  ايښودل شوى دي , خو داسلام ځانګړيتوب دا دي چې د هغه نوم نه د كوم شخص د نامه په اساس ايښودل شوى ، او نه هم كومي خاصى قبيله ته منسوب دي , بلكه داسلام نوم يو ځانګړی صفت ظاهروي ، چې د اسلام د لفظ په مفهوم او معنى كي نغښتي دي , دا نوم په خپله په ډاګه كوي چې دا د كوم ځانگړى شخص جوړشوى مذهب ندي , همدارنګه دا په كوم ځانګړی قوم يا ملت پوري تړلې ندی , اسلام په كوم ځانګړی شخصيت , قوم , هيواد پوري تړلي ندی , يوازي د اسلام خصوصيت د خلكو په زړونو كي پيدا كول داسلام هدف دی , په هره زمانه او هرقوم كې چې په نيك اخلاقه او ريښتينو خلكوو كى دا خصوصيت پيدا شي هغه مسلمانان دی ، او هغه خلك چې په راتلونكې كې د دي ځانګرتيا خاوندان كيږي هغه هم مسلمانان دی  .

د اسلام معنى:

د اسلام معنى په عربي ژبه كي اطاعت اوفرمانبردارۍ ته وايی ,اوداسلام دمذهب نوم ځكه اسلام دی چې اسلام دالله تعالى اطاعت او فرمانبرداري كړل دي  .

د اسلام حقيقت :

څرنګه چې تاسي ګوري په نړۍ كې چې څومره شيان او مخلوقات دی د يوه قانون تابع دي , سپوږمۍ او ستوري په يوه پياوړي او دقيق سيستم كى په حركت كې دی،  چې د يوه ويښته په كچه له دې سيستم څخه وتلي نشي , ځمكه په يوه ځانګړى ګردش سره روانه ده او تاويږي , د ځمكه دوران ته چې كومه لاره او وخت ټاكل شوى دي په هغه دوران او ګردش كي يوه ذره فرق او بدلون نشي راتللى , اوبه , هوا , تياره او رڼا ټول د يوه قانون پابند دي , جمادات , نباتات , حيوانات هر يوه ته ځانګړئ قانون ټاكل شوئ دي ، او د هغه قانون مطابق پيدا شوى دي , ژوندي كيږي لويږي او بالاخره لمنځه ځي اونابوديږي , په خپله د انسان په حالت كه غور او فكروكړی نو دا حقيقت به تاسي ته څرګند شي چې هغه هم د الله سبحانه وتعالى د قانون تابع دی, كومه قاعده چې الله تعالى د انسان د ژوندانه لپاره ټاكلى ده د هغى قاعدې مطابق انسان سا اخلي  , اوبه , غذا , رڼا , حرارت په لاس راوړي , د انسان د زړه حركت , د وينى ګردش د سا اخيستلو سيستم ټول د يوې دقيقې او منظمې قاعدې پابند دی , د انسان دماغ , معده , اعصاب, عضلات , لاس او پښي , سترګی , ژبه , غوږونه , او د بدن ټول اندامونه يې د هغه قاعدې مطابق په كار بوخت دي كومه چې الله سبحانه وتعالى ورته ټاكلى ده .
دا بي ساره او لوي چاپيريال ځمكه او آسمان له ستوريو نه نيولې تر هغه وړو وړو برخو پوري چى د يوه سيستم په دايره كى په ګردش كى دي دا د يوه قادر او لوی ذات جوړشوي سيستم دي  , ټول كاينات او د كايناتو هرشى د الله تعالى اطاعت كونكي او فرمانبردار دي , ځكه چې دوي د الله تعالى د جوړشوی قانون تابع دي ,  له دې امله د ټولو كايناتو مذهب اسلام دی , لكه چې وړاندى مو وضاحت وكړ چې د الله اطاعت او فرمانبرداري ته اسلام ويل كيږي , لمر سپوږمۍ او ستورى ټول مسلمان دي , ځمكه هم مسلمانه ده , هوا اوبه , رڼا هم مسلمان دي , ونيى , كاڼي او ځانوران هم مسلمان دي , او هغه انسان هم فطرتا  مسلمان دي چې دالله خدايى نه مني او د نورو خدايانو عبادت كوي , د الله تعالى په عبادت كې نور خدايان شريكوي , هوكي دا انسان هم د خپل فطرت اوطبيعت په اساس مسلمان دی ، ځكه چى د ده پيدايښت او نابودي دې الله تعالى د قانون مطابق كيږي , د ده د جسم ټول اندامونه د الله تعالى د قانون مطابق په حركت كي دي , ان تر دي چې د ده هغه ژبه هم مسلمانه ده چې د نادانۍ په وجه  د الله تعالى سره شرك اود كفر خيال ورباندي اظهاروي , د ده هغه سرهم پيدايشي مسلمان دي چې دالله سبحانه وتعالى څخه پرته بل چا ته بايد ټيټ نشي , د ده هغه زړه هم فطرتاً مسلمان دي چې د الله تعالى نه پرته د نورومحبت او مينه پالي , ځكه چې دا ټول شيان دالله تعالى اطاعت كوي اودالله تعالى د قانون مطابق په حركت كې دي .

اوس له يوه بل اړخ څخه وګوري :

انسان يو دوه اړخيزه مخلوق دي يو اړخ يى دا دي چى د نورو مخلوقاتو په څيرد الله تعالى په پياوري قانون پوري تړى مخلوق دي او د دې قانون په پابندۍ مجبور او مكلف شوئ دي  , بل اړخ يي دا دي چې د عقل خاوند دي , دفكركول سنجولو دتوانايي اوطاقت خاوند دي , دخپل واك په اساس يوه خبره مني اوبله نه مني , يوه تګلاره مني بله نه خوښوي, د ژوندانه په معاملاتو كې د خپل واك اورغبت سره سم معينه تګلاره خپلوي , د دې حيثيت له مخې د نورو مخلوقاتو په څير د كوم ځانګړئ قانون پابند اوتابع ندي , بلكه د نظر فكر اوټاكنى خپلواكي وركړشوی ده .

your ads

د انسان په ژوندانه كې دا دوه حيثيتونه په بيل بيل ډول څرګنديږي :

د لومړي حيثيت له مخى د نړۍ د نورو مخلوقاتو په څير پيدايشی مسلمان دي ,اوپه مسلمانتوب مجبور او مكلف دئ , څرنګه چې وړاندي وضاحت وشوو.
د دوهم حيثيت له مخې مسلمان كيدل يا نه كيدل د ده په واك او اختيار پورې اړه لري , او د دې واك له امله انسان په دوو طبقوو ويشل كيږي : يو هغه انسان دي چې خپل خالق پيژني , او الله تعالى خپل خالق اوبادار ګڼي او د خپل ژوندانه په هغه  كارونو كي چې د ده په واك پوری اړه لري هم د الله تعالى اطاعت او فرمانبرداری خوښوي , دا مكمل او پوره مسلمان دئ , د دغه سړي اسلام مكمل دی , ځكه چى اوس د ده ژوند سر تر پايه اسلام دي , ځكه چى اوس دا انسان پوهيږي چې دي هغى خالق اطاعت كونكى شوی دي چې په نا دانۍ كي يې هم فرمانبردار وو, اوس د خپلى ارادې په اساس د الله تعالى اطاعت كوي چې وړاندي لدې هم د خپلي ارادې څخه پرته هم د هغه فرمانبردار وو, اوس د ده علم ريښتينئ دي ځكه چى ده دخپل علم په اساس الله تعالى وپيژا نده , هغه علم چې الله تعالى د خپلى پيژندنی لپاره ده ته وركړی دی , اوس د ده رايه او عقل سم اودرست دي , ځكه چې د فكر اوغور څخه وروسته يې د الله تعالى د اطاعت فيصله كړئ ده , چا چې ده ته د غور او فكر كولو توانايى ورپه برخه كړئ ده , اوس د ده ژبه صادقه او ريښنيني ده , ځكه چې د ده ژبه د هغه ذات اقرار كوي چا چې ده ته دا ژبه د خبرو كولو لپاره وركړې ده , اوس د ده ټول ژوند سرتر پايه سم دي , ځكه چى دئ اوس د خپل واك سره او پرته له خپل واك څخه دالله تعالى اطاعت كوی , اوس له نورو كايناتو سره په خولا شوي دی , ځكه چې دي هم دنورو كايناتو په څير د

الله تعالى اطاعت او بندګي كوی , اوس دئ د ځمكى په مخ د الله تعالى خليفه ( متصرف ) دي ټوله نړۍ د لره مسخره شوی ده ، او دې د الله تعالى اطاعت كونكئ او فرمانبردار دي .

اسلامي ارزښتونه
مؤلف : مودودي

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب